جمعه, اپریل 26, 2024
Homeنندارتونکابل په یوه مدرن ښار د بدلېدو په حال کې دی/ تصویري...

کابل په یوه مدرن ښار د بدلېدو په حال کې دی/ تصویري راپور

تاند- بیزنس انسایډر ورځپاڼې د افغانستان د پلازمېنې کابل په اړه په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان مرکز پر یوه مدرن ښار د بدلېدا په حال کې دی او نور هغه کابل نه دی چې جګړه مارو تنظیمونو به د ښار د یوې او بلې برخې د نیولو لپاره ودانۍ نړولې او نه هغه کابل دی چې وسله والو طالبانو پرې حاکمیت کاوه او د تمدن ټول مظاهر یې له منځه وړل.

د بیزنس انسایډر په وینا  نننی کابل د نړۍ د ډېرو نورو ښارونو په شان ښار ښکاري یوازې یې د خلکو جامې او ژبه له نورو سره توپیر لري. ښځې او نارینه دواړه په عام محضر کې لیدل کېږي، کاروبار کوي، درس وايی، کورسونه وايي، ورزش کوي، سندرې وايي او حتي د لوېدیځوالو په شان د وېښتانو جوړول او د جامو اغوستل پکې دود شوي دي.

بیزنس انسایډر د کابل ښار ګڼ عکسونه خپاره کړي چې د دغه ښار د اوسېدونکو ژوند انځوروي او د لوېدیځو هیوادونو په شان د اعلانونو لویې لوحې ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب