شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهغور کې د یوې نظامي چورلکې سقوط

غور کې د یوې نظامي چورلکې سقوط

تاند ( ۴ شنبه، د ثور ۲۶مه) راپورونه وایي چې د غور ولایت په مرکز فېروز کوه ښار کې نن د طالبانو د رژیم یوه نظامي چورلکه سقوط شوې ده.

د سیمه ییزو سرچینو په معلوماتو کې راغلي، چې دا چورلکه د سلطان شهاب الدین غوري لېسې سره څنګ ته پرېوتې او ځاني تلفات هم لري.

ویل شوي چې دغه چورلکه له هرات څخه الوتې وه، چې سقوط شوې ده.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې ورځو کې له افغانستان څخه د هوا د خرابوالي خبرونه زیات خپریږي او ګومان کیږي چې د هوا نا مساعد والی به د سقوط دلیل وي.

تر دې مخکې هم د طالبانو لاس ته لوېدلي د افغانستان یو شمېر چورلکې سقوط شوې وې، چې یو دلیل یې د طالبانو لخوا د غیر مسلکي پیلوټانو ګومارل او پوځي تجهیزاتو سره ناسم چلند ښودل شوی و.

3 COMMENTS

  1. زه داسې فکر کؤم چه پردي چه افغانستان ووتل، پخوا له وتلو نه ټول مظامي او ګوندې ملکی ماشین آلاتو کې یې لوس وهنې کړي دي!

    • معذرت غواړم چه پاسني ليک کې غلطۍ پېښ شوي دي، دلته بیا اصلاح شوی:*زمری کاسی مې 15, 2024 At 12:49 pm
      اصلاح شوی:
      زه داسې فکر کؤم چه هغه محال چه پردي افغانستان نه ووتل، پخوا له وتلو نه دوی یعنې بېړني هم په نظامي او ګوندې چه هم ملکی ماشین آلاتو کې یې لاس وهنې کړي وي!

  2. پخواني حکومت په نظامي تجهیزاتو کې لاس وهنه ندي کړئ. دا M-17 روسي چورلکۍ دي خو امریکایانو دا چورلکۍ له بلغاریا، رومانیا او د پخواني وارسا تړون له هیوادونو څخه په لوړه بیه راونیولي. دا زړي چورلکۍ وي او حتی د جمهوریت په وخت کې یې تخنیکي ستونزي درلودي. د دغو چورلکو د ترمیم قرارداد ناټو یوې کمپنې ته ورکړي وو. که د جمهوریت په وخت کې هم وکتل سئ د دغو چورلکو سقوط عامه خبره وو. د دغو چورلکو غټه ستونزه دا وو چې، دا ترانسپورتي چورلکۍ دي ناټو د مرمي ضد زره تختي ور وتړلي او د راکت او دهشکې سیستم یې ور نصب کړ. دا ټول هغه موارد وو چې، دا چورلکو safety یا مسؤنیت له پلوه بې اعتباره سوي او عین وخت کې د سقوط پیښئ یې هم مخ په زیاتیدو سوئ، چې تلفات یې هم درلودل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب