جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ایا په ځوانانو کې د سرطان پېښې زیاتې شوي؟

ایا په ځوانانو کې د سرطان پېښې زیاتې شوي؟

تاند – ایا په ځوانۍ کې د سرطانونو پېښې واقعاً زیاتې شوې دي – که ډاکټران اوس سرطانونه ژر تشخیصوي؟

یو شمېر داسې سرطانونه چې پخوا به زیاتره د زړو کسانو په منځ کې تشخیصېدل، اوس په هغو کسانو کې هم ډېر لیدل کېږي چې عمرونه یې تر ۵۰ کلونو کم دي.

د امریکا د حکومت یوه څېړنه چې سږکال خپره شوې، د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۹ تر منځ د سرطان تر دوو میلیونو زیاتې پېښې وڅېړلې.

دا پېښې د هغو کسانو په منځ کې وې چې عمرونه یې د ۱۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ وو.

د ۳۳ ډول سرطانونو له ډلې، د ۱۴ سرطانونو کچه په لږ تر لږه یوه ځوانه سني ډله کې لوړه شوې وه، او نژدې ۶۳ سلنه د دغو پېښو په ښځو پورې تړلې وې.

خو د یوې بلې نوې څېړنې متخصصان وايي چې د دې زیاتوالي ډېره برخه ښايي د «زیات تشخیص» (overdiagnosis) له امله وي، نه دا چې واقعاً خطرناک سرطانونه زیات شوي وي.

دا څېړنه چې په JAMA Internal Medicine ژورنال کې خپره شوې، د هغو اته سرطانونو په اړه ده چې له ۵۰ کلنۍ څخه کم عمر لرونکو کسانو کې یې د پېښو کچه تر ټولو چټکه لوړه شوې — د تایرود (تیروید)، مقعد، پښتورګي، کوچنۍ کولمې، کولمو، رحم، پانکراس او میلوما سرطانونه.

څېړونکو وموندله چې له ۱۹۹۲ راهیسې د دې سرطانونو تشخیص نژدې دوه چنده شوی، خو د مړینې کچه نژدې هماغسې ثابته پاتې ده. دا ښيي چې د پېښو زیاتوالی زیاتره د ښه تشخیص او زیاتې معاینې له امله دی، نه دا چې خطرناک سرطانونه واقعاً ډېر شوي وي.

د بېلګې په توګه، د تایرود (thyroid) او پښتورګي سرطانونه ډېر زیات تشخیصېږي، خو د مړینې کچه یې نه ده لوړه شوې، چې معنا یې دا ده چې ډېرې پېښې ښايي هېڅکله خطرناکې نه وای.

په ورته ډول، له ۵۰ کلنۍ څخه کم عمر لرونکو ښځو کې د سینې د لومړني پړاو سرطان پېښې زیاتې شوې، خو د مړینې کچه یې په تېرو دریو لسیزو کې نیمه شوې ده – د درملنې د پرمختګ له امله، نه د ناروغۍ د زیاتوالي له کبله.

سره له دې، ځینې استثناوې شته. د کولمو (colorectal) او رحم (endometrial) سرطانونو د مړینې کچه لږ خو پرله‌پسې لوړه شوې، چې دا ښيي په رښتیا یو اندازه زیاتوالی شته، ښايي د چاغښت (obesity) او د رحم د لرې کولو جراحي د کمېدو له امله.

خو د نورو ډېرو سرطانونو په برخه کې، د پېښو زیاتوالی زیاتره د نوي ټکنالوژیو، ښه سکرینینګ، او تصادفي معایناتو له کبله دی، نه د خطرناکو ناروغیو د زیاتېدو له امله.

د څېړنې لیکوالان خبرداری ورکوي چې د ځوان عمر د سرطانونو زیاتوالی ته د «نوي وبا» په توګه یادول، د واقعیت د زیات ښودلو سبب ګرځي او ناوړه پایلې لرلی شي.

بې شرورته معاینې پر ناروغانو ذهني، فزیکي او مالي فشارونه واچوي – او هغه ځوانان چې نور روغ دي، له بې‌ځایه درملنو او اوږدمهاله څارنو سره مخامخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب