چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد ۲۰۲۳ دوبی په تېرو ۲۰۰۰ کلونو کې تر ټولو تود و

د ۲۰۲۳ دوبی په تېرو ۲۰۰۰ کلونو کې تر ټولو تود و

تاند (چهارشنبه، د ثور ۲۵ مه) د یوې نوې څېړنې پر اساس د ۲۰۲۳ م کال دوبی په شمالي نیم کُره کې په تېرو ۲ زره کلونو کې تر ټولو تود اوړی و.

د دې څېړنې پر اساس، چې پایلې یې پرون (سې شنبې) خپرې شوې، په تېرو ۲ زره کلونو کې تر ټولو تود دوبی، د ۲۰۲۳ کال پرتله د سانتي ګراد کابو ۴ درجې سوړ و.

څېړونکې وايي، داسي نښې شته چې د بشر له لاسه اقلیمي بدلون د مځکې د کُرې د بې سارې تودېدا سبب شوی دی.

د جرمني د ګوتنبرګ د یوهانس پوهنتون د اقلیمي پوهنو استاد ین سپر، چې د دې څېړنې په ډله کې شامل و او د هغې لیکوال دی، فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د بشر په لاس د ګلتوني ګازونو د تولید له امله دا وضعیت رامنځته شوی دی.

ده زیاته کړه، د مځکې د اتومسفیر د نه تودېدو یوازینۍ لار دا ده چې ګلتوني ګازونه کم کړای شي.

سپر همداراز وویل:«هر څومره چې په دې برخه کې ځنډ وکړو، کار سخته کېږي او لګښت به یې هم زیات شي.»

له دې جلا په یوه بله څېړنه کې، چې هغه هم د سې شنبې په ورځ خپره شوه، خبرداری ورکړل شوی چې د مځکې د تودېدو بهیر به سبب شي چې تر ۲۰۵۰ م کال پورې میلیونونه زاړه انسانان له سخت خطر سره مخامخ شي.

د دې څېړنې پر اساس، چې په نیچرل جورنال کې خپره شوې، د تودوښې د درجې لوړېدا به په ځانګړې ډول په افریقا او اسیا کې د ډېرو زړو خلکو ژوند وګواښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب