دوشنبه, دسمبر 2, 2024
Homeخبرونهد افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی استازی، حقاني خپل هیواد ته لوی...

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی استازی، حقاني خپل هیواد ته لوی خطر بولي

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۲ مه) د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، اصف دراني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو د رژیم د ثبات لپاره یو جدي ګواښ بللی دی.

ښاغلي دراني د یکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په (ایمبسیډر هال) کې یوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستاني طالبانو (TTP) د زیاتېدونکي نفوذ په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه خبرداری ورکړ چې د حقاني نفوذ د طالبانو په داخلي یووالي کې لا ډېر ګواښ رامنځته کولی شي.

دراني وویل: “د حقاني موقف د رژیم لپاره یو جدي خطر دی، په ځانګړې توګه د اوسني حالاتو په رڼا کې.”

د طالبانو داخلي اختلافات

ښاغلي دراني څرګنده کړه، په داسې حال کې چې درې جګپوړي طالب وزیران د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د هغې لارښوونې ملاتړ کوي چې په پاکستان کې د جهاد بندول غواړي، خپله اخوندزاده تراوسه داسې امر په ښکاره ډول نه دی ورکړی.

په ورته وخت کې، د پاکستان تقاعد شوی جنرال انعام‌الحق خبرداری ورکړ چې TTP په زیاتېدونکي ډول د حقاني له ډلې سره یوځای کېږي. هغه وویل: ټي ټي پي« ورو ورو د سراج الدین حقاني په ملیشې بدلېږي.»

ده زیاته کړه چې دا ډله د حقاني تر کنټرول لاندې سیمو لکه خوست، پکتیا، پکتیکا، او ننګرهار کې په نسبي آزادۍ فعالیت کوي.

پاکستان، چې د ټي ټي پي له لوري د حملو او بې‌ثباتۍ کال تجربه کړی، تور پورې کوي چې طالبانو په افغانستان کې دې ډلې ته پناه ورکړې ده.

دراني وویل:«ټي ټي پي موږ ته وسپارئ، چې البته هغوی به یې ونه سپاري.»

ده تور پورې کړ چې طالبان د کلتوري دودونو لکه پښتونولۍ یا اسلامي اصولو په اساس په سلیقه‌يي ډول د خپل دریځ د توجیه لپاره کار اخلي.

ښاغلي دراني دا ادعا هم وکړه چې د ټي ټي پي پټنځایونه ممکن په کندهار کې وي، چې اوس د طالبانو سیاسي پلازمېنه ده.

هغه زیاته کړه: «حقاني د خپلواکې شبکې او خپلواکې ارادې د لرلو له کبله د افغانستان د رژیم لپاره یو جدي ګواښ دی، او کېدای شي چې هغه لا ډېر خطرناک شي.»

څرګنده نه ده چې دراني دا څرګندونې د طالبانو په منځ کې د بې اتفاقۍ او پر یو بل د شک د زیاتولو لپاره کړي او که په رښتیا هم د دوی ترمنځ دا ډول توپیرونه شته.

د طالبانو دننه مختلفې تګلارې

جنرال انعام‌الحق د طالبانو دننه له ټي ټي پي سره د اړیکو په اړه داخلي اړخونه په ګوته کړل. هغه وویل چې د حقاني تر کنټرول لاندې سیمو کې مېشت د ټي ټي پي جنګیالي په زیاتېدونکي ډول د حقاني ځواکونو په څېر ځانونه جوړوي. هغه زیاته کړه:«ټي ټي پي د حقاني ملیشو یوه برخه ګرځي. په هغوی د کندهار فشار محدود ښکاري.»

دراني هم له دې اندېښنو سره همغږی و، او له پاکستان سره د حقاني وفاداري یې شکمنه بلله. هغه وویل: «دی ادعا کوي چې د پاکستان یو لوی دوست دی، خو ایا هغه له موږ سره مرسته کوي که زموږ په مقابل کې ولاړ دی؟»

طالبانو بیا بیا له ټي ټي پي سره د همکارۍ تورونه رد کړي دي او دا ادعاوې بې‌اساسه بللي دي.

د چارو ځینې کتونکي وايي چې په افغانستان کې د افغان طالبانو بري، د کوزې پښتونخوا طالبان هم هڅولي او دې باور ته رسولي چې بالاخره د پاکستان پوځ ماتولی او له پښتونخوا څخه شړلی شي. د افغان طالبانو بري د ټي ټي پي غړیو ته روحیه ورکړې خو پاکستان د دې لپاره چې د خپلو امنیتي ستونزو له پړې ځان خلاص کړي، د انتقاد ګوته افغانستان ته نیسي.

1 COMMENT

  1. in this TIME MORE THAN 1000 PTI MEMBERS KILLED BY PAKISTANI FAUJ. ALL ARE PUKHTOONS.
    AFGHAN TALIBS MUST SUPPORT T T P.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب