شنبه, جولای 27, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر راپور (۴۱) / خدیجه

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر راپور (۴۱) / خدیجه

ځای: انلاین
نیټه: د اپریل پنځم ۲۰۲۴
ګډوونکو شمیر: ۱۷
راپور لیکونکې: خدیجه

د افغان ښځو انلین ادبي بهیر دې اوونۍ غونډه کې نعیمه غني د ماشوم ادبیاتو په اړه ځانګړی پرزینټیشن وړاندې کړ چې دا به دوه اوونۍ نورې هم دوام کوي. په دې پرزینټیشن کې د ماشوم ادب نړیوالې مخینه، په افغانستان کې د ماشومانو ادبیات، ولې باید ماشومانو ته کیسې ولیکو؟ څنګه او په کومو قوانینو باید ماشومانو ته کیسې ولیکو خبرې وکړې. همدارنګه په پای کې د ګډونووالو لپاره تمرین هم وو.
پیل یې د ماشوم ادب نړیواله مخینه باندې وکړ. دې وویل د ماشوم ادب څنګه چې کتابونو کې نوی دی هغومره نوی ندی بلکې ډېر پخوانی دی، چې په لومړیو کې په شفاهي توګه د کیسو، ترانو او اشعارو ویل وو او ډېره روزنیزه او دیني بڼه یې لرله. په اتلسمه پیړۍ کې د ماشوم ادبیات په ساده او ځانګړي ویش سره رامنځته شول. په ۱۹۶۲ کې فرانسوي مورخ فلیپ اریس ( د ماشومتوب پیړۍ) کتاب کې ادعا کړې چې ماشومتوب مدرن مفهوم دی چې نوی راپنیځیدلی او په تیرو زمانو کې ماشوم له لویانو سره چندان توپیر نه درلود، او ځانګړی چلند ورسره نه کیده. په اوولسمه پیړۍ کې د ماشومتوب مفهوم په اروپا کې ظهور وکړ. ماشومان له لویانو بیل وګڼل، بې ګناه، د لویانو حمایت او ښونې ته اړتیا وړ موجودات. د جان لک د فلسفې په اساس ماشوم یوه خالي ورقه یا تخته ده، او دا چې ماشوم په خالي ذهن سره نړۍ ته راځي د حسي تجربو په مرسته یې ذهن ډکیږي او وده کوي. هغه وړاندیز درلود چې ماشومانو ته دې په زړه پورې او اسانه کتابونه ولیکل شي او د مصورو کتابونه پیشنهاد یې هم وکړ. د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې د ماشومانو لپاره ډېر او متنوع کتابونه چاپ شول، دا وخت د ماشوم ادبیاتو لپاره زرینه دوره هم بلل کیږي.
تعریف: هرهغه مت چې په عمدي یا غیر عمدي توګه د ماشوم لپاره لیکل شوی او ماشوم ورسره ارتباط ټینګولی شي همدارنګه د هغه د عواطفو، احساساتو او ښکل پیژندنې حس راوپاروي، او د ماشوم د ودې او پیژندګلوي سبب شي د ماشوم ادبیات دي. یاهم په ساده ډول هرهغه مت چې د ماشوم لپاره بوختیا او ښکل ترڅنګ روزنیږ څه وړاندې کړي د ماشوم ادبیات دې. ډېرو ته د ماشوم ادبیات ځانګړي تعریف نلري.

په افغانستان کې د ماشوم ادبیات:

د نورو عصري پرمختګونو په څېر ماشوم ادبیات هم په افغانستان کې ډيره نوې پدیده ده خو دا یوازې کتبي بڼې ته اشاره ده ځکه چې په افغانستان کې د نړۍ د بلې هرې برخې په څير شفاهي ادبیات له ډير پخوا راهیسې د ماشومانو یوه په زړه پورې تفریح او د لویانو او ماشومانو تر منځ د اړیکې يوه قوي وسیله پاتې شوې ده. همدا ادبیات دي چې پلرونو او میندو به خپل د زړه خبرې او اساسي ټولنیزې، دیني او معنوي لرښونې، ټوکې او ساعتتیرۍ د خپلو ماشومانو تر غوږونو رسولې او بیا تر دې چې ماشوم ادبیات په کتبي بڼه رامنځته شول. په تیرو سلو کلونو کې د انیس کودک له اخباره څخه راپیل او د جمهوریت په تیره شل کلنه دوره کې تر بل هر وخت ډير وغوړیدل، کار ورته وشو او افغان ماشومان د بیلبیلو ژانرونو له ادبیاتو سره بلد شول. ولې باید ماشوم ته کیسې ولیکو؟
ژان ژاک روسو په خپل کتاب (امیل) کې چې د ماشوم د روزنې او ښوونې په برخه کې ډير مهم کتاب دی لیکي چې د ماشوم لپاره کیسې لوستل ګټه نه لري هغه وايي د دې پر ځای چې ماشومان مو په کیسو کې سرګردانه کړی هغه ته خپل ځان وروپیژنی. د هغې د دې خبرې مطلب دا دی چې کیسې د درسي موادو په توګه په ښوونه او روزنه کې مه کاروی. د رسو د کتاب ټول تاکید په دې دی چې مخکې له دې چې ماشوم یو ډاکتر، انجینیر یا هم عسکر وروزی هغه ته خپل ځان وروپیژنی او هغه یو مکمل انسان وروزی. خو د دې خبرې د تحقق لپاره موږ کیسو ته اړتیا لرو. دا سمه ده چې کیسه باید د درسي موادو په توګه ونه کارول شي خو کیسه د کمکي درسي موادو په توګه د تدریس او زده کړې په پروسه کې اسان والی راولي، په ځانګړې ډول د ماشوم لومړیو کالو کې، ځکه تدریس پرته له کیسو یکنواخت کیږي او د ماشوم لپاره ستړې کوونکی کیږي. له بل پلو که موږ ماشوم ته ځان او
انساني ارزښتونه ورپیژنو نو د هغې لپاره به یو الګو ته اړتیا وي، په چاپیریال کې داسې کس پیدا کول ستونزمن دي چې ټول ښه اړخونه ولري نو دا تشه کیسې ډيره ښه ډکولی شي. ماشومانو ته کیسې لیکو نو باید لومړی په دې پوهه شو چې ماشوم څوک دی؟ او زما کیسه د چا لپاره ده؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره ماشوم ادبیات په سر کې د عمر پر اساس په کتګوریو ویشل شوي:

.1 له یو کال څخه تر دری کلن ماشومان
.2 له دریو څخه تر پینځو کالو ماشومان
.3 له پینڅو څخه تراته کلونو ماشومان
.4 له اته کلنو تر یولسو کلونو ماشومان
.5 له دولسو تر پنځلسو کلونو ماشومان
.6 له پنځلسو تر اتلسو کلنو نوی ځوانان

د لیکنو څومره والی او څرنګ والی

– تر ۳ کلونو ماشومانو ته باید تصویري کتابونه ولیکل شي، رنګارنګ رسامي او تصویرونه د ماشوم د ذهن ودې لپاره اړین دي.
– تر ۵ کلونو ماشومانو لپاره تصویري او مت سره دستانونه له ۱۴-۱۲ پاڼو پورې وې چې د لویانو لخوا ماشومانو ته لوستل کیږي.
– له ۵ تر ۸ کلونو پورې لومړنۍ مطالعې کتابونه ۸۰-۳۰ پاڼو پورې وې او ستندرد مت لري.
– له ۱۲-۸ کلونو لپاره د ماشومانو رومانونه له ۳۰۰-۱۰۰ پاڼو پورې لیکل کیږي.
– او له ۱۲ کلونو وروسته د لویانو په کچه د لوي حجم کتابونه لیکل کیږي.

دې زیاته کړه چې افغانستان کې دې ستندرد ته ډېر پام نه کیږي. لومړی دا چې د ماشومانو کتابونو چاپ کول مصرف ډېر دی، خپل خاص کاغذ لري چې نه خرابیږي او د رسامي او تصویري کتابونو چاپ نسبتا په نورو کتابو مصرف لوړ دی. او بل د مطالعې دود او ظرفیت کم دی، خلک ډېر مطالعې سره بلد ندي.

قوانین اړین دي که لیکل؟

مخکې له دې چې مو کیسه نه وي لیکلي د کیسه لیکلو په قوانینو ډير فکر مه کوی. دا خبره به دلته مناسبه نه ښکاري خو د ډیرو لیکوالو تجربه همدا راته وايي. که څه هم قوانین هر چیرته د کنترول او رهنمایی په موخه جوړېږي خو دا هم ټولو ته معلومه ده چې همدا قوانین په لومړي سر کې ویرونکي دي او ممکن جرئت او تلوسه مو راکمه یا هم له منځه یوسي. که د کیسه لیکلو شوق لری او کومه موضوع په ذهن کې لری نو سم لسي په کیسه لیکلو پیل وکړی او حتی که کیسې په ځای یوازې څو پراګرافه هم لیکلی شی نو مه ورته تم کیږی او ویې لیکی. قوانین لر راښيي، لر مو نه بندوي. وروسته له ګډونوال پوښتنه مطرح کړه چې د خپل ماشومتوب په زړه پورې کیسه کومه وه؟

شفیقه خپلواک وویل په ماشومتوب کې کوم خاص کتاب ندی لوستی ځکه لسرسي ورته محدود وو، او دا د ډېرو افغان ماشومانو لپاره یو لوي محرومیت وو، یوه لویه خل وه. دې زیاته کړه وروسته له هغه چې مصور بنسټ لسګونه کتابونه د ماشومانو لپاره چاپ کړل لسرسي ورته اسانه شو. نو یوازې همدا فولکلوریک کیسې وې، دې د نورو نظر د پښتو فولکلوریک ادبیات چې نسبتا ډېر غلیظ او ښکنځمار دي چې ډېر یې په ساتلو نه ارزي وپوښت.
نعیمه غني په جواب کې وویل چې د پښتو فولکلوریکي کیسې ډېرې غلیظي دې او اصلحاتو ته اړتیا لري. ډېرو پای نه معلوم وو یوازې به د ماشوم بوخت ساتلو لپاره کولې، او ځینې پوره انتقال شوې ندې. دې د ماشومتوب د ( ګونګټې او موږک ) کیسه د بیګلې په ډول شریکه کړه.

ګلالۍ مومند وویل چې دې هم د ګونګټې او موږ کیسه اوریدلې خو ډېرې به دسې کیسې هم وې چې ماشوم په وډار شي مثل د دیوانو کیسې. دې زیاته کړه چې غواړي د ماشوم ادب ته کار وکړي خو دا بهرژوند کوي نو ددې ځای ژوند به یې په لیکلو تاثیر وکړي نو څنګه کوی شي داسې یو منځګړې کیسې ولیکې چې هغه هم افغان ماشوم خپله وګڼي او هم یې دې ته لیکل اسانه وې؟ او کیداسې ژباړه هم یوڅوک وهڅوي چې وروسته پخپله لیکل وکړي؟

نعیمه غني په جواب کې وویل چې دا نسبتا مهمه خبر ده ځکه د افغان ماشومانو ستونزې او هیلې له نورو ماشومانو سره توپیر لري، نه یوازې د ماشوم ادبیاتو کې بلکې هره کسیه کې دا امکان شته که چیرې یوه کیسه یوځای کامیابه وې بل چیرې به نه وې. دې د ژباړې په اړه وویل چې خواره مهمه ده ځکه چې د غرب له موږ مخته دی او ډېر پر تخنیک سره ماشومانو ته لیکل کوي نو طبیعا چې ډېره مرسته به وکړي. دې زیاته کړه چې خپله یې هم ډېرې ژباړې کړې او دې د کیسو لیکلو کې ډېره مرسته ورسره کړې.

شفیقه خپلواک وړاندیز دا وو چې بهتره ده لومړی یوه کیسه ولوستل شي او بیا د هغې کیسې په تاثیر پښتو ژبې باندې یوه کیسه ولیکل شي، چې کریکټرونه افغان وې. ځکه ماشومان د کیسې کریکټرونه ایډیالیز کوي او دا وروسته بیا ډېر تاثیر په لري. نو ښه ده چې داسې کیسې تر جوړې شې چې هغه کې افغان ماشوم خپل ځان وویني.

ځلا نور وویل چې ماشومتوب کې ډېر کتابونه لوستې دې، خو هغه کیسې چې آنا یې ورته کړې له کتابو ډېر تاثیر په کړی او تر اوسه یې په یاد دي د بیګلې په ډول د ( سپږې او موږک ) یاهم د ( دوربي بي) کیسه. دې زیاته کړه داسې کیسې چې په خفګان پای مومي نه یې خوښیږې ځکه دا هم ډېره ورسره خپه کیږي. په پای کې د یو کتاب وړاندیز کولو غوښتنه وکړه چې د ماشوم لپاره ولوستل شي؟

نعیمه غني ورته د ( کوچنی شهزاده) کتاب وړاندیز کړ، او زیاته کړه چې د ماشوم لپاره لیکلو کې به ډېر مفید تمام شي.

شکیبا نادري له نعیمه غني مننه وکړه چې عالي پرزینټیشن یې وړاندې کړ او زیاته کړه چې د ماشوم ادب سره ډېره علقه لري. دې وویل چې ډېرې پښتو فولکلوریک کیسې یې چې اوریدلې وې مثل د ( دور بي بي) کیسه، په خیال کې د یوې افغانې جیلکۍ تصور وو چې تور اوږده ویښتان یې لرل، خو کله یې چې وروسته بیا کارتون ولید ( دختر موي طليي) ( repunzel (نو ددې له تصور بیخي بدله وه، چې دا هم په ماشوم ډېر بد تاثیر لرلی شي.

نعیمه غني وویل چې داسې کیسې چې د ماشوم د خیال په خلف وې او دومره لوي کلتوري توپیر پکې وې نو ماشوم ته کیسه پردي کیږي. همدې لپاره کیسې باید د ماشوم پخپله ژبه او کلتور جوړې شي ترڅو کلک ارتباط ورسره پیدا شي. دې زیاته کړه چې ماشوم ته باید داسې کیسه هم ونه لیکو څنګه چې زموږ وې، ځکه وخت او فکر بدلیږي نو د اوس وخت ماشوم ته په کتو باید کیسه ولیکل شي. په پای کې یوه وړه کیسه د تمرین لپاره شریکه کړه چې ګډونوالو پخپل فکر او تخیل کیسه پوره کړه. که ستاسې هم علقه لرئ نو دا لندې تمرین ترسره وکړئ او وبه ګورو چې یوه وړه کیسه په څومره نسخو بدلیدی شي. لندې مو د یوڅو ګډونوالو تمرینونه هم شریک کړي.

د لیکوالۍ تمرین:

لندې خالي ځایونه د خپلې خوښې په کلمو ډک کړی!
و نه و یو —- و. — تلو تلو تلو تر څو یو — په مخه ورغی. —- په —- کې لره ورکه کړه.
هغه شاوخوا وکتل او له لېرې یې —- ولیده. —- په —- غږ وکړ: د —- لره کومه ده؟ —– په —- —- وکړه او —- په بیړه د —- په لور ته وروځغستل. —- خوشحاله و چې بلخره یې لره پیدا کړې. هغه بیرته تر شا د — په لور وکتل. —- له لیرې ورته — او له ځان سره پریکړه وکړه چې نور به تل همداسې د ورکو—- مرسته کوي.
شبانه دوران
و نه و یو ځوان چې تازه له بهره راغلی و. خپل کلي ته له عمومي سړکه همداسې په تنګو کوڅو کې پلی تلو تلو تلو تر څو یو باغ په مخه ورغی. ځوان چې په لره په سوچونو کې ډوب وه لره یې ورکه کړه.هغه شاوخوا وکتل او له لېرې یې یوه ښایسته ماشومه ولیده. هغې ماشومې ته یې په مینه غږ وکړ: د ورته وویل، د بر کلي لره کومه ده؟ ماشومې په لس اشاره وکړه او یودم په بیړه د خپل کور په لور ته وروځغستل. بهر څخه راغلی ځوان خوشحاله و چې بلخره یې لره پیدا کړې. هغه بیرته تر شا د ګللۍ ماشومې په لور وکتل. په مسکا یې له لیرې ورته د مننې په پار اشاره وکړه او له ځان سره یې پریکړه وکړه چې نور به تل همداسې د ورکو خلکو مرسته کوي.
شفیقه خپلواک
و نه و یو کشپ و. دی تلو تلو تلو تر څو یو لوی کمر په مخه ورغی. د ورځې په پای کې لره ورکه کړه. (ورځ پای ته رسیدلې وه، تیاره خورېده خو ده لر ورکه کړې وه) هغه شاوخوا وکتل او له لېرې یې خړ دولفین ولیده. کشپ په خړ دولفین غږ وکړ: د زرینو کبانو د کور لره کومه ده؟ خړ دولفین په کل سر ل تېر کړ او چونګښې ته یې غږ وکړه او دواړو په بیړه د کیشپ لور ته وروځغستل. دوی دواړو کیشپ ته لس ورکړ او ورته وې وویل چې د لوی کمر چپ لور ته تېر شي، همداسې دې ځي، ځي، ځي د شنو مرغیړو لوی پټی به مخته ورشي، هغه سره دې تاو شي او د زرینو کبانو کور به وویني. کیشپ خوشحاله و چې بلخره یې لره پیدا کړې. هغه بیرته تر شا د خړ دولفین او
چونګښې په لور وکتل. هغوی له لیرې ورته موسک ول او لسونه ښورول او له ځان سره پریکړه وکړه چې نور به دی هم تل همداسې د ورکو شویو خلکو سره مرسته کوي.
معصوده رحماني
و نه و یو کوچنی هلک و. چې پر خپل توپ یې لوبې کولې او تلو تلو تلو تر څو لوی سرک پر مخه ورغی.
هلک په بیروبار کې لر ورکه کړه. هغه شاوخوا وکتل او له لېرې یې ترافیک ولیده، هلک په خوښۍ غږ وکړ: د ښوونځي لره کومه ده؟ ترافیک په لرس ښۍ کوڅې ته اشاره وکړه او په بیړه د هلک لور ته وروځغستل. هلک خوشحاله و چې بلخره یې لر پیدا کړه. هغه بیرته تر شا د ترافیک په لور وکتل. هغه له لیرې ورته وخندل او له ځان سره پړیکړه وکړه چې نور به تل همداسې د ورکو ماشومانو مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب