شنبه, اپریل 27, 2024
Home+معترضه جمله په کومه نښه بېلېږي «–/،/ -، ()»؟

معترضه جمله په کومه نښه بېلېږي «–/،/ -، ()»؟

عصمت الله صالح ||
په پښتو متن کې کله ناکله داسې جملې راشي، چې هم یې ضرورت د لیکلو وي او هم جملې او پراګراف بې خونده کوي، نو څه کول پکار دي؟
لومړی دوې بېلګې لیکم:
دا لاره – چې ته پرې روان یې – زما د معشوقې کور ته تللې.
د انګلیستان «برمنګم» ښار – چې همېشه پکې باران ورېږي – خورا ښکلې منظرې لري.
پورته دوې خورا کوچنۍ بېلګې دي، ممکن ځینې کسان له دا ډول جملو سره ډېر مخ شوي وي، خو کله چې یې لیکلې وي، نو جمله به بې‌خونده ورته ښکاري، ناروانه او بېخونده به ځکه وي، چې دا «منځ‌پېښه» به یې د دې جملې په اړونده لیکنښه نه وي بېله کړې.
تاسو کتابونه وګورئ، ډېر ستر لیکوال دا جمله په کامه (،) یا په لیندۍ () بېلوي، ځکه یې له جملو او پراګرافونو خوند نه اخیستل کېږي. خو که چېرته معترضه په دش (–) بېله شي، نو د هر ډول جملې د ۹۵ سلنه روانوالي ضمانت کېدای شي.
دلایل:
۱ – معترضه جمله په کامه (،) ولې نه بېلېږي؟
په ځواب کې یې دوه دلیلونه شته:
لومړی، کامه یوازې د لنډې دمې نښه ده، مثلاً، نومونه، صفتونه، ځینې لنډ سرلیکونه او… خو منځ‌پېښه ډېر ځله بشپړه مانا ورکوي.
دویم، ځینې وخت په جمله کې د کامې (،) استعمال دومره زیات شي، چې که معترضه هم پرې جلا شي، نو په اصلي جمله کې معترضه جمله نشي مشخص کېدای، چې په پای کې متن ورسره بې‌خونده شي.
خلاصه، هغوی که غواړي چې خپل پراګرافونه منطقي او روان پایته ورسوي، نو په جملو کې دې د معترضې له زیات استعماله ځان وساتي، خو که بیا یې هم معترضه په اصلي جمله کې نشوای ګنډلی، مانا پیل او پای ته یې نشوای وهلی، نو بیا دې دا منځ‌پېښه د لیندیو، کامو او یا نورو لیکنښو پرځای یوازې په دش (–) بېله کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب