جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونپښتانه منورین اوزلمی رسول

پښتانه منورین اوزلمی رسول

د هر لیکوال سبک بېل دی. د الفت سبک ددرویش دراني سبک ته ورته خو د رښتین له  سبکه بیل و. الفت لکه او به د اورسزا و، د ورېښمو زندۍ وه، لکه درانی

په اصل کې نن ما ته د خادم  سبک را یاد شو، د روانو انتخا با تو سره اړخ لګوي. خادم صیب شف شف نه ویل، شفتالو یې ویل. کله کله، بلکه ډیر کله به یې پښتني خبر لوڅي کوله او چې به ورته مجلس کې د چا خبره ناوړه ښکاره شو نو مخامخ به یې ورته ویل« وا د خدای لعنت شه !» دا چې:

په ما ته کشتۍ ناست یم، طوفانونه دي په مخ کې+ په دې لاره به يې بیایم، که وم وم که نه وم نه وم

د همدغه خادم صیب خبره ده چې، «ښه ښکلی دنګ سړی به وي، ښایسته نکټایي، ږیره  صفا خريیلې، ښه سوټ بوټ، خو چې خوله پرانیزي، پړوس پاړسي ترې راووځي» البته زه د خادم په شان زړور پوچخولی نه یم. چې ما به د ده خبره ردوله، نو به یې ویل،« لکه چې ظاهرشاه درنه اوخکی دی» مطلب يې دا و چې زړه یې درنه ایستلی.

اوس به په خپل سبک د روانو حالاتو په تړاو ووایم چې زه هغو پښتنو ته اریان یم چې سر تر پښو د تعلیم او تحصیل په ګاڼه سینګار وی، ماسټري، ډاکټري لري، د هیچا نه کم نه دي، لویو لویو څوکیو کې مناسب منصبونه لري خو لا هم زلمي رسول ته کامپین کوي، هغه هم  خفي نه بلکه جلي او برالا. خادم به ورته ویلي وو«وا د خدای لعنت شه!». سیاف ته کار وکړه چې لوی مقرر دی، ګل آغا ته کمپین وکړه چې د عملي کار پړانګ دی. خو دې بېجوبان عاجز بوده ته نه شرمیږې چې کمپین کوې؟. حیف ستا د ځوانۍ او تعلیم. حیف ستا د پښتو. خادم صیب همدا ته ښودلې چې تعلیمیافته، لیکوال او شاعر بیا را ولاړ شه، بړوس زلمي رسول ته تبلیغ کوه.

زلمی رسول یعنې څه؟ مه ژبه لره، مه جرات، د ده په خپله ژبه(کوداګی ې بېش نیست). ځه بلا ورپسې، دا به درسره ومنم چې ته د ځان په غم کې یې، نه غواړې چې خپل منصبګی  او د موټر امتیاز له لاسه ورکړي، خو معمولا که باچا ګردي هم راشي نوي باچا ته د تجربې او تعلیم والا ځوانان په کار دي. له دې هم مه ویریږه چې بیا به د پښتنو قدر نه وي. همدا نن هم ستا قدر ستا په پښتو کې نه دی. هر څومره چې د پاړسي لهجه دې ایرانۍ ته نژدې وي قدر دې زیاتیږی، ستا قدر د عبدالله خان افغاني نویس هومره دی چې پاړسي په پښتو ترجمه کولی شي. د اشرف یا سیاف سره دې لا قدر ډیر دی.

زلمی رسول هماغومره ښه سړی دی لکه زموږ د کلي د ملا امام چړي. ملا امام کرزی دی چې دا څه زیات یوه لسیزه یې په ما وارو تا وارو پښتنو نه یواځې ټوک راټول کړ، بلکه وطن یې نزدې خرڅ کړی و. که د کرزي ومنې، دا نوی حکومت به بیا د مارشال فهیم له کليوالو جوړ وي. اوس خو د پنجشیر دره یو ولایت دی، بیا به یې سوپر ولایت کړي. یوه کنداري یار، یوسف کاکړ تل موږ ته د یوولسو چوغکو کېسه کوله چې د برښنا په سیم باندې ناستې وي، داسې چې لس چوغکې مخ په بیدیا، یوه چوغکه مخ په ښار. یوسف کاکړ ویل دا چوغکه چې مخ یې و ښار ته و، تر هغو لسو چې وښار ته یې شا وه، په شرافت کې لوړه وه. نو د کرزي په نوي غیر مستقیم حکومت کې به شرافت و پنجشیر لره وي. ته که د خدای وسې وکړې خپل مخ ښار ته نشې اړولی. دا د پنجشیریانو مځکه ده.

نو ای تعلیم یافته ځوانه، په دې حساس وخت کې ځان تاریخ ته مه شرموه، د خپل درانه ولس تر څنګ و درېږه.

دغه جنابان مې چې یاد کړل هر یو پر زلمي، د یوسف کاکړ په وینا، یو شرافت لري، هغه دا چې لږ تر لږه ګونګیان نه دي. مګر که داسې جمهورریيس غواړئ چې د طالبانو، او بیا د کرزي د دورې وراني جبیره کړي، افغانستان بیرته سرلوړی ودروي، د پنجاب ملا ورماته کړي، د ایران له کلتوي مزدورۍ مو خلاص کړي، نو نرغوندې اشرف غني ته رایه ورکړئ.

38 COMMENTS

  1. یاره شپون صاحب موږ به کنځلی نه کوو خو دا ځینی، ځینی پښتانه چی زلمی رسول اویا عبدالله ته کمپاینونه کوی په کنځلو ارځی چیورته کړی مو وای خو خدای پاک د دوی ته هیدایت د نیکی وکړی او سمی لاری ته یی راولی او د اشرف غنی تر شا یی ودروی.

  2. استاده جار دی شمه، په واقعیت کی چی د یو زره سوانده افغان په صفت دی ټولو ته شه لارښونه کړی ده. د زلمی رسول نه خو چی یو نرښڅی ته رایه ورکړی ډیره به ښه وی

  3. شپون پسونه د لېوانو څخه ساتي، نو د شپون خبره به منو که نه وي لېوان به مو وخوري

  4. مننه استاده چې په دغه حساس وخت کې مو خپل رسالت ادا کړ او په ګونګي سردار مین مو خپلو تیروتنو ته متوجه کړل. رښتیا هم زمونږ د ستونزو حل یوازې په دې سره کیدای شي چې ټول په یوه خوله غني ته رایه ورکړو

  5. یوه الکوزۍ ده چې د ډېرو محمدزیانو په شان په پښتو نه پوهېږي، د زلمي رسول ملګرتیا کوي. په اشرف غني کې یې هېڅ عیب ونه موند، ویې ویل: او بسیار احساساتی اس.
    ما په ځواب کې ورته ولیکل:
    د ده خبرې او پروګرامونه واوره، په مناظرو کې د ده خبرې واوره، کومه بې منطقي په کې ښکاري؟
    نه
    نو، احساسات د عقل او منطق په مقابل کې وي. څوک چې احساساتي وي، منطقي نه غږېږي. او که احساسات، جدیت او قاطعیت ته وایې، دا نو بېله خبره ده. موږ واقعاً قاطع او جدي ولسمشر ته اړتیا لرو. د کرزي دا دومره ورانۍ په عاجزۍ نه جوړېږي.

  6. محترم استاده، ډیره ډیر مننه کوم چی زموږ ځوانانو ته دی په زغرده نصیحت کړی، خدای دی وکړی چی ستای دا ظاهرا ترخی او په حقیقت کی خوږی خبری له پامه ونه غورځوی اوستا د اخری جملی سره سم نر غوندی اشرف غنی ته رایه ورکړی

  7. شپون صاحب واقعیتونه مو ویلی . ای کاش چې ددومره اوښتونوسره سره افغانان بیا هم نه بیداریږی . زاړه زلمی یو څو هلکان او څو جینکي پیداکړ ې بیا یی له هغوی څخه ټاکنیزاعلان هم جوړکړی هسی دخلکو زړونه تخنوی رایه نه خپلوی

  8. ډیره ښه ليکنه الله ج د د پښــــــــــــــــــتا نو دښمنان او دا بی غیرته بښتانه تبه او برباد کری

  9. Dear all,
    Never ever insult tribe in your comments and you will never ever convince others through internet please try your best to vote your own candidate but as a young experienced and your small brother you will never find a neutral and good person who will struggle and work hard in this situation for Afghanistan and Afghans because all of them under pressure of USA, France, Pakistan, USSR, Iran and etc….. Please all try to pray for all Afghans to be cooperative among them against their enemy in our country.
    Allah Hafiz

  10. شپون صاحب لوړ لکه غرونه روان لکه سیندونه ښکلي لکه د بدخشان لالونه سلامونه سلامونه
    که فکر کوې چې دغه تعلیم والا چې د زلمي رسول ترڅنګ ولاړ دي دوي لوړتعلیم نه لري ډیر کم به په کې پیدا شي چې د لوړ تعلیم والا وي ټول ټوپکسالار یې د ځانه را تاو کړي دي اوس به معلوم شي چې جهادي څوک او ټوپکسالار څوک دی ،هغه اشخاص چې تعلیم لري او د زلمي رسول ترڅنګ دي دوه وجهې یې راته ښکاري یو داچې دوي په لوړ منصب کې دي او دومره زیات تعلیم نه لري چې د دغه منصب لیاقت دې ولري خو په روابطو راغلي نو د اشرف په کامیابی کې دوي ځانونه پیادګان ویني او بل داچې دوي د ولسونو وینې زبیښلي او د اشرف څخه ترس لري چې محاکمې ته به یې را وکاږي ایا ته پوهیږې چې زمونږ په نورو ادارو کې لاڅه چې په ملي امنیت کې هم کار شته او اصلاحاتو تحول او تداوم ته ضرورت لري تاته دې الله ج جنتونه درکړي خو دغه باسوادو اوس وجدان مړ کړی دوي د خارجي استخباراتي کړیو غړي دي نو دوي ښه د افغانستان بربادي په زلمي رسول کې ویني خو قصداً دا کار کوي چې قصد د شدیدو مجازاتو غوښتنه کوي ما د خپل کلي له یوه ټوپک سالار پوښتنه وکړه چې ولې د اشرف غني ملاتړ نه کوي راته یې وویل (هدایته زه پوهیږم چې اشرف غني د هیواد سترګې دي خو زمونږ د ټوپکیانو وخت ورسره نه تیریږي ځکه یې ملاتړ نه کوو تاته ښه پوهه شته چې مونږ په څومره جنایتونو کې لاس لرو ایا د افغانستان خلک به مو وبښي نه هیڅکله هم نه هدا د کرزي پارلمان دی چې مونږ یې معاف کړي یو ) نو ستاد صاحب ستا لیکنې په سترګو ښکلوم که وجدان یې ژوندی وي همدا ستا لیکنه ورته بسنه کوي نورو ته ضرورت نشته مونږ دوه وارې وغولیدو که څه هم هوښیار یوځل غولیږي اما مونږ دوه ځلې دوکه شو هیڅکله به چاته دا اجازه ورنه کړو چې دویم ځلې مو خطا کړي او ازمودن را ازمودن خطا است د مشرقي که دې خبر کړم نو انشاء الله ۹۵٪رایه به د اشرف وي ځوانان را ویښ شوي د اشرف په سترګو خو جنرال دوستم هم دوست ګڼو او حاجي ظاهر ته اکا وایو الله دې زمونږ عرض واوري

  11. داسی راته ښکاري چې په افغانستان کښی انسان هغه ته ویل کیږی چې باید او باید قاتل او غاصب وی که چیری خپله نه وي بیا بیاد پخپل تیم کښی يو چا ولری چې د افغانستان غریب ولس ته جنایت کار اوسیږی نور ټول د انسان په ټوګه متحرک ماشینونه دي اما انسان نه دي زکه زما په ژبه نه پوهیږی.
    زمونږ په کلی کي یو وار په هینداری کښی ښودلی وو چي کم عیسوی په امرکی کښی اسلام دین ته مشرف سوی دی دې خبرو ته ټول هلیکان خشالیږی خو زمونږ یو اندیوال ډير چورتی سول او وویل چې دا څنګه مسلمان کیدلی سي
    نور اندیوالان سوال کړ ولی؟
    هغه وویل چی دا خو په پښتو نه پوهیږی او پښتو له بغیر څنګه کیږی یو کس مسلمان سي
    اوس چې دا غیر معقول قوم رستی چې په خپل پښتنو کښی ګورم داسی راته ښکاریږی چې
    ان اکرمکم اند الله اتقا کم نور په افغانستان کښی خپل ماهیت له لاسه ورکړی ده
    دلته هر څه چېوی باید داسی وی چي ان اکرمکم اند الله پشتونکم

  12. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    ورونو کوم پښتانه چي تعلیم نه لري که هغه ډبل عبدالله یا مجرد رسول ته کمپاین وکړي خو دومره ګیله نه تري کیږي ولي چي ځان ته تعلیم یافته هم وایی او د ښي ځواني دعوه هم کوي او پښتون هم وي او ځان له ټولو پښتنو لوړ هم بولي
    نو خدای یی څه ملا ماته کړي او یا خداي پاک څه شرمولی چي ذاسي سپک کارونه کوي خو خیر د سپکو به له سپکو سره جوړه وی او د سپکو کارونه به یی خوښ وي

  13. دپښتنوپیر،حضرت،استاد،لیکوال،تکړه ناول لیکونکي،نرم شعرلیکونکی،دروندپښتون،دپښتانه په تبه پوه ښاغلی شپون صیب په اتم ټولګی کی وم چی له تاسره می په شین ټاغي انډیوالی پییل کړی ده تا به اروا هم شکه نه وی چی اوس نوداده پیر او حضرت هم شوی خدای ناکرده داسی چروت ونه وهی چی داسړی به دغنی کمپاینر وی خدای که می په غونډه کی لاهم ګډون کړی وی دغنی غوښتنه افـــغــانــی ده وچـــه کـــــلـــکــه
    ژونــدی اوســـی اســــتاد ســعدلــدیــن شــپـون صــیــب!

  14. شپون صاحب: په ډیر درنښت، ډیره یو اړخې لیکنه دی کړې ده. تا خو ډاکټر صاحب اشرف غنی بیخی پاکه ملایکه کړه. ستاسو په شان لوستو کسانو څخه موږ دا توقع کوو چه لیکنی یی بې پړې، پر حقایقو ولاړی، متوازنی او مؤدبه وی. بیا هم په ډیر درنښت

  15. كًران أو درانه استاد نيكى هيلى أو روغ صحت غورام
    ليكنه د شايسته أو هر ارخيزه وه ، أو خداى مونز باسواد أو مخورو بشتانو هدايت د نيكى وكرى جى د يو خًو دالرو به خاطر د يزك زلمى رسول خاطر كوى أو هغه ته كمبيان كوى ، ستا لنوره د ليكنو به انتظار. وسلام

  16. عبدالباری صاحب، دا دولسم کال دی چې پښتانه د کرزی ملا عمر او شورای نظار له ګوزارونو سره مخ دي. له دغو ناولو د خلاصون لپاره مبارزه پکار ده. د استاد یې کور ودان او تاسې چې یې نه تاییدوئ تاسې به د قتل او قتل او فساد په ادامه شاید خوښ واوسئ.

  17. شپون اکا دی خدای لرې، چه قلم په ګوتو کړی، خوځوی ځمکه او اسمان. په همت کښي دۍ، لکه خوشحال خان، ژوندۍ دی وې، په هر زمان. ښاغلو باری او مشاهد د کرزی او رسول توری عینکی په سترګو ایښی د بی علمی او ناپوهی په سیلاب کښی ډوب دې دهغوی لیکنی د شرم وړ دې. دشپون خوږی خبرې، داسی دې لکه شکری. عمل پری وکړي دوستانو، داسی نه
    چه پښیمانه شي

    داشرف غنی د بریالیتوب په هیله

  18. خپل ملت ته خدمت کول ګناه نه ده بلکه د ثواب کار دی. شپون صیب د ښه او بد تمیز کړیدی نه د خپل قام. د هغه فکر لکه د عقاب په شان ډیر لوړ دی .

  19. ګرانه اجمل جانه

    هر څه چې لیکې خو د الله ج د پاک کلام ایتونه به غلط نه لیکی ځکه چې په دې کې لویه ګناه ده

    په درنښت

    نور

  20. وایی یا نر اوسه یا د نر نوکر شه کرزی چه زلمی رسول غواړی خو وایی چه قدرت یی پاتی شی نو دا نور ولی زلمی رسول ته کمپاین کوی؟ زلمی رسول پخپله ښځونوکۍ دی، لومړۍ معاون یی هم ښځونوکۍ دی د نارینه حس یی مړ دی یعنی میراث دی د هیڅ شی غم هم ورسره نشته او دویم معاون یی ټول وینی چه کونډه ده نو زه چه کله د دوی د کمپاین وږی وینم نو منډی ترړی دوی کوی خو زه شرمیږم او د جنرال غمی خبره را یاده شی ویل یی (مونږ په یوه لویشت و نه شو کولای او تاسو غواړی چه په دوه کوتې یی وکړی

  21. Dear all,

    I think it is not necessary to insult one candidate in order to campaign for another one. I think everyone has the right to vote for their candidate, nobody has the right to tell anyone to vote for one candidate. We are all Afghans, no Pashtoon, no Tajik, no Hazaara and no……
    We are all one, we are united. The people who don’t even live in Afghanistan don’t have the right to separate us by the name of Pashtoon or Tajik or….
    Afghanistan is our joint home and people from all ethnicities have to be a part of the government.
    Wa Salaam,

  22. د خدای لوی احسان دی چې پښتانه تر پخوا لوستي او هوښیار دي. خیر که د اوریا یا شولګري په څېر یو نیم شوده په کې لا هم شته نو څه وشو؟ آخر موږ خو د شپون په څېر مشران، لیلکوال او زهیران هم لرو چې هم مو خبر او هم مو رهبري کړي. د شپون صاحب قلم او احساس ته سلام

  23. د خدای لوی احسان دی چې پښتانه تر پخوا لوستي او هوښیار دي خیر که د اوریا یا شولګري په څېر یو نیم شوده په کې لا هم شته نو څه وشو؟ آخر موږ خو د شپون په څېر مشران، لیلکوال او زهیران هم لرو چې هم مو خبر او هم مو رهبري کړي. د شپون صاحب قلم او احساس ته سلام!

  24. سلامونه استاده! ډېره په زړه پورې لېکنه دې کړې ده، په قلم دې رحمت شه. په درناوي

  25. شپون صیب ډیره مننه: ښکلی ټکو ته مو اشاره کړی وه له ټولو افغان وروڼو خصوصا ځوانانو می دا هیله ده تر څو په حقیقت ځانونه پوه کړی او نور دی د غفلت خوب نه راووځی دی تر هر څه د مخه د ګران افغانستان د آرامی او سوکالی له پاره خپلی هلی ځلی ګړندی کړی .
    او زما په اند ډاکتر اشرف غنی زمونږ د ټول ملت د خوښی مشر دی . او رقیبان په دی هڅه کی دی تر څو په هره هیله او بهانه چی وی لوبه بل خواته بوځی خو دا زموږ ځوانانو ملی رسالت دی چی د خپل ګران هیواد د ژغورلو لپاره نه ستړی کیدونکی هڅی وکړو دا اوس یی وخت دی ویښ شی .

  26. شپون صیب الله پاک د په خوله برکت کړه او خدای دغه بی شرمه بیګانه پرسته پښتنو ته هدایت وکړی او که نه وی نوخدای د غه دقوم بدبوی نوره له مونږه واخلی. او زه یقین لرم چی دوی به خدای نابودوی ځکه دوی نور په ملت او قوم کی ځای نه لری. مننه

  27. شپون صیب الله دی راته وساته ، هیلمند یم چې یوه تفصلی لیکنه په دریشی کي نغښتي غلام، ملی خاین د ملت وینو ته تږي احمق فضل الرحمن اوریا چی د انسان په شکل کی یو خبیث شیطان دی وکړی
    مننه

  28. . د انتخاباتو په
    .ورځ زمونږ خيښان رای اچوني ته نه ول راغلي چې خبر شو رنګمالې یې لرله دوه زامن،دري لوڼې دوه نګیاندي دوه پخپله د کاله
    مشران کور په مکرویانو کې په قوم احمدزي
    بیا هزاره ته ګوره په لرو سیمو کې په غرونو په واټنو واټنو مزل وهي د خپل سرنوشت له پاره
    دې ته وایې بیداري

  29. شبون صاحب .
    دعبدالباري دليكلو به تأيد زه وإيم خه وإيم افرين دسبين غر به دا ، دانكو ،دانكو غرو نو ،به دا باكو رنو اوبو ،او دا شكلي نر مه هوا جه ستا غوندي يو به وطن مين إنسان به خبله لمنه كي زيزولي ، تربيه كري ،رسولي. نور خه نه وإيم صرف همدوره به ووايم .
    كه كبير ستؤري دكنر ستؤري وه ، ته د ننكرهار ستؤري يء وسلام. .
    جلالزوي

  30. داسې ښکاري چې شپون صیب هم له لیکنو سره خدای په اماني وکړه. له میاشتې ډېر وخت وشو چې تور ټکی مو ترې نه دی ترلاسه کړی. 🙁

  31. دپاکستان په ټاکنو کی خدای بخښلی مولوی بجلی ګر د ملا فضل رحمن ملاتړ کړی وواو ورته یی چغی وهلی وی چی بیا ملافضل رحمن د بینظیر بوټو حمایت کړی وو، نو دی خدای بخښلی بیا ویل چی (مونږ لاړلو خر پسی او خر لاړلو خری پسی). نو اوس خو د زوړ زلمی رسول او ښکلی ډاکټر عبدلا! هغه القاب شول چی مولوی بجلی ګر دخپلو هغو لپاره کارولی وو، نه پوهیږم هغو ته چی د شیرزی او زلمی رسول په خوله او پله روان دی ورته کوم القاب ورکاروو. که کوم ورور/خور ته داسی ښه لقب یاد وی چی ورته یی استعمال کړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب