پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

د دې وضعیت ریښه په فرهنګ کې هم لټولی شو. په داسې فرهنګ کې د انسان ژوند ته کافي اهمیت نه ورکوي او تابوګان یې د انسان د ژوند د ساتنې پر محور نه، بلکې د انتزاعیاتو او توهماتو پر محور رغېدلي دي. مثلاً داسې فرهنګ چې د وطن د یوه مترقي پادشاه د مېرمنې سرتور عکس خپرېږي او زرګونه کسان په جذبو او ولولو راځي چې پاڅون وکړي او هغه حکومت نسکور کاندي. (۷) یا هلته چې د دنیا په یوه بل سر کې یو ناپوهه کشیش د قرآن د سوځولو نیت کوي او د دنیا په دې سر کې د دې خبر په اورېدلو سره زرګونه خلک لارو کوڅو ته راوځي، او مکتبونه او بانکونه سوځوي. (۸) یا چېرته چې خلک یو ګونګوسی اوري چې ګواکې یوې نجلۍ د قرآن پاڼې په زیارت کې سوځولې دي، مخکې له دې چې د دې خبرې رښتیا درواغ معلوم کړي زرګونه کسان لیوني کېږي، د دېوانو غوندې حمله کوي او د لېوانو غوندې هغه داړي او بیا یې جسد ته اور اچوي. (۹) دا ټولې پېښې د فرهنګ د سختې ناروغۍ نښې دي او عادي باید ونه ګڼل شي. طبیعي ده چې داسې فرهنګ د بل وړ فکر کوونکو او سرلارو په وژلو کې هم کوم قباحت نه ویني او د هغوی قاتلان هم نه غندي. خو، دا ټوله ښکارنده په تېرو څلورو لسیزو کې یوازې د فرهنګ په وجه نه ده، ځکه چې د زرګونو فکري او سیاسي سرلارو د وژلو تنظیم او مدیریت د فرهنګ کار نه دی او ماهیت یې داسې نه وايي.

سره له دې چې فرهنګ په یو ډول سره د دې خونړي بهیر چارې آسانې کړې دي، خو هغه څه چې دا بهیر په ناورین اړوي، بل شی دی، داسې شی چې په شلمه پېړۍ کې وغوړېده او پر سیاسي او ټولنیزو تحولاتو یې ژوره اغېزه وکړه. دا شی ایډیالوژي ده، هم چپي ایډيالوژي او هم مذهبي ایډیالوژي. دغو ایډیالوژيو د انسان دریځ او مقام راټیټ کړ او د ایډیالوژیکو مفکورو او شعارونو په مقابل کې یې د انسان ژوند کم ارزښته کړ.

د شلمې پېړۍ ایډیالوژیو هڅه کوله چې د بشر د تاریخ او د انسان د بدمرغیو او ټولنیزو ستونزو یو لوی روایت وړاندې کړي او د لا بهترې دنیا د جوړلو لپاره ځینې حل لارې وښيي. دې ایډیالوژیو خپلې دعوې په جزم او قاطعیت سره پیغمبروزمه طرح کولې او هماغه متصلب او قاطع لحن دې ته بس و چې خپل لارویان له یقینه ډک او په ولولو موړ کړي، ګواکې د دنیا ټول حقیقتونه یې موندلي دي. د دې ایډيالوژیو په اړه ډېرې خبرې شوې دي او په نقد کې یې مهم کتابونه کښل شوي دي. (۱۰) دلته بحث په دې باندې دی چې د ټولنې د سرلارو وژل څنګه د دې ایډیالوژیو په مټ مشروع کېږي.

د ایډیالوژیو داسې انسانان په کار وو چې هم د فرد او هم د ټولنې په حیث پاک، بې عیبه او په تول پوره وي نو ایډیالوژۍ له مدارا او تسامح سره یو مخ نا آشنا وې ځکه چې مدارا او تسامخ له هغه چا سره کېږي چې خطا کوي او دوی خو خطاکاره انسانان له سره نه غوښتل. د ایډیالوژيو په نظر خلک دوه ډلې دي، ښه او بد، او نړۍ هم په دوو کمپونو وېشل شوې ده، د خیر او د شر کمپونه. بدان د ختمولو او ښه د حکومت کولو لایقان وو. د هغوی په باور، نړۍ باید له داسې کسانو څخه په قهر او خشونت سره پاکه شوې وای چې دوی بد انګېرل. د چپي ایډيالوژي جوړوونکو نظر دا و چې د تاریخ اورګاډی د بې طبقې او اشتراکي نړۍ خوا ته چټک روان و او هېچا حق نه درلود چې سرعت یې راکم کړي، که نه نو باید د دې اورګاډي تر ارابو لاندې خچ پچ شي. د مذهبي ایډیالوژي جوړوونکو نظر بیا داسې و چې نړۍ د هغه آخر الزمان خوا ته روانه ده چې موعود منجي په کې را څرګندېږي او داسې خلافت او امامت رامنځته کوي چې دوی ته به اعظمت او برم او پرتم ورکوي، نو هر څوک چې د دې بهیر په ګړندي کولو کې مرسته نه کوي، باید چې ټوک ټوک شي. د مسیحیت او یهودیت محافظه‌کاران هم د داسې روایت خپله نسخه لري [مسیحیان باور لري چې حضرت عیسی به د بشر د ژغورلو او سمې لارې ته یې د برابرولو لپاره راځي او مسیحیت به په ټوله نړۍ کې منل کېږي او یهودان بیا د حضرت موسی د راتلو لاره څاري. ژباړن] د ایډیالوژیو په باور هغه انسان چې په نظر یا عمل کې د دوی له معیارونو سره برابر نه وي، نامطلوب عنصر دی او د نورو په فکري او اخلاقي سلامتۍ کې خلل اچوي. د دوی په باور، بل وړ فکر کوونکي یوازې نا مطلوب نه، بلکې خطرناک او تاواني عنصر هم دی، ځکه چې نور هم فکر کولو ته اړ ایستلی شي، پوښتنې کولی شي، ایډیالوژیک مُسَلَمات له مُسَلَمتوب څخه غورځولی شي، مسلط روایتونه ننګولی شي، نور کتاب لوستلو ته هڅولی شي، د عقلانیت دفاع او د استدلال ملاتړ کولی شي او په دې توګه د هغو کلکو او پولادي یقینونو او بارونو ځای به ګڼې ولې‌ګانې او څنګه‌ګانې او خوګانې ونیسي. ښکاره خبره ده چې د دې وضعیت خپرېدل به نه یوازې دا چې د تاریخ د اورګاډي سرعت کموي، بلکې خلکو ته به وښيي چې اصلاً کوم اورګاډی شته نه و څه چې خلکو ته یقیني ښکاري یو خوب او توهم دی.

د یقینونو ماتېدل او د پوښتنو لاره خلاصول او د نقدونو جرئت ورکول، د ایډیالوژۍ ځپلي انسان لپاره ډاروونکی خوب دی، ځکه چې د د هغه د اقتدار او سلطې اساس هماغه ایډیالوژي ده. په همدې وجه د دې چارو د مخنیوي لپاره کولی شو چې انسانان عمري بندیان کړو او د شاقه کارونو لپاره یې سایبریا ته ولېږو او یا یې د انسان سوځولو په بټیو کې واچوو او له جسدونو څخه یې صابونه جوړ کړو. د دوی په نظر، فکری سرلاري چې آزاد فکر کوي، د سُنت پردې لرې کوي، له ایډیالوژیکو شعارونو سره لاس او ګرېوان کېږي، او د ایډیالوژیو په لاس جوړو شویو خدایانو سره غېږه باسي، مصیبتونه دي او مخه یې باید ونیول شي او که لازمه وي، ووژل شي. همدا وار له مخکې فرضونه وو چې په افغانستان او ډېرو نورو شرقي او ناورین ځپلو ټولنو کې زرګونه د کتابونو لوستونکي، پلټونکي او آزاد فکره انقلابي ځوانان د مرګ کومي ته ولوېدل او د سرلارو د وژلو ښکارنده زموږ د معاصر تاریخ برخه شوه.

که ټولنه روغه وي او هوښیاره فرهنګ ولري، د داسې کسانو رادبره کېدل چې نوي فکرونه لري او متفاوت فکرونه کوي، له تکرار او تقلید څخه وړاندې ځي او پخپله په فکري او  نظري نوښتونو لاس پورې کوي، ان که یې په کارونو کې ځینې نیمګړتیاوې او خطاګانې هم وي، بیا هم مبارک ګڼل کېږي او تداوم یې د ټولنیزې ودې د تداوم سبب بلل کېږي. بل وړ فکر کوونکي انسان ته د منحراف او مرتد په سترګه نه، بلکې د داسې انسان په سترګه وګورو چې فکري بلوغ ته رسېدلی دی، چې پخپله یې د فکر کولو مسوولیت اخیستی دی. هغه داسې آزاد انسان دی چې د ذهني بتانو له بنده‌ګۍ خلاص شوی دی، انساني پوهې ته یې درناوی کړی دی او د پرانیستو او پراخو افقونو په لوری یې الوت کړی دی. هغه د پېغور او تکفیر او لعنت ویلو لایق نه دی، بلکې د تشویق او قدرونې لایق دی. خو درېغه چې په لعنت شویو ټولنو کې سرلاري مجبور دي چې د شاملو دغه شعر له ځانه سره زمزمه کړي:

از مرگ هرگز نهراسیده‌ام

اگرچه دستانش از ابتذال شکننده‌تر بود.

هراس من –باری- همه از مردن در سرزمینی است

که مزد گورکن

از آزادی آدمی

افزونتر باشد.

مل‌لیکونه:

  1. آکسفورډ ډیکشنري، دElite. د کلمې توضیح
  2. سوره بقره، آیه 87.
  3. سورۀ حجر، آیه 99.
  4. ایمانویل کانت د نږې پوهې د نقد په کتاب کې د انسان د فاهمه قوې د محدودیتونو د ښودلو لپاره تر ټولو نوی کار کړی دی.
  5. کېدای شي د یاد شویو شخصیتونو په اړه د نظر اختلاف او مناقشې وي، خو دلته مقصد د کومې خاصې ډلې پلویتوب نه دی، بلکې د دې ښکارندې توضیح مو مقصد دی.
  6. سورۀ مائده، آیه 32
  7. کله چې د افغانستان سمونپال پاچا امان الله خان له بریټانیا څخه د افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه، د هغه د راپرځولو لپاره توطئه شروع شوه او په دې منځ کې د افغانستان په مختلفو سیمو په تېره بیا په جنوبي او مشرقي سیمو کې د هغه پر ضد ډېر تبلیغات پیل شول او په دې تبلیغاتو کې د هغه د مېرمنې داسې عکسونه خپاره شول چې هغه یې سر تور سر ښکاروله.
  8. مراد، ټیري جونز، هغه امریکايي کشیش دی چې د سپټمبر د یوولسمې په یاد یې د قرآن مجید د نسخو د سوځولو قصد کړی و. د هغه دې کار د ۲۰۱۱ په مارچ کې ډېرې مناقشې راولاړې کړې او د امریکا دولت او ډېرو نورو هېوادونو د هغه کار وغانده.
  9. د فرخندې په نامه یوه نجلۍ چې د کابل په شاه دو شمشیره زیارت کې د قرآن د پاڼو په سوځولو تورنه شوه او بیا سلګونو کسانو هغه په وحشیانه ډول ووژله او په جسد یې اور پورې کړ.
  10. یو بهترین کتاب چې د ایډیالوژیو په اړه لیکل شوی دی، د فرانسوا شاتلیه «تاریخ الایدیولوجیات» دی چې په دریو ټوکونو کې چاپ شوی دی. پر دې سربېره، ځینو نورو لیکوالو لکه کارل پوپر او هانا آرنټ هم په خپلو کتابونو کې د ایډیالوژیو نقد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب