جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودچالش کلمه له کومه راغلې ده؟

چالش کلمه له کومه راغلې ده؟

په پخوانۍ فارسي کې دا کلمه له سنسکرت یا هندي څخه راغلې ده. د سنسکرت (چل) چې مصدر یې چلنا دی، تګ ته وايي. د فارسي په کلاسیکو ادبیاتو کې د ناز و خرام تګ ته وايي، لګه؛

وای اگر صد را یکی بیند ز دور
تا بچالش اندر آید ازغرور.

کمال الدین اسمعیل

خو په ترکي ژبه چالش جګړې ته وايي. په ترکي کې یې مصدر چالشمق دی.

نظامي وايي:

در میان آندو لشکر گاه زفت
چالش و پیکار آنچه رفت رفت

مولانا وايي:

چالش است این، لوت خوردن نیست این
تا تو بر مالی بخوردن آستین

مولوی

با سگان بر استخوان در چالشی
چون نی اشکم تهی در نالشی

خو په وروستیو ۱۵ کلونو کې، وروسته له دې چې ایرانیانو دا کلمه د انګلیسي د چلینج لپاره استعمال کړه، اوس یې حتي ځیني کسان په پښتو کې هم کاروي. تر دې پخوا به ایرانیانو چلینج «به مبارزه طلبیدن» ترجمه کاوه.

چلینج جګړې ته وايي خو نورې معناوې هم لري. په ځینو مواردو کې ستونزې او په ځینو مواردو کې مقابلې ته د بلنې معنا لري.

مثلاً اکسفورډ انګلیسي په انګلیسي ډکشنري چلینج داسي معنا کوي:

A call to someone to participate in a competitive situation or fight to decide who is superior in terms of ability or strength:

یعني؛ یو چا ته د سیالۍ بلنه ورکول یا یوې داسي جګړې ته څوک رابلل چې د وړتیا او زور له پلوه د یوه برلاسي پکې معلومه شي.

نورې معناوې:

د چا د لیاقت او وړتیا ازمویل

په سپورتي لوبو کې د اتلولۍ یا مسابقې د ګټلو هڅه

د یوه شي د ثابتولو یا توجیه کولو لپاره بلنه

خو نن سبا په فارسي کې چالش د انګلیسي د هر چلینج په ځای راوړل کېږي.

ماخذونه:

فرهنګ معین او اکسفورد دکشنري

عصمت څاروان

2 COMMENTS

  1. Salamoonah;
    Ismet Tzsarvan wror ta pa dranasht sarah ghwarrim lannddah tabserah wakrrim.
    Chalishmaq ya chalishmak , pa osaniy turky ki Koshesh kawlo ,zyar westlo ta wayi.
    faiil noom yi Chalishkan kegy. Chalish d` emir sigha ham da ya`ni ; Koshesh wakrrah,kaar wakrrh. Fikir kawim d` Mevlawi d wakht turkistny aw osny d` ataturk turki sra farq walry. Aw Farsywanan yi ghalata ist`amalavi. manina

  2. اما طلوعوال یی د ستونزی یا مشکلاتو پرځای استعمالوی.
    خوماته د راه بردی یا د لاری وړلو اصطلاح ډیره جالبه معلومیږی چی دوی یی د سترتیژی پرځای استعمالوی . سړی ته د خمینی فکاهی ور په یادوی. د پست الکترونیکی اصطلاح بیا ایمیل یا برښنالیک ته کاروی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب