یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د باچا او وزير زامن | محمود مرهون

د باچا او وزير زامن | محمود مرهون

خدای مي دي غاړي نه بندوي درواغ نه دي رښتیا دي درواغ نه وایم ځکه درواغ د ایمان زوال دی غاړي دي دهغه چا بندي وي چي درواغ یې ویلي وي ،وایي په پخوا زمانو کي یو باچا د باچاهانو څخه وو، دې باچا یو وزیر درلودى، دا وزیر ډېر هوښیار  سړى وو ،خدای پاک ډېره پوهه ورکړې وه ، باچا او وزير دواړو یو یو زوی درلودى ،د وزیر زامن ډېر سره خواږه ملګري وه یو تر بله سره جارېدل ښکار،سبق ، ډوډۍ او نور ټول کارونه يې یو ځای وه.

د ورځو څخه یو ورځ د باچا څخه خپل زوی پر یو شي مرور سو او دباچا زامن، خو همداسي وي چي پر یوه کوچني شي د مور او پلار څخه مرور کیږي په کلونو کلونو د خپل وطن څخه ورک وي .

د باچا زوی خپل ملګري د وزیر زوی ته وویل : ملګرې ! زه خو د خپل پلار څخه مرور سوم او نور په دې باچاهۍ کي شپې او ورځي نه سم تېرولای دا وطن پرېږدم ځم هري خوا ته چي ولاړم.

د وزیر زوی ورته وویل په پردي وطن کي ژوند ډېر سخت او د تکلیف سره دى، خیر دى پلار دي  دى، مور او پلار خو ډېر مهربانه وي هر څه چي زوی ته وایي هغه د زوی په ګټه وي، نن که زوی ته په قهر سي ماښام ته بیا مهربانه وي، د وزیر زوی ډېر نصیحتونه ورته وکړل شاهزاده ورته وویل: ماته نصیحتونه مه کوه پر ماښه نه لګیږي، که زما سره ملګرتیا کوې خو دا دى راځه کنې زما او ستا لاري سره جلا دي .

د وزیر زوی هک پک پاته سو، چي اوس نو څه ورته ووایم ! دی خو به د پلار څخه پر یو شي مرور سوی وي ،زه  خو نه یم مرور سوی زه چي ولاړ سم زما مور او پلار به څه وایي ؟ خو اخیر ئې تصمیم و نیوى او د ځانه سره یې وویل : توکل پر خدای دى زه خپل ملګری نه خوابدی کوم .

د باچا زوی ته یې وویل : زه ستا تر ملګرتیا نه سم تېرېدلای که ته نه يې ماته هم ستاڅخه پرته ژوند خوند  نه راکوي ، مرګ او ژوند دواړه مي ستا سره خوښ دي او خپله ساه مي ستا سره ګډه کړې ده .

څو  ورځي وروسته د باچا او وزیر زوى د سفر شیان برابر کړل ، د ځانو سره یې طلاوي او نور قیمتي  شیان واخستل د سفر څپلۍ یې په پښو کړې تکه توره شپه وه دواړه د ښار څخه راووتل کښته ملکونه یې په مخه واخستل.

وایي: کیسه ژر کیږي او موده په کراره تېريږي خدای خبر چي څوشپې او ورځي مزل به یې کړی وي چي  اخیر یوه ښار ته ورسېدل او هلته یې په یوه سرای کي کوټه ونیوله هغه څه چې دوى د ځانو سره راوړي دي هغه مصرفوي.

یوه ورځ د وزیر زوی ورته وویل : که زما او ستا کوټې د خزانو څخه ډکي وي که هغه ته کښېنو هغه به هم خلاصي سي راځه پردی وطن دى، د دې دپاره چي چاته احتیاج نه سو ، احتیاجي بد شی ده خدای دي څوک نه احتیاجوي ښه دا ده چي ځانو ته یو ځای کار پیدا کړو.

ابس دواړه ښار ته ووتل ، د یوه او بل څخه د کار پوښتنه کوي هر سړی دا جواب ورکوي  چي تاسو مستان یاست مستان کارونه ، نه سي کولای ، موږ په خپله په کارو پسي مړه سوو چي کار نه راپيداکيږي.

د باچا او وزیر زامن په کار پسي هره ورځ ګرځېدل ،چي یوه ورځ د پاچا د دربار بابو د دوى سره مخامخ سو او هغه په دربار کي یو ښایسته ځوان دنوکرۍ دپاره په کار وو ، د بابو چي پر دوى  سترګي ولګېدې سترګي یې په خوږې سوې بابو ورته وویل : باچا یو نوکر په کار دى او دا څو ورځي کيږي چي زه په نو کر پسي  ګرځېدم دا دى خدای تاسو په لاس راکړاست ، خو ښه مو نه ده چي یون نفرته مو نوکري درکړم؟

دوى ورته وویل : که موږ دواړه درسره بیایې او نوکران کوې مو ،خو ښه دى او که یو تن غواړې نو موږ راضي نه یو، بابو ورته وویل :د باچا یو نو کر په کار دى دا به څنګه سي؟

د وزیر زوی ورته وویل : دا خو اسانه خبره ده د یوه تن په معاش موږ دواړه نوکري کوو، بابو ورته وویل :زه به مصلحت وکړم سبا تاسو دې ځای ته راسئ زه به هم راسم.

هغه وو، چي سهار دواړه په هغه ځای کي سره حاضر سول بابو راغی لنډه یې دا چي کیسې ډيري دي او سر یې یو دى، دواړه د بابو سره ولاړل ، بابو دواړه پر سرحد مقرر کړل ورته وې ویل : تاسو به بندمالو نه ښار ته  دننه او دښار څخه دباندي نه پرېږدئ او پر بند مالونو به سخت کنټرول لګوئ ، دوى ورته وویل : ډېر ښه دى.

کله چي دوى پر سرحد ودرېدل ټول بند مالونه یې ازاد کړل ، په دې ټول خلګ خبر سول چي بندرته دوه ډېر ښه سړیان راغلي دي هیڅ څوک نه زوروي، نه محصول اخلي او نه رشوت او په هیڅ شي هم غرض نه کوي هر سړی چي د کلونو کلونو بند مالونه پټ ساتلي وه هغوى چي دننه وه هغو خپل مالونه و ايستل او چي دباندي وه هغوى خپل مالونه دننه راوړل. د دوى دې کار به یوه میاشت دوام کړی وي چي په دې کیسه باچا خبر سو دواړه یې د ښار د دروازې څخه رابدل کړل .

 د دې ښار بابو دوى ته ویلي وه چي بند مالونو ته به د ښار څخه د باندي او دننه اجازه نه ورکوى،دوى دبابو د امر خلاف اته څلوېښت ساعته دروازه خلاصه پرې ایښې وه خلګو هر ډول مالونه وړل او راوړل.

یوه ورځ باچا او وزیر پر دروازه راغلل پر دا دوو ځوانانو یې سترګي خوږې سوې ، باچا وزیر ته وویل  دا دواړه ځوانان د دې ځای څخه راوغواړه زما په دربار کي نوکري ور و سپاره .

وزیر هم دواړه د باچا په امر د دروازې څخه دربار ته را و غوښتل، څنګه چي دواړه د باچائي په کارونو پوره بلد وه د دربار کارونه یې ډېر ښه سمبال کړل، باچا د دوى څخه زیات خوشاله وو او باچا وزیر ته وویل : دغو دوو ځوانانو خو ماته ډېر خوند راکړی ماته دواړه شاهزادګان ښکاري ، زه خو تر دوى په ځوانۍ او پوهه کي ښه ځوانان نه سم پیدا کولای ، زړه مي دى چي خپله لور د دوى څخه و یوه نه یو ته ور کړم .

وزیر دغو ځوانانو ته د باچا خبره ور  و رسوله شاهزاده د وزیر زوی ته مخ ور واړوى چي جواب ورکړه ، د وزیر زوی ورته وویل سمه ده ښه خبره ده! موږ دواړه واده ورسره کوو.

وزیر باچا ته د دوى خبره وکړه ، باچا سخت په قهر سو ول  دا څنګه کېدای سي چي د یوې انجلۍ سره دي دوه تنه واده وکړي؟

وزیر ورته ویل باچا صاحب ! قربان دي سم هرو مرو په دې کي یو راز پروت دى، اوس دي چي خبره وریاده کړې ده بس لور دې ورکړه .

باچا ورسره ومنله، دوى یې د باچا په مهربانۍ خبر کړل او ورته ویې ویل: بس په دا نژدې ورځو کي د واده دپاره ترتیبات ونیسئ، په دې منځ کي یو میاشت تېره سوه باچا وزیر ته وویل : ته د دوى څخه پوښتنه وکړه چي ولي واده نه کوي؟

وزیر دوى دواړه د باچا په مخکي حاضر کړل، باچا د دوى څخه پوښتنه وکړه چي واده ولي نه کوى؟

دوى ورته وویل موږ دوه تنه یو نوکري د یوه تن راکوې هغه په ګېډه خورو پیسې له کمه کړو چي واده په وکړو ؟ واده خو په پیسو سره کیږي، باچا چي د دوى خبري واورېدې سخت خپه سو، فوراً  باچا په خپله د واده بندوبست ونیوى، دوى ته یې سم کور ورکړى کله چي یې ناوې نوي کور ته راوستله د وزیر زوی و شاهزاده ته وویل  مبارک دي سه !

شاهزاده ورته وویل يا! دا نه درسره منم، د وزیر زوی ورته وویل  دا ستا سیاله ده انجلۍ ځان ته په نکاح کړه.

د شپې د خوا دوى دوه په یوه کوټه کي او د وزیر زوی په جلا کوټه کي بیده کېدى، د خدای کارونه وه د وزیر زوی ته د سر سخت درد پیدا سو، خوب نه ورتلى، يو دم یې د باچا د زوی کوټې ته فکر سو او هلته یې کرار سر ور دننه کړى، که ګوري چي انجلۍ پر خپل مېړه جادو و ویلى ، او په خپله کراره کراره د کوټې څخه راووتله ، د وزیر زوی هم پټ پټ  ورپسي روان سو.

انجلۍ یوه ښایسته باغ ته ننوتله تر یوې درختي لاندي کښېنستله چي یوه شېبه ورووسته یو ښایسته شاپېری ورته راغی د باغ حرم د ګلانو یوه ښایسته ګېډۍ یې ورکړه ، دوى د میني او محبت تر خبرو کولو وروسته یو او بل په غېږ کي کلک سره ونیول په عشق کي سره ډوب سول او بلي دنیا ته ولاړل د وزیر زوی کرار ورتېر سو.

د ګلانو ګېډۍ یې راواخسته او بېرته په درختو او بوټو کي ورته پټ سو، سهار چي نژدې کېدئى دوى رخصت سره واخستى انجلۍ خپلي کوټې ته ولاړه د باچا زوی بېغمه په خپل کټ کي بيده دى.

هغه وو چي د وزیر زوی شاهزاده خپلي کوټې ته راو غوښتى او ټوله کیسه یې ورته وکړه  او بیا یې ورته وویل کله چي موږ او تاسو د سهار پر چایو سره یو ځای  سولو نو زه به درته ووایم چي پرون شپه زه بام ته پورته سولم او ستاسو کوټې ته چي مي وکتل نو تاسو یو هم په کوټه کي نه واست؟

ته به و وایې چي زه خو په خپلي ښځي خبر نه یم خو زه باغ حرم ته تللی وم ، هلته مي د فلانۍ ښاپېري د خور سره ساعت تېروى، زه به درته ووایم چي ماته دي یو شی راوړی دى که يا ؟

ته به ووایې چي دا دى تا ته مي د باغي حرم څخه  د ګلانو ګېډۍ راوړې ده ، زه به دا ګېډۍ ستا ميرمني ته ورکړم ، شاهزاده ورته وویل :  بس بېخي سمه ده زه به هم داسي وکړم .

نو تاسو ته دي وويل سي سهار درې سره پر چایو سره یو ځای سول د وزیر زوی شاهزاده ته وویل: ماښام ما ته خوب نه راتلی ستاسو کوټې ته مي سر درایسته کړى،نه ته په خپل کټ کي وې  او نه دي ښځه، زه وارخطا سوم چي په دا دواړو څه وسول او دا چیري ولاړل؟ ماویل ما ته خو یې باید دونه ویلي وای چي موږ یو ځای ته ځو؟

د باچا زوی ورته وویل زه په خپلي ښځې نه یم خبر خو زه باغ حرم ته تللی وم، هلته مي د پلانۍ شاپېرۍ د خور سره سات تېروى او هغه مي د څو کالو راهيسي معشوقه ده ، هره شپه چي یې ونه وینم زما لپاره هغه شپه داسي وي لکه په سره تنور کي چي پروت یم.

د وزیر زوی ورته وویل: ښه دى شاپېرۍ دي روزي سه ماته دي یو ښه شی راوړی دى که يا؟

نو هغه وو چي د وزیر زوی ته یې د ګلانو ګېډۍ ورکړه چي ستا لپاره مي دا راوړې ده، د وزیر زوی ګلان پزي ته یو وړل د باچا زوی ته یې وویل: واخ! دا څونه ښه بوی لري دا خو ستا د ښځي سره جوړ دي، د ګلانو ګېډۍ يې د شاهزاده ښځي ته ورکړه؛ شاهزادګۍ پر خپل مېړه باندي ډېره شکمنه سوه چي زه پر شاپېري مینه یم او زما مېړه د شاپېرۍ پر خور مین دی ،دا دي لابله اوس یې سموه .

ماخوستن د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته د وزیر زوی خپلي کوټې ته ولاړى شاهزاده او ښځه یې خپلي  کوټې ته ولاړل، د وزیر زوی اوس کله خوب کوي ترڅو چي یې د ښځي غلا ښه ثابته کړې نه وي .

په شاهزاده باندي یې ښځي بیا جادو وکړى او په تلوار سره د شاپېري پر خوا روانه سوه ، د وزیر زوی بیا تر شا کرار په پسې سو شاهزادګۍ په دا شپه سمدلاسه شاپېري ته وویل: زه ستا سره مینه کوم او ستا خور بیا زما د مېړه سره مینه کوي؟

شاپېري ورته وویل هیڅ امکان نه لري چي زما خور دي ستا پر مېړه او یا یو بل انسان مینه وي د باچا لور سمدلاسه د ګلانو ګېډۍ ور وښوله چي دا ستا خور زما مېړه ته ماښام ورکړې وه او مېړه مي ماته بخشش کړه.

شاپېری ډېر خوابدی سو، د باچا لور ته یې وویل : د دې لپاره چي خبره سپینه سي زه ماښام ته غټه مېلمستیا جوړوم سا زونه راولم که زما خور ستا د مېړه سره لار ولري خامخا  یې دې ميلمستیا ته راغواړي.

د خدای کارونه دي دا شپه د دوى څخه سات تېری، مینه او محبت هېر سول دواړه رخصت سول انجلۍ خپلي کوټې ته ولاړه د وزیر زوی په خپل کټ کي بیده سو.

د وزیر زوی شاهزاده کرار راویښ کړى خپلي کوټې ته یې را وغښتى  او ورته وې ویل: د چایو پر وخت به زه پوښتنه درڅخه وکړم چي زه خو ماښام بیا ناجوړه وم ستاسو کوټې ته مي چي در وکتل یو هم په کوټه کي نه واست، ته به ووایې چي په خپله ښځه نه یم خبر چي هغه چيري تللې وه خو زه باغ حرم ته تللى وم.

پرون مي چي درته وویل د هغې شاپېرۍ  سره مي ساتيرى کوى خو زما معشوقې دعوت کړی یم سبا شپه زه هلته ميلمه یم دا دى چي ته چيري تللی وې .د باچا لور چي دا خبري واورېدې بېخي یې زړه اوبه وڅښلې چي زما مېړه پر شاپېرۍ مین دى.

ماښام د ډوډۍ څخه وروسته شاهزاده او ښځه یې او د وزیر زوی بیداره ناست دي، شاهزادګۍ خپل مېړه د جادو په خوب بیده کړى ،شاهزادګۍ په ډېر تلواره له کوره راووتله د وزیر زوی کرار کرار پسي روان وو، چي د پښو ږغ یې وانه وري تر درختي لاندي کښېنستى یوه شېبه وروسته شاپېرۍ راورسېده د باچا لور په جادو سره یو صندخ پیدا کړى او په هغه کي کښېنستله او په هوا سوه، کله چي صندخ په هوا سو د وزير زوى هم د صندخ د لاندي کړۍ پوري ځان وځړوى په څو دقیقو کي باغ حرم ته ورسېدل د وزیر زوی پټ ولاړی په ګلانو کي پټ سو، شاپېري څو قسمه ډوډۍ تیاره کړې وه په ډوډۍ کي د یوه شي خواري هم نه وه.

د ډوډۍ څخه وروسته سازونه، سندري او رقص پیل سو کله چي شاهزادګۍ رقص ته ور ولاړه سوه داسي رقص یې وکړى چي ټولو شاپېریانو په غاښونو کي ګوتي ورته ونیولې وروسته د شاپېري خور رقص ته ور ولاړه سوه د وزیر زوی ښه دریه ووهله داسي دریه يې ووهله داسي دریه چي په ژوند کي چا نه سوای وهلای .

په ډېر شوق او مستۍ سره یې داسي دریا ووهله چي شاپېرۍ او ټول خلګ یې پرمستۍ راوستل شاپېرۍ يې بېخي لېونۍ کړه په شاپېریانو کي دا قانون دى هر څوک چي دریه و رباب او یا بل شی وهي هغه شاپېرۍ چي رقصیږي هغه ته باید یوه تحفه ورکړي، شاپېرۍ د ځان سره وویل: دا خو مسئلی دى که یو شی ورنه کړم په هر ځای کي به په ماپسي خبري کوي په دې وخت کي د شاپېرۍ سره پیسې او نور شی نه وه چي مسئلي ته یې ورکړي وای، پلار یې خپلي لور ته د بغداد څخه یو پوړنی راوړی وو، د وزير زوی ته يې وويل:در واخله نور شى مى مي په لاس کي نه سته دا پوړنی در واخله د وزیر زوی پوړنی واخستى ژرژر یې جېب ته واچوى.

نیمه شپه وه چي مجلس خلاص سو هر څوک په خپله مخه ولاړل، شاپېري د باچا لور صندخ ته ننه ایستله کله چي صندخ په هوا سو یو متر به د مځکي څخه پورته سوی وو چي د وزیر زوی د صندخ پر کړیو پوري ځان وځړوى ، شاپېري دا ځل شاهزادګۍ د خپل کور سره نژدې کښته کړه د وزیر زوی لڅي پښې یوې خواته و غورځېدی چي د باچا لور یې ونه ویني، شهزادګۍ خپلي کوټې ته ولاړه په خپل کټ کي بیده سوه د وزیر زوی په خپله کوټه کي بې غمه بیده سو او دا شپه یې د سهار تر ناوخته پوري په ماړه نس خوب وکړى، سهار چای مای تیاري سوې د وزیر زوی هغسي کرار بیده دى، د باچا زوی خپله ښځه ورولېږله د وزیر زوی یې راکښېنوى ورته وې ویل پورته سه ناوخته دى، چای تیاري دي سړیږي.

د وزیر زوی د خوبه څخه راپورته سو د دوى سره یې یو ځای چای وخوړلې د دې دپاره چي د وزیر زوی خپله خبره وکړي، نو يې شاهزادګۍ اشپزخانې ته په يوشي پسي ولېږله ژر ژر یې د باچا زوی ته وویل زه به له تا څخه پوښتنه وکړم چي ماښام ته او ښځه دي چيري تللي واست؟ ته به و وایې چي ماخو درته ویلي وه چي په باغ حرم کي د شاپېرۍ د خور مېلمه وم په داسي خو ښۍ سره مي شپه تېره کړه چي په ژوند کي مي داسي خوښي او ساتیری نه وو ليدلی ، زه به درته ووایم چي ماته دي څشي راوړی دى ته به و وایې چي دا دى د خپلي معشوقې د سر پوړنی مي درته راوړی دى زه به پوړنی ستا ښځي ته ورکړم نو هغه وو، چي د باچا د زوی ښځه شاهزادګۍ و خوني ته راننوتل نو د وزیر زوی د باچا و زوی ته مخ ور واړوى او ورته وې ویل شاهزاده ماښام بیا تاسو دواړه په کوټه کي نه واست چیري تللي واست؟

د  باچا  زوی ورته وویل په خپله ښځه خو زه نه یم خبر خو ماتاته پرون لاویلي وه چي زه چيري ځم ؟ په باغ  حرام کي مي ډېر ښه سات تېر سو په داسي خوښۍ سره مي شپه تېره کړه چي خبري يې مه کوه او تاته مي د خپلي معشوقې پوړنی په تحفه کي راوړی دى.

نو هغه وو، چي پوړنی یې د وزیر زوی ته ورکړى د وزیر زوی ورته وویل زه نو پوړنی څه کوم هغه به ستا وښځي ته ورکړم ، نو هغه یې وشاهزادګۍ ته ورکړى.

شاهزادګۍ دا پوړنی ښه وساتى ماخوستن چي یې بیا خپل مېړه د جادو په خوب بیده کړى په خپله په ځغاسته شاپېري ته ورغله ، شاپېري ته یې پوړنی ورکړى او ورته وې ویل چي اوس خو به دي زړه او به څښلي وي او یقین به دي حاصل سوی وي شاپېري هیڅ ږغ ورته ونه کړى  ژر سره رخصت سول.

شاهزادګۍ او د وزیر زوی به یو ګړی پرېږدو د شاپېرۍ احوال به واخلو.

شاپېري په قهر او غوسه سره خپل پلار ته پر انسان باندي د خپلي خور د مینېدلو ټوله کيسه وکړه وروسته یې پوړنی ورکړى او ورته وې ویل وګوره بابا! دا يې خپل مین ته تحفه ورکړې وه او دهغه انسان پر خور باند زه مین یم او د هغې خور دغه پوړنی ماته راکړى، باچا خپله لور راوغوښتله ورته وې ویل لوري ولاړه سه هغه د بغداده څخه مي چي پوړنی درته راوړی وو هغه پوړنى راوړه لور یې ورته وویل هغه بله شپه چي مارقص کوى باد  پوړنی زما د سر څخه یو وړى په ګلانو کي بند سو او د خلګو د شرم څخه ورتېره نه سوم هلته پاته سو او نور په پوه نه سوم چي چا به اخستی وي؟

پلار یې سمدستي پوړنی د جیب څخه را و ایستى، او ورته وې ویل : دادى پلیتي دا پوړنی تا هغه شپه خپل مین ته ورکړی وو د هغه  خور زما زوی ته راوړی دى څوک چي پر انسان مین سي د هغه سزا مرګ دى، د لور یې رنګ ژړ سو په خوله کي یې ناوړي وچي سوې ، نور د ویلو دپاره شى نه سوه ورسره پاته.

با چا خپل کشر زوی ته وویل  لور مي پر انسان مینه ده دا پلاني ځنګل ته یې بوځه هلته یې ټوټې ټوټې که یو ګلاس وینه یې ماته درسره راوړه چي بیا نوري شاپېرۍ دغسي کارته زړونه ښه نه کړي.

هلک خپله خور مرګ ته روانه کړه خور یې خپل ورور ته وویل  زه بې ګناه یم تر اوسه پوري ماته د هیڅ انسان لاس نه دى را رسېدلى خو هغه شپه هلته یوه مسلي دریه وهله او زه په رقص اخته وم، مسلیان خو تاته مالوم دي چي یو شی ورنه کړې د سړي عزت کمیږي، زما سره نور شی نه وو د خپل سر پوړنی مي ور واچوى او د هغه انسان خور زما او ستا و ورور ته ورکړی دى او ورته ویلي یې دي چي دا زما پر ورور مینه ده دا اصلاً د هغې انجلۍ دسیسه ده او دا به یو وخت مالومه سي چي زه بې ګناه یم هغه وخت به بیا ټول ارمان کوى او کمه ګټه به نه لري.

پر ورور باندي خپله خور تر ځان هم ګرانه وه کله چي یې د خپلي خور خبري واورېدې وروریې ورته وویل زه ستا پر خبره ټينګ باور لرم ،زه پوهېږم چي ته بې ګناه یې زه نور کومک نه سم درسره کولای  خو دامي په وس پوره ده چي ستا د ویني پر ځای د مرغانو د وینو څخه یو بوتل وینه خپل پلار ته يوسم او هغه په خطا باسم او تا پر لوی خدای وسپارم.

خور یې ورته وویل دا هم لوی کومک دى زه نور هیڅ شی ستا څخه نه غواړم، ورور یې غشی اولېنده راواخستل یو شمېر مرغان یې ښکار کړل د مرغانو د وینو څخه یې یو بوتل ډک کړى او غوښي یې خپلي خورته ورکړې، چي واخله دا غوښي ستا څوورځي بسيږي ، ورور او خور یو له بله په ژړا سره جلا سول .

هلک د وینو ډک بوتل خپل پلار ته ورکړى مور او پلار یې چي ویني وليدې ، دواړو ډېر سره و ژړل چي دا یو ه نازنینه لور مو په خپل لاس ووژله، خو څه مو کړي وای بله لاره نه وه خدای مو دي د دې ناوړه رواجونو څخه خلاص کړي.

خو کشر ورور یې نورو ورونو ته پټ وویل ماته خپله خور بې ګناه مالومه سوه، خور مي ژوندۍ ایله کړه، د مرغانو د وینو څخه مي ګيلاس ډک کړی او خپل پلار ته مي راوړی.

ورونو یې د ده پرهوښیارۍ او ميړانه باندي افرین ووایه ،اوس به د شاپېرۍ مور اوپلار په باغ حرم کي پرېږدو په خپله لور پسي دي کړیږي او ژاړي دي اوس به د شاپېرۍ حال مالوم کړو.

شاپېرۍ چي یوازي په ځنګله کي پاته سوه خپلو پښو ته یې زور ورکړى چي تر څو پر وطن شپه راتله دې بیا د ځنګله څخه ځان ایستلی وو، شاپېرۍ د ځنګله څخه ووتله د ښار پر خوا روانه سوه ،اول ماخوستن ښار ته ورورسېدله له بيري په یوه زړه کنډواله کي کښېنستله په دې وخت کي د وزیر زوی د بولو کولو لپاره کنډوالې ته ولاړى، سترګي یې پر یوه شي ولګېدې د وزیر زوی وبېردى د ليري څخه یې ورته وویل څوک یې ؟ په دې کنډواله کي څه کوې ؟ شاپېرۍ ورته وویل: تور سرې یم، مسافره یم ،نابلده یم ، نوره لاره راڅخه ورکه سوه دلته راغلم چي شپه تېره کړم؛ د وزیر زوی ورته وویل: راځه خورکۍ دلته څه کوې موږ ته چي څه رارسېدل یو ځای به یې سره خورو هیڅ مه خپه کيږه شاپېرۍ ته یې په جلا کوټه کي ځای ور جوړ کړى.

سهار د وزیر زوی د ښځي کوټې ته ورغى چي پوښتنه یې وکړي چي شپه څنګه پر تېره سوې ده چي داسي یې ورته وکتل پر شاپېرۍ یې سترګي ولګېدلې نو دستي یې وپېژندله ، نو هغه وو چي سمدلاسه یې شاهزاده راوغوښتى، د وزیر زوی ورته وویل دا دوهمه انجلۍ دي مبارک سه، شاهزاده ورته وویل د دې انجلۍ سره به ته واده کوې چي ستاکور هم اباد سي زه خو هغه دى یوه ښځه لرم .

د وزیر زوی ورته وویل ملګرې زما بخت بیده دى دا ستا سیاله ده نورو خبروته حاجت نه سته تر دې وروسته د وزیر زوی شاهزاده ته وویل دا انجلۍ به دلته ساتې چي ستا ښځه یې ونه ویني زه نوکرۍ ته ځم ته په کور کي پاته سه.

او دا یې هم ورته وویل چي په شاهزادګۍ پسي به غټ کوتک را اخلې څونه چي دي دلاسه کیږي بې پوښتني به یې داسي وهې چي په ټوله صورت کي یې سم ځاى پاته نه سي ، کله چي د وزیر زوی نوکرۍ ته ولاړى د باچا زوی دخپل ملګري د وصیت سره سم د باچا لور راګیره کړه څونه چي یې د وسه کېده هغونه یې ووهله چي وجود یې ټول تک شین سو نو یې پرېښووله ، انجلۍ ځان خپل پلار ته ورسوى و جود یې ورښکاره کړى په ژړا ژړا یې ورته وویل زه یې نن ماښام بې پوښتني او ګروېږني دونه و وهلم چي دا مي حال دى .

باچا چي خپله لور وليدله پر زړه یې اور بل سو وزیر یې راوغوښتی ورته وې ویل چي دا دى نوکر خو دي داسي کار کړی دى؟ دوی چا په جومات کي نه پرېښوول ما خپله لور ورکړه اوس دا دى دا یې نتیجه سوه ، هغه راوغواړه که زمالور بې ګناه وه دواړه د تیلو په کړایي کي سوځوم.

وزیر دواړه نوکران د باچا دربار ته حاضر کړل باچا په قهر او غضب سره وشاهزاده ته وویل تاسو چا په وطن کي نه پرېښوولاست ماتاسو ته لور درکړه، کور مي درکړی تاسو هم زما کومک او نمک وسترګو ته و نه درېد؛ تاسو د باچا دربار او کورنۍ ته سپکاوی کړی دى ،جلادانو ته یې وویل دوى په دار وځوړوى.

شاهزاده چي د ‌ډرامې د شروع څخه تر پایه پوري په هیڅ شي نه دی  خبر، او په دې هم نه پوهيږي چي په دې دونه خبرو او کیسو کي د وزیر د زوی مطلب څه شی دى ؟ باچا ته یې وویل زه خو ستا په مقابل کي هیڅ جواب نه لرم هر څه چي وي زما ملګری به یې درته ووایې د وزیر زوی په ډېر احترام سره چي تیارسی او لاس پر نامه ولاړ وو ، وویل باچا صاحب ته ډېر ښه وایې ستا کومکونه په خپل ژوند کي نه سو هېرولای ، موږ  به   ټوله عمر ستا غلامي او خدمت و کړو د دې دپاره چي حقيقت مالوم سوی وي نن شپه تاسو په خپله او ستا وزير اوستا د وزير ښځه او لور زموږ مېلمانه ياست وزير و باچا ته مخ ور واړوى او ورته وې ويل دوى ښه خبره کوي تر ماښامه پوري به صبر ورته وکړو.

د وزير زوی شاپېرۍ ته وويل نن شپه باچا او د هغه وزير سره د خپلو کورنيو زموږ مېلمانه دي، ډوډۍ به څنګه سي؟

شاپيرۍ ورته وويل دا خو اسانه خبر ده هيڅ فکر مه کوى، نو هغه وو چي ماښام ته باچاهي ډوډۍ تيار سوه، تر ډوډۍ وروسته د وزير زوی  باچا او د هغه وزير  ته يې وويل اوس دا دى په دې هلکه به خبري شروع کړو باچا ته يې وويل لومړی دي ستا لور خبري وکړي بيا به يې موږ وکړو، شاهزادګۍ ورته وويل  زما مېړه پر يوې شاپېرۍ مين دى او تر اوسه پوري دونه وخت وسو  ماته يې لاس نه دى را وړی، ما چي دونه ورته وويل چي اخير زه دي هم ښځه يم دا خبره نه وه د توپک يو ټک وو چي زما پر مېړه وسو، زما مېړه سره و ايشېدى مخ يې تک سور واوښتى او دا غټ کوتک يې را واخستى تر هغو يې زه وهلم تر څو چي ستړی کېدى، نو اوس دي زما مېړه و وايي چي ګناه په چا کي وه؟

د باچا زوی وار خطا سو رنګ يې ژړ سو  چي زه اوس څه ووايم ځکه هغه تر دې ساعته پوري خپله ښځه خو څه کوې چي په ځان هم نه وو خبر په دې وخت کي د وزير زوی ورته وويل نه زه څه وايم او نه زما ملګری څه وايي، بس دغه مسافره ښځه دي وږغيږي، نو هغه وو چي مسافري شاپېرۍ  ورته وويل باچا صاحب! زه د باغ حرم شاپېرۍ يم ستا لور زما  پر ورور دا څو کاله کيږي چي مينه ده هره شپه تر پلانۍ درختي لاندي ساتېری سره کوى د شاهزاده سره تر واده مخکي يې هم په تا او ستا په ښځه باندي جادو کوى شپه يې هلته تېروله.

او د واده وروسته يې په خپل مېړه جادو کوى هغه يې په خوب بيده پرېښوى او زما د ورور سره به يې ساتېری کوى، هغه وو چي په دې راز باندي د وزير زوی پوه سو دى په دغه انجلۍ پسي تر باغ حرم پوري پسې سو، د باغ حرم  په مېلمستيا کي ده برخه اخيستې وه، کله چي ستا د لور د رقص وار تېر سو نو زه رقص ته ور ولاړه سوم دې سړي دريه وهله، زه ورته رقصېدم په پای کي زما سره نور شی نه وه چي ور کړي مي وای ما پر ده باندي د مسئلي ګمان و کړى او د ځانه سره مي وويل که څه شی ورنه کړم، بیا به په ما پسي هر ځای خبري کوي چي هيڅ شی يې رانه کړه، نو هغه وو چي ما خپل پوړنى و دغه سړي ته ور کړى، دی راولاړ سو هغه پوړنى يې ستاو لور ته ور کړى ستا لور بيا دغه پوړنى زما و ورور ته ور کړى زما ورور ته يې وويل چي ستا خور زما پر مېړه مينه ده پوړنى يې ور کړی، ول که يې نه منې دا دى د خور نښه  ده څه سر دي پرله ګرځوم  په دې کيسه مي پلار خبر سو نو هغه وو چي پلار مي پر ما د مرګ حکم و کړى ورور ته يې و سپارلم هغه ته يې وويل دا به په ځنګله کي حلالوې او د وينو ډک بوتل به يې ماته راوړې.

هغه  وو چي ما خپل ورور ته د خپلي پاکۍ او بې ګناهۍ ټوله کيسه وکړه د هغه پر ما زړه وسوځېدى او زه یې په ځنګله کي ايله کړم، زما پلار ته يې د مرغانو د وينو يو بوتل ور ډک کړى هغه ته يې وروړی زما مور او پلار  اوس هم په دې فکر کي دي چي زه خپل ورور حلاله کړې يم زه په څه خواریو او تکليفونو د ځنګله څخه راووتلم، د شپې مي ځان ښار ته راورسوى چي د غره پړانګان او لېوان مي ونه خوري نو هغه وو چي خدای د دې سړي سره مخامخ کړم او دا سړی يې پر ما مهربانه کړى او زه يې خپل کور ته بوتلم، د قسمت خبري دي دغه سړي زه په نکاح کړم اوس دی زما مېړه دى او دا دى ستا د لور د برکته دلته راغلې يم، کيسه داسي ده که زه درواغ وايم دا يې زه او دايې ستا لور چي ماته مخامخ ناسته ده.

د باچا لور بې جوابه سوه ورته وې ويل د ښاپېرۍ خبري ټولي پر ځای دي لومړی خپل پلار او بيا خپل مېړه ته په پښو کي ورولوېدله ول دا وار مي وبخښئ په خپل ژوند کي به بيا داسي ونه کړم، باچا هم انجلۍ وبخښله د باچا زوی تر ګناه ورتېر سو وروسته شاپېرۍ او د وزير زوی دواړه د شاپېرۍ دوى باغ حرم ته ولاړل مور او پلار يې د خپلي لور او انسان په ليدو سره خوشاله سول او د خپل کشر زوی پر مېړانه او هوښيارۍ يې افرين ووايه چي څه ډول يې خپله خور د مرګه  څخه  خلاصه کړې ده ځکه چي دا خو بې ګناه وه او د دې بې ګناهي نو اوس د دې و مور، پلار او ورونو ټولو ته ښه مالومه سوه.

1 COMMENT

  1. په اوله برخه کي که دغه جمله اصلاح کړئ ښه به وي – د وزیر زامن ډېر سره خواږه ملګري وه- د وزير زامن پر ځای د باچا او وزير زامن؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب