Homeخبرونهملا هبت الله ۸ دولتي ارګانونه په وزارتونو کې مدغم کړل

ملا هبت الله ۸ دولتي ارګانونه په وزارتونو کې مدغم کړل

تاند ( ۴ شنبه، د ثور ۲۶مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د دوی عمومي مشر ملا هبت الله ۸ دولتي ارګانونه په یو شمېر وزارتونو کې مدغم کړي.

هغه په دې اړه لیکلي:

۱- د تفتیش عالي اداره د معاونیت بست د احکامو او فرمانونو د څارنې او تعقیب له ریاست سره مدغم شوې.

۲- د افغانستان طبي عالي شورا د عمومي ریاست په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره مدغم شوې.

۳- د خوړو او درملو ملي اداره د معینیت په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره مدغم شوې.

۴- د وسپنې پټلۍ اداره د معینیت په بست کې د ټولګټو له وزارت سره مدغم شوې.

۵- د تېلو او ګازو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې څخه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معنیت سره مدغم شوي.

۶- د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نور له ملي ادارې څخه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره مدغم شوي.

۷- د حرفه يي زده‌کړو ادارې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره مدغم شوي.

۸- د اولمپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره مدغم شوې او د اولمپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست په نوم نومول شوې ده.

مجاهد زیاتوي، چې دغه کار د تشکیلاتي پړسوب، د زیاتو لګښتونو د مخنیوي او تر یوه صلاحیت لاندې ادارو په کارونو کې د لا ډېرې اغېزمنتیا لپاره شوی دی.

د طالبانو ویاند ویلي، چې د دوی د مشر د فرمان له مخې، په وزارتونو کې د مدغم شویو ادارو کارکوونکي دې د اړتیا له مخې په هماغو بستونو کې وګومارل شي.

دا پرېکړه ځینو څارونکو ستایلې، خو ځینې نور باور لري چې د افغانستان دولتي جوړښتونه ستونزې لري، خو طالبان د دې ستونزو په اصلاح نه پوهیږي او هڅه کوي چې دولتي تشکیلات د خپلو پلویانو د ګومارلو لپاره ترسره کړي.

1 COMMENT

  1. د چرګې یې د مالګې له څټلو سره څه ؟ هیبتو او دومره ککرۍ ! بل چا دا کار کړی د هیبتو نه چا سومبۍ لیدلې نه ککرۍ. مجاهل د چا خبریال ده د کوم باجوه او که د کوم میلر ؟☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...