شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد دوحې د راتلونکې ناستې په اړه تاند ته د باوري سرچینو...

د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه تاند ته د باوري سرچینو معلومات

تاند ( ۴ شنبه، د ثور ۲۶مه) یو شمېر باوري او دیپلوماتیکو سرچینو له تاند وېب پاڼې سره د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې ترسره کېدونکې ناستې معلومات شریک کړي.

د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې دا ناسته د راتلونکې جون میاشتې په دېرشمه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.

سرچینې زیاتوي، چې له ناستې مخکې تمه ده په نږدې وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال کابل ته د یوه پلاوي په مشرۍ لاړ او هڅه وکړي چې طالب چارواکي دغې ناستې ته د پلاوي په استولو راضي کړي.

تر اوسه طالب چارواکو د ناستې په اړه خپلو ملاحظو او په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پلان سره مخالفت ته دوام ورکړی.

د تاند سرچینې دا هم وایي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په ډېر ګومان د دوحې د راتلونکې ناستې مشري نه کوي او دا چاره خپل مرستیال ته سپاري.

په کابل کې بیا د طالبانو د رژیم یوې سرچینې تاند ته وویل، چې طالبان ښایي په دې شرط د دوحې ناستې ته پلاوی واستوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ټاکل کېدونکي استازي د دندې نوم بدل او هم یې کاري ساحه محدوده او سمبولیکه وي.

سرچینې تاییدوي، چې د دوحې د تېرې دویمې ناستې برعکس چې په سیمه کې د طالبانو د رژیم یو شمېر متحدانو په ناسته کې د دوی د نه ګډون دریځ تاییدوه، دا ځل د چین او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونه پر دوی فشار راوړي چې دغې ناستې ته خپل استازي واستوي.

له دې سره، ویل کیږي چې ناستې ته له طالبانو پرته د مدني فعالانو او سیاسي څېرو په نوم د یو شمېر غیر طالب افغانانو د بللو امکان شته، خو دا کسان به د طالبانو مخالفان نه وي او په دې مرحله کې ملګري ملتونه په دا ډول ناستو کې د طالبانو د مخالفانو د بللو پلان نه لري.

د دوحې راتلونکې ناستې ته د کابل د واکمنولو د بللو هڅې – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب