ادب د انسان د وجدان او تخیل هغه ژبه ده چې نه یوازې د ښکلا، بلکې د حقیقت د درک یوه فلسفي وسیله ګرځي. کله چې موږ د ادبی لاستهراوړنو په نوم نوبل جایزه ګورو، نو دا یوازې د هنر د ستاینې یوه آله نه ده، بلکې د نړۍ د فکري توازن د تعریف یو غیرمحسوسه میکانیزم دی. نوبل جایزه که له یوې خوا د وجدان، ارادې او انساني درد د اعتراف نخښه ده، خو له بلې خوا د فکري واکمنۍ، تمدني مرکزیت او سیاسي ارزښتونو هنداره هم ده. دا جایزه له ادبیاتو څخه د «انسان» د تعریف واک اخلي او دا واک هغه ځای ته سپاري چې د نړېوال وجدان ژبه ګڼل کېږي — یعنې لوېدیځ ته.
کله چې د الفریډ نوبل نوم اخلو، نو ذهن ته یو داسې ارمان راځي چې غوښتل یې د جګړې پر ځای د علم او وجدان د رڼا نړۍ جوړه کړي، خو د هغه د وصیت په عمل کې یو بل سیوری هم پیدا شو: د قدرت د تعریف سیوری. د ۱۹۰۱م کال نه تر اوسه د نوبل ادبي جایزه د نړۍوال ذهنیت هغه کرښه ښيي چېرې چې اخلاق او سیاست، وجدان او قدرت، د ادب او ایدیولوجۍ سرحدونه سره ګډېږي. دا جایزه د بشر د احساس د نمانځنې په نوم ورکول کېږي، خو ډېری وخت د یوه ځانګړي فکري جغرافی د تائید نښه ګرځي. همدلته دا پوښتنه راولاړېږي چې د «نړېوال ادب» مفهوم څنګه جوړېږي، او څوک د هغه د معیارونو قاضي دی؟
د نوبل جایزې د تګلارې تر شا دا فلسفه پرته ده چې ادب باید د انسان د درد، د ده د ازادۍ، او د حقیقت د لټون ترجماني وکړي. خو دا تعریف له سیاسي بېطرفۍ خالي نه دی. هغه لیکوال چې د لوېدیځ د مفکورو سره د وجدان تر حده موازي وي، د بشریت د استازي په توګه مطرح کېږي، او هغه چې د دې مرکز د مفکوري مخالفت وکړي، د “مخالف وجدان” تر نوم لاندې له صحنې شړل کېږي. د نوبل جایزې فکري میکانیزم دا تمثیلوي چې انسانیت یوازې هغه وخت نړېوال ګڼل کېږي، کله چې د لوېدیځ د وجدان په هنداره کې تعریف شي.
د نوبل جایزې تر ټولو ژور سیاسي اړخ د دې جایزې په “معیارونو” کې پټ دی. د سوېډني اکاډمۍ د غړو لخوا ټاکل شوي اصول ظاهراً د ادب او اخلاقو پر محور ولاړ دی، خو په باطن کې د تمدني مرکزیت یو فکري چوکاټ جوړوي. دا چوکاټ هغه ډول لیکوال او فکر ستايي چې د لوېدیځ د وجدان له ارزښتونو سره مطابقت ولري. د وول سوینکا، نادین ګورډیمر، اورهان پاموک، نجیب محفوظ او سويتلانا الکسیویچ په څېر لیکوالان د خپلو ملتونو د دردونو استازي بلل کېږي، خو دا استازولي یوازې هغه وخت د نوبل د معیارونو برخه ګرځي، کله چې د لوېدیځ د سیاسي وجداني قناعت سره همآهنګي ولري. دا پدیده په خپله د نوبل جایزې د فکري سیاست نښه ده: د وجدان سیاسي تولید.
ادب د انسان د تجربې رښتینی ژبه ده، خو کله چې دا ژبه د نړیوال سیاست له زاویې تعریفېږي، نو د وجدان ژورتیا د ژبې د آبجدو تابع ګرځي. نوبل جایزه هغه اثر ته «نړېوالتوب» ورکوي چې د ژبې له لحاظه د لوېدیځ د ادبي سیسټم برخه کېدلی شي. له همدې امله د فرانسوي، انګریزي الماني او سوېډني ژبو ادبیات د نوبل د وجدان بنیادي مرکز ګرځېدلي. د نړۍ ګڼ شمېر ژبې — پښتو، هندي، فارسي، اردو، بنګالي، یا افریقايي ژبې — که څه هم ژور ادبي میراث لري، خو تر هغو وخته د نړېوال ادب برخه نه شي ګڼل کېدای څو د لوېدیځ د فکري میکانیزم د ژباړې تر فلټر تېر نه شي. دا حالت د ژبې استعماري میراث دی، چې لا هم د نوبل د معیارونو د جوړښت تر شا ژوندی پاتې دی.
خو د دې فکري انحصار تر شا یو بل حقیقت هم پروت دی. نوبل جایزه په ظاهره د «انساني وجدان» د نمانځنې هڅه کوي، خو دا وجدان له تاریخي، تمدني او سیاسي چوکاټ پرته نه شي رامنځته کېدای. د لوېدیځ د تمدني تجربې له مخې وجدان هغه وخت اخلاقی ګڼل کېږي، کله چې د فرد ازادي، د وینا حق، او د قدرت انتقاد د عقل د اصولو تر چتر لاندې وي. خو د ختیځ او جنوبي نړۍ د لیکوالانو وجدان اکثره له مذهب، ټولنیزو قیدونو او داخلي دردونو سره تړلی وي. نوبل دا دویم ډول وجدان ډېر لږ مني، ځکه دا د هغه «نړېوال قضاوت» له تعریف سره نه برابرېږي چې د سوېډني اکاډمۍ له لوري ټاکل شوی.
په دې توګه، د نوبل جایزه د ادب د وجدان په نوم د تمدني تعریف یوه وسیله ګرځي. دا جایزه د یو داسې نړۍ تصور تائیدوي چې د لوېدیځ د عقل له ذاویعي پرته د انسان د وجدان تعریف ممکن نه ګڼي. دا انحصار د دې سبب شوی چې ډېری نوبل ګټونکي د خپلو اثارو له لارې د لوېدیځ د وجدان د سیاست هنداره شي، نه د خپلو ملتونو د خپلواکه فکري واقعیت استازي. کله چې یو ترکی لیکوال د خپل هېواد د تاریخ د زخمونو د افشا له لارې نوبل اخلي، دا د ترکیې د جرم د وجدان نه، بلکې د اروپا د قناعت د تمثیل لپاره وي. دا هماغه فکري سیاست دی چې ادب د هنر له ازادۍ څخه د یو سیاسي اعتراف په وسیله بدلوي.
په دې اړه دا سوال را پورته کیږي چې: ایا د وجدان اعتراف بې له قدرته ممکن دی؟ که ادب د وجدان ژبه ده، نو د هغه قضاوت څوک کوي؟ د نوبل جایزه د همدې سوال یوه سیاسي نسخه وړاندې کوي. دا جایزه موږ ته دا ښيي چې د وجدان قضاوت، د حقیقت تعبیر، او د انسان د ارزښت تعریف څنګه له تمدني مرکز سره تړل کېږي. ځکه خو د نوبل جایزه یوازې یوه جایزه نه، بلکې د نړېوال فکر د تولید یوه نقشه ده.
په دې نقشه کې “نړېوال وجدان” د لوېدیځ د وجداني منطق له لارې تعریفېږي. د افریقایي، آسیایي او عربي لیکوال د درد ژبه هغه وخت د انسانیت برخه ګرځي چې د اروپا د وجدان په قاموس کې ترجمه شي. دا ترجمه یوازې د ژبې نه، بلکې د مانا د واک ترجمه ده. د دې واک له مخې، د نوبل جایزه هغه اثر ته مشروعیت ورکوي چې د انسان د تجربې له محلي واقعیت څخه د نړېوالو اخلاقو د تعریف پر لور تګ وکړي. په دې مانا، نوبل جایزه د “فکر نړیوال سیاست” یو نرم مرکز جوړوي — داسې مرکز چې د وجدان تر نامه لاندې د تمدني نفوذ نرمه بڼه ده.
د نوبل جایزې فکري سیاست د هنر له خپلواکۍ سره یو ناڅرګنده تضاد لري. هنر د انسان د وجدان ازاد اظهار دی، خو نوبل هغه ازادي په داسې چوکاټ کې ځایوي چې پکې وجدان باید د یوې معیاري هندسې تابع وي. دا هندسه د لوېدیځ عقل، سیاسي تجربې، او د تمدني مسؤلیت له روایت څخه راولاړېږي. د نوبل جایزه دا روایت د «ادب د وجدان» تر نامه لاندې تکراروي، خو د دې تر شا دا اصل پټ دی چې وجدان یوازې هغه وخت ارزښت لري، چې د تمدني مرکز له ارزښتونو سره همغږی وي.
خو سره له دې، د نوبل په تاریخ کې داسې لیکوالان هم پیدا شوي چې د وجدان دا معیار یې رد کړی. ژان پل سارتر، د فلسفي وجدان د خپلواکۍ په نوم، دا جایزه رد کړه. د هغه له نظره، نوبل د فکر د تصدیق یو سیسټم دی، نه د هغه د ازادۍ اعتراف. سارتر غوښتل وښيي چې وجدان هغه وخت اصیل وي، کله چې د تصدیق له وسوسې ازاد وي. دا رد د نوبل د فکري سیاست پر وړاندې یو بغاوت و — یو بغاوت چې د نوبل د ظاهري اخلاقو تر شا د پټې واکمنۍ فلسفه ښکاره کړي.
د سارتر تر څنګ د ټالسټای مثال هم د وجدان د خپلواکۍ ژوره بڼه ده. ټالسټای، که څه هم د بشریت ترټولو ژورو لیکوالانو څخه و، هېڅکله د نوبل د جایزي برخه نه شو. داسي نه وه چې هغه ادبي کمزورۍ لرلې، بلکه د هغه وجدان د تمدني قناعت له نظام سره په ټکر کې و. هغه د وجدان هغه بڼه وړاندې کوله چې له قدرت، شهرت او له ځانګړي تنظېمه ازاده وه. داسي وجدان د نوبل د معیارونو لپاره خطرناک دی، ځکه دا وجدان د نظام د اخلاقو نه، بلکې د انسان د داخلي رڼا څخه منشا اخلي.
همداسې، جویس، بورخیس، او وولف — هغه نومونه دي چې د نوبل د فکري سیوري نه بهر پاتې شول، خو د نړۍ د وجدان فکر یې بیا هم بدل کړی. دا ټول ښيي چې د هنر ریښتینی ځواک د جایزې تابع نه دی. د نوبل جایزه د تمدني قناعت جایزه دی، خو د وجدان اصیلي جایزه د انسان د داخلي صداقت ږغ دی، او دا دواړه تل سره په ټکر کې پاتې کېږي.
ادب د انسان د تجربې هنداره ده، خو کله چې دا هنداره د نړېوال سیاست د تفسیر وسیله ګرځي، نو د حقیقت تصویر له خپل اصل څخه بدل کېږي. د نوبل جایزې فلسفه دا بدلون رسمي کوي، د وجدان د اخلاقو تر نامه لاندې د تمدني نظم یو فکري مشروعیت ورکوي. دا مشروعیت د بشر د وجدان له ازادۍ نه، بلکې د هغه له منظم تعریف څخه راولاړېږي. نوبل جایزه موږ ته دا ښيي چې وجدان هم د سیاست برخه ده، او اخلاق هم د تمدني واک یوه بڼه لري. هم داسي دا جایزه د یوې فکري جګړې د سمبول په توګه هم درک کېدای شي. دا جګړه د ادبیاتو د روح او د نړېوال سیاست د ذهن ترمنځ ده. یو لیکوال چې د خپل دروني صداقت او د زمانې د غوښتنو ترمنځ ولاړ وي، تل د یوې داسې فکري محاکمې ښکار وي چې پکې د وجدان او سیاست ترمنځ د صداقت قیمت ډېر لوړ وي. د نوبل د جایزې تاریخ د همدې تضادونو له رڼا او سیورې جوړ دی — داسې ځای چې هنري عظمت د نړیوالو ګټو د تګلارو سره مخ کېږي او د وجدان غږ د ډيبلوماټیکو خاموشیو تر سیوري لاندې راځي.
کله چې د لیکوال نوم د نوبل په اعلان کې راځي، د نړۍ وجدان یوه شیبه تم کېږي، خو دا تم کېدل د حقيقي درک نښه نه ده، بلکې د نړېوال سیاست د فرهنګي محاسبې یوه لحظه ده. ځکه د جایزې تر شا تل یو ناپېژندل شوی منطق پروت وي — د کوم ادیب د اثر له لارې باید نړۍ ته کوم پیغام ولېږل شي؟ د چا وجدان باید د انسانیت د نوم لاندې مشروع شي؟ او د چا ږغ باید د وجدان د نړېوال استازي په توګه وپېژندل شي؟ دا ټولې پوښتنې د نوبل د ادبي جایزې فکري سیاست تشریح کوي.
د بېلګې په توګه، که موږ د سارتر، پاسترناک، ګارشیا مارکز، او اورهان پاموک تجربې وګورو، نو داسي ښکاري چې د نوبل جایزه یوازې یو ادبي افتخار نه دی، بلکې د نړېوال فکر یو سیاسي توازن هم پکې منعکس دی. سارتر چې دا جایزه نه ومنل، په اصل کې د همدې فکري استعمار پر ضد ولاړ و. هغه پوهېده چې د وجدان د آزادۍ قیمت باید د جایزې د سند په لاسلیک کې ورنه کړي. هغه د خپل ادبي وجدان د استقلال دفاع وکړه او نړۍ ته دا وښودله چې ادبیات د وجدان او نه د قدرت د امضا نتیجه ده.
خو له سارتر وروسته ډېرو لیکوالانو دا توازن له لاسه ورکړ. د جایزې تسلسل د وجدان له سیاست څخه د قدرت د اخلاقو لور ته واوښت. هغه څه چې پخوا د وجدان یو اعلان و، ورو ورو د نړېوال مشروعیت یوه ډیپلوماټېکه ژبه شوه. اوس د نوبل د اعلان پر مهال د نړۍ رسنۍ د فکر پر ځای د سیاست ننداره کوي. د ادبیاتو ژبه د قدرت د ژبې په قالب کې را ایسارېږي او د وجدان اصلي شور د نړیوال تصویر د مصلحتونو تر پوښ لاندې پټېږي.
خو سره له دې، نوبل لا هم د انسان د فکري تاریخ یوه استثنايي وسله ده. ځکه چې د هرې جایزې تر شا، که سیاسي اراده هم وي، خو دا هم حقیقت دی چې د یو لیکوال اثر باید د خپل وخت د فکر، درد او وجدان تمرکز بدل کړي. له همدې امله د نوبل له لارې موږ د نړۍ د فکري نبض احساس کولای شو. که د یوې زمانې نوبل ګارشیا مارکز ته ورکول کېږي، دا مانا لري چې نړۍ د استعمار، حافظې، او د خیال د مقاومت تر منځ د فکر بدلون ته رسېدلې ده. که “کازو ایشيګورو” ته ورکول کېږي، دا نخښه ده چې د یاد، هېرېدو، او د انسان د دروني خاموشۍ موضوعات د معاصر وجدان اساسي سوالونه دي. نو نوبل، که څه هم د سیاست له اغېز څخه خالي نه دی، خو بیا هم د بشري فکر د ژورتیا د اندازه کولو یو فلسفي معیار پاتې شوی.
د فکري لحاظه، نوبل د «جهاني وجدان» یو مصنوعي استازیتوب دی. دا وجدان په ظاهره ازاد دی، خو په باطن کې د تمدن د مرکزونو د تعریف تابع دی. دا معنا لري چې د نړۍ وجدان هم د میان او څنډې ترمنځ وېشل شوی دی. هغه ادیب چې د یورپ له فکري تاریخ سره تړاو ولري، د نوبل احتمال ورسره ډېر وي، خو هغه لیکوال چې د استعمار له ژبې، له سیاست، او له تاریخ سره مبارزه کوي، د نوبل له ګردابه ډېر لیرې ساتل کېږي. دا حالت د نړېوال فکر د یوه فکري تضاد څرګندونه کوي — وجدان د میان/مرکز تابع شوی، او څنډې لا هم د مشروع اورېدلو په انتظار کې دي. سره له دې، د نوبل د انتخاب هر کال موږ ته دا یادونه کوي چې ادبیات لا هم د سیاست تر ټولو نرم، خو اغیزناکه مقاومت دی. که نوبل د یوې ژبې، یوې جغرافیې، یا یوې مفکورې ملاتړ هم وکړي، خو دا هم نه شي رد کېدای چې د هرې جایزې له اعلان سره یو نوی بحث، یو نوی فکر، او یو نوی وجدان را بیدارېږي. نوبل دا بیداري ممکن د مصلحت له مخې پېل کړي، خو د لوستونکو وجدان دا بیداري د صداقت له مخې دوام ورکوي. ځکه لوستونکي د جایزې پر سیاست باور نه کوي، بلکې د ادبیاتو پر روح.
په همدې توګه، نوبل د «اعتبار» او «اعتراض» ترمنځ د توازن نښه ده. هغه لیکوالان چې دا جایزه اخلي، که وجدان لري، نو د وجدان د مسؤلیت دروند بار هم ورسره اخلي. ځکه نوبل یوازې افتخار نه دی، بلکې مسؤلیت هم دی — مسؤلیت د دې چې د فکر، وجدان او انسانیت هغه فضا وساتي چې د جایزې تر شا د انسان د نړېوال وجدان اساس جوړوي.
د نوبل له زاویې، ادبیات د تمدن د خپل منځني وجدان تفسیر دي. د نړۍ هره دوره د ادبیاتو له لارې ځان ته وجدان جوړوي. کله چې تمدن د ظلم او استعمار لور ته ځي، ادبیات د بغاوت ږغ پورته کوي؛ او کله چې تمدن د وجدان او اخلاقو د زوال پر پله ولاړ وي، نوبل د هغه ضمیر د ورکېدنې ننداره کوي. دا پخپله یو فلسفي پاراډوکس دی — نوبل جایزه د انسان د وجدان ښکارندوی هم ده، او د هغه د سیاست انعکاس هم.
په دې توګه، د نوبل جایزه ادبیات د نړۍ د فکر یوه نقشه وړاندې کوي. دا نقشه ښيي چې نړۍ څنګه د قدرت او وجدان ترمنځ توازن پیدا کوي. نوبل د فکر د اعتبار د توزیع یوه ژبه ده. خو دا توزیع د برابرۍ پر بنسټ نه ده، بلکې د مرکزونو د مشروعیت پر بنسټ ده. سره له دې، د هرې جایزې تر شا دا امکان هم پروت وي چې د فکر یو نوی لوری وزېږي، یو نوی وجدان راپورته شي، او یو نوی فکري انقلاب پېل شي.
په پای کې، د نوبل جایزې فلسفه دا ښيي چې ادبیات یوازې د ښکلا او ژبې هنر نه دی، بلکې د وجدان او مسؤلیت هنر هم دی. د ادیب د کلمې ارزښت د جایزې په اوسپنیز تمثال کې نه بلکې د هغه د فکر په اخلاص کې دی. نوبل ممکن د وخت سیاست تعریف کړي، خو د ادیب وجدان د زمانې وجدان تعریفوي. د نوبل د سیاست تر شا دا ابدي حقیقت پټ دی چې ادبیات تل د قدرت نه، بلکې د انسان د داخلي ازادۍ له سرچینې زېږي. دا ازادي، که څه هم نازکه خو د نوبل له سیورې لویه ده. ځکه د ادبیاتو حقیقي نوبل هغه دی چې د انسان د فکر او وجدان په زړه کې اېښودل شوی وي — نه هغه چې په استاکهولم کې اعلانېږي، بلکې هغه چې د یو صادق لیکوال په وینه لیکل کېږي.