Homeخبرونهد کندهار چارواکي: د افغاني بانکنوټونو نه کاروونکي مجازاتوو

د کندهار چارواکي: د افغاني بانکنوټونو نه کاروونکي مجازاتوو

تاند ( ۴ شنبه، د ثور ۲۶مه) د کندهار لپاره د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې د افغاني بانکنوټونو د ترویج هڅې یې ګړندۍ کړي او هغه کسان مجازاتوي چې دغه بانکنوټونه نه کاروي.

د طالبانو د والي مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک ویلي، چې هڅې یې په دې برخه کې تر ډېره بریالۍ دي، خو بیا هم ځینې خلک د دوی له پرېکړو سرغړونه کوي.

د طالبانو ولایتي ادارې نه ده مشخصه کړې، چې دا سرغړونکي څوک دي او کوم بانکنوټونه کاروي، خو کندهار کې له پخوا څخه د پاکستاني کلدارو استعمال دود و.

طالب چارواکو دا هم نه دي ویلي، چې دغو سرغړونکو سره د کومې کړنلارې له مخې چلند کوي او سزا ورکوي.

طالبانو له ایران سره په نږدې ولایتونو کې هم د افغانیو د ترویج د هڅو خبر ورکړی، چې ستاینه یې شوې.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د افغانيو د ارزښت ساتلو او ترویج لپاره د دوی هڅې ستایل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...