شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهکابل نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال کوربه دی

کابل نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال کوربه دی

تاند ( ۴ شنبه، د ثور ۲۶مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرهان حق ویلي، چې د سولې په چارو کې د دغه نړیوال سازمان د سرمنشي مرستیال ژان پیر لاکروکس به نن کابل ته په یوه سفر لاړ شي.

هغه د دې سفر موخه د ناچاوده توکیو د خطرونو او زیانونو په تړاو د نوموړي وینا ښودلې.

څرګنده نه ده، چې د سرمنشي مرستیال به طالب چارواکو سره هم ویني او کنه او که هو پر کومو موضوعاتو به غږیږي.

په دې ورځو کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لویه بوختیا، نړیوالې ټولنې سره د دغه هېواد د تعامل د لار پرانیستو په تړاو د دوحې د درېیمې ناستې پر برابرولو تمرکز دی.

تر اوسه د جاپان سفیر خپله په دې اړه د طالبانو یو شمېر چارواکو سره لیدلي، چې دې ناستې ته د پلاوي استولو لپاره یې وهڅوي او د یوناما مشره ایران ته تلې چې د ایراني چارواکو په وسیله په دې اړه طالب چارواکي فشار لاندې راولي او راضي یې کړي.

د تاند وېب پاڼې د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې دا ناسته د راتلونکې جون میاشتې په دېرشمه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.

سرچینې زیاتوي، چې له ناستې مخکې تمه ده په نږدې وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال کابل ته د یوه پلاوي په مشرۍ لاړ او هڅه وکړي چې طالب چارواکي دغې ناستې ته د پلاوي په استولو راضي کړي.

تر اوسه نه ده څرګنده، چې نننی سفر همدغو خبرو سره تړاو لری که د ملګرو ملتونو کوم بل مرستیال یا مرستیاله به طالب چارواکو سره د دوحې ناستې په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راځي.

د تاند سرچینې دا هم وایي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په ډېر ګومان د دوحې د راتلونکې ناستې مشري نه کوي او دا چاره خپل مرستیال ته سپاري.

د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه تاند ته د باوري سرچینو معلومات – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب