شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد دوحې راتلونکې ناستې ته د کابل د واکمنولو د بللو هڅې

د دوحې راتلونکې ناستې ته د کابل د واکمنولو د بللو هڅې

تاند ( ۴ شنبه، د ثور ۲۶مه) د افغانستان په اړه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د بلې ناستې د ترسره کېدو د هڅو له شدت سره، هڅه روانه ده چې دغه نړیوال سازمان بیا په دې پلان شوې غونډه کې د طالبانو د رژیم استازي ګډون ته راضي نه کړي .

تاند ته څو بېلابېلو دیپلوماتیکو سرچینو تایید کړه، چې په دې برخه کې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر او دغه راز د یوناما دفتر مشره نه دي توانیدلي چې طالبان د ملګرو ملتونو د بلنې منلو ته راضي کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت او د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت روانه اوونۍ تایید کړه، چې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا دغو دوو مراجعو ته ورغلی او طالب چارواکي یې د دوحې راتلونکې ناستې ته د پلاوي استولو ته هڅولي، خو دوی ظاهراً له دې امله دې غونډې ته له دې امله د نه ورتلو ویلي چې هلته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع تر بحث لاندې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي او د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دواړو په دې اړه خپرو شویو اعلامیو کې د دغه استازي د ټاکل کېدو هڅو سره یو ځل بیا مخالفت کړی.

په ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ایران ته تلې څو ایراني چارواکو سره په دوحې ناسته کې د طالبانو د ګډون هڅولو په تړاو وغږیږي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او کابل کې یې د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي ، چې هېواد یې مخکې د دوحې بهیر په اړه د طالبانو د مخالفتونو تاییدونکی و، وویل دوی د ملګرو ملتونو د استازي ټاکلو مخالفت هغه مهال نه کوي چې مشخصه کاري تګلاره ولري.

له دې سره، وړاندوېنې دا دي چې طالبان به د دوحې ناستې ته په پلاوي استولو راضي نه شي.

د دوحې ناسته، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې دې ته کار کوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي ټاکل او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا وصل کېدو بهیر تعقیب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب