جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد سرطان د درملنې لور ته د څېړونکو لوی ګام

د سرطان د درملنې لور ته د څېړونکو لوی ګام

تاند- د امریکا د هارورډ پوهنتون د طب پوهنځي څېړونکو داسي شیوه موندلې چې بنیادي حجرې د مازغو د سرطاني حجرو پر وژونکو حجرو بدلوي.

دا شیوه په لابراتوار کې پر موږکانو، چې اناتومي یا د بدن جوړښت یې انسان ته ورته والی لري، وازمویل شوه او نتیجه یې بریالۍ وه.

بینادي حجرې زهرجن مواد ترشح کوي چې د مازغو سرطاني حجرې په نښه کوي او عادي حجرو ته زیان نه اړوي.

څېړونکي وايي چې په بل پړاو کې به دا شیوه پر انسان تجربه کړي.

څېړونکي، چې له ډېرو کلونو راهیسي د بنیادي حجرو په وسیله د سرطان د درملنې لپاره د یوې لارې د موندلو په لټه کې دي، باور لري چې دا شیوه به په راتلونکي کې د سرطان درملنه اسانه کړي.

څېړونکي وايي ترشح کېدونکي زهرجن مواد عادي او روغو حجرو ته زیان نه اړوي.

دوی وايي ې له سرطان وژونکو حجرو څخه پخوا د وینې د سرطان د درملنې لپاره کار اخیستل شوی او تر ډېره ګټوره ثابته شوې خو اوس به د دې شیوې د بریالیتوب په صورت کې د سرطاني تومور پر ضد وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب