شاه محمود میاخېل *
په سیاسي مبارزه کې مخالفین همېشه کوښښ کوي، چې یو ملي او خودجوشه حرکت بدنامه کړي. په ملي حرکتونو کې خپل ایجنټان استخداموي او داسې کارونه هلته کوي، چې یو شمېر د احساساتي کسان ورسره یو ځای کړي او ټول حرکت نړۍ او خلکو ته بد معرفي کړي.
د ګیله من له شهادت وروسته په لر او بر افغانانو کې چې کوم ملي احساس را ژوندی او قوي شوی بې سارې دی. ملي بیرغ چې د ازادۍ، حق او خود ارادیت سمبول دی، د افغانانو د دښمنانو په کړیو کې زیاته وېره هم پېدا کړې ده.
مخالف جهتونه، پوځ او اپراتفي ډلې په هر قیمت چې وي، غواړي چې دا حرکت ناکام او بدنامه کړي.
کله د افغانانو په منځ کې د داخلي مهرو د غلطو څرګندونو په وسیله د افغانانو احساس کمزوری کوي او کله په بهر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د حمایوي غونډو په منځ کې داسې کسان استخداموي، چې دا ملي حرکت او ملي بیرغ بدنام کړي.
ښه مثال یې په المان کې د پاکستان په کونسلګرۍ د څو کسانو ورننوتل وو، چې ملي بیرغ یې له ځان څخه چاپېر کړې و او د پاکستان بیرغ یې راکوز کړ.
د ټولو هدف همدا دی، چې د پاکستان بیرغ د افغانانو په سیمه کې همېشه راکوز وي؛ خو په هر ځای کې مبارزه خپل اصول لري او په خاصه توګه په هغه هېوادونو کې چې هلته قوانین د مظاهرو او د هغه تطبیق امکان موجود وي؛ لکه په غربي یا نورو هېوادونو کې چې ازادي شته، هلته باید د هغه ملکونو د قوانینو په چوکاټ کې د ملي بیرغ او د PTM حمایت وشي؛ نه دا چې دا بیرغ د نړیوالو په وړاندې سپک او افغانانو ته یې له ګټې څخه ضرر زیات وي.
خر برفت خربرفت
دلته مې یوه کیسه راپه یاد شوه؛ په پخوا وختونو کې چې هوټلونه او کاروان سرایونه نه وو، اکثره کسانو به چې سفرونه کول؛ نو په کلیو او بانډو کې به په جوماتونو کې تم کېدل.
اکثره د ماښام د لمانځه څخه وروسته د کلي یو مشر به غږ کاوه چې میلمانه دي نو غم یې وکړئ. کله به میلمانه خلکو خپلو حجرو ته د ځانونو سره بیول او یا به د کلي خلکو جومات ته ډوډۍ راوړله او د میلمنو سره به یې یو ځای خوړله.
په هغه جوماتونو کې چې طالبان او چړیان به یې لرل؛ نو هغوي به هم کله وظیفه (ډوډۍ) د کلي څخه راټوله کړه نو د میلمنو برخه به یې هم غوښتله.
په ځینو جوماتو کې چې طالبانو به تدریسي حلقې درلودلې؛ نو هغوی به کله – کله صحبتونه هم کول.
د طالبانو په ژبه، صحبت بنډار ته ویل کیږي. په مشرقي او د نورو قبایلې سیمو کې دا پورته رواجونه پخوا ډیر عام و.
د کلي خلکو به کله د جوماتونو طالبانو ته کوم چرګ، فیل مرغ یا وزګوړی په خیرات او صدقه کې ورکړ؛ نو طالبان به هغه پخولو او د ماسختن د لمانځه څخه وروسته به یې نوش جان کاوه.
دغه خاصه میلمستیا ته دوی صحبت وایه. که میلمستیا به یې لږه نوره هم غوړلوه؛ نو جیجې (وریجې) به یې هم ورسره زیاتولې. کله به چې د طالبانو صحبت ته زړه شوی و او د صحبت امکانات به نه و؛ نو کوم چړي یا طالب ته به یې دنده ورکوله چې د کلي څخه کوم چرګ یا فیل مرغ غلا کړي؛ تر څو دوی پرې خپل بنډار جوړ کړي.
د بنډار څخه وروسته به طالبانو په جومات کې د صحبت د میلمې په نوم اتڼونه او ذکرونه هم کول.
یو ځلې کوم لاروی د طالبانو په کوم جومات برابر شوې و او د سفر لپاره یې خپل خر بیرون تړلې و. طالبانو ته یې ویلي، چې مساپر یم او شپه د تاسې سره تېروم.
په دغه شپه طالبانو د میلمستیا کوم درک او خوراک هم نه درلود؛ نو مشر طالب کوم کشر طالب ته دنده ورکړې وه، چې څه پېدا کړه چې صحبت برابر کړي او دا میلمه به هم ونازول شي.
طالب چې بیرون وتلې هېڅ یې پېدا کړي نه دي؛ نو بېرته مشر طالب ته راغلی او ورته یې ویلي، چې د هېڅ شي درک نه لګیږي او یوازې د میلمه خر بیرون ولاړ دی نو څه وکړو؟
مشر طالب ورته ویلي، چې بس هماغه خر یوسه او چیرته یې سودا کړه او بنډار پرې برابر کړه. طالب هماغسې وکړل او خر یې په چا خرڅ کړ او د صحبت یا بنډار لپاره یې چرګ، غوړي او وریجي برابرې کړې.
کله چې صحبت تیار شوې او د میلمه په شمول ټولو ښه نوش جان کړ؛ نو مشر طالب وویل راځئ چې اټن یا ذکر وکړو.
مشر طالب سروکی دا اچولې و، چې خر برفت خر برفت. ټولو همدا خر برفت او خر برفت سروکی زمزمه کوه او میلمه هم ورسره دا سروکې زمزمه کاوه.
شپه ټولو په مړه خیټه تېره کړله، بنډار یې هم وکړ او په اټن او ذکر یې هم خپله خوا یخه کړله. سهار وختي چې میلمه بېرون راوتلې دی، چې د خپل منزل پر لور روان شي، ګوري چې خر یې نه شته دی.
بیرته راغی او مشر طالب ته یې وویل، چې مشره! زما خر نه شته اوچا وړې دی.
مشر طالب ورته ځواب ورکړ، چې خر چا نه دی وړې؛ خو خر باندې دې بیګاه د بنډاره شپه تېره کړله او ټولو ویل، چې خر برفت او خر برفت او تا هم تایدوله او ویل دې، چې خر برفت خربرفت نو دا هماغه خر و چې لاړو. نور څه مه وایه او په خپله مخه ځه خدای دې مل شه.
دا پورته قصه مې د دې پورې راپه یاد شوه، چې زیات کسان بې له دې چې په اصل موضوع خبر وي بس د هر چا د سیل سره الوځي او هماغه د خر برفت خر برفت کیسه ده.
ځینې بیا په ټولنیزو رسنیو کې همدا د خر برفت خر برفت سروکی زمزمه کوي او ځینې احساساتي کسان په نورو ځایونو کې هم تشویقوي چې د خشونت څخه کار واخلي.
په ټولو هېوادونو کې چې افغانان د هر جابر او ظالم حکومتونو او ډلو پر وړاندې خپل مدني حرکتونه ترسره کوي، د غونډو منتظیمن باید دې مسالې ته زیاته توجه وکړي، چې مخرب او احساساتي کسان پرې نه ږدي چې داسې حرکتونه او اعمال تر سره کړي چې ضرر عام خلکو ته ورسیږي.
اخري خبره دا مهمه ده چې د ظلم څخه خلاصون یوازې د مټو او عضلاتو په زور امکان نه لري ځکه د افغانانو مټې همېشه تړل شوي دي او د مټو د تړلو او مبارزې د کامیابېدو لاره په فکر او عقل کیږي نه په احساساتو چې د هر چا سره خر برفت خر برفت د کیسې په شان سروکي زمزمه کړي.
* شاه محمود میاخیل
د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي او عامه اړیکو مسوول او د ننګرهار پخوانی والي
ليکنې دې ډېري ښې وطنۍ دي، خو د تورخم دروازه چې پرانستل کېده، ستاسو په لاس کې قيچي نه وه؟ وطن برفت وطن برفت تاسو نه زمزمه کاوه؟؟؟ کله چي واک او اختیار درسره وو، ولي مو سمه استفاده نه ترې کوله، چې اوس مو یوه سرښېندونکې ځوانه ډله یواځي پرېښوده؟؟؟؟؟
واک ته ستاسو بیرته راتګ به د یوویشتمې پیړۍ نه تکرارېدونکې معجزه وي. د یادولو وړ ګنړم چې، امریکا د هیبتې ځناورو پروژه په پاکستان خرڅه کړه. خو یوه پوښتنه : د تاسو د جمهوریت غوښتونکو د خوځښت دموکراسۍ څو چارکه دئ؟
یوسفری خانه ستا دې خبرې ته مې شل ځلې هغه وخت او وروسته ځواب ورکړې و خو هماغه د خر برفت قصه ده چې تاسي د حقایقو او معلوماتو نه په غیر د نورو د منفي تبلیغاتو خبرې زمزمه کوي. خو بیا هم یې تاسي لیکم. که بیاهم دې سر خلاص نشو فرق نه کوي ځکه هغوي چې هیڅ نه دي کړي ډیرې نیوکې کوي. هغه د ترانسپورت ۲۴ ساعته بیرته کول و. دغه افتتاح د کلینک وه او دروازه د تورخم د پاکستان د جوړیدو نه راپدیخوا موجود وه او اوس هم شته نو دا د دروازې افتتاح نه وه. ایا د ظاهر شاه د حکومت نه راپدیخوا تر اوسه هلته پاسپورت دواړه خوا نه ټاپه کوي؟ دا بیله مسله ده چې فرصې کرښه منې او که نه منې. د ډیورند منل د والي او حتی د جمهور ریس په صلاحیت کې هم نه ده. دلته د Dejure او defacto مسله په حقوقي لخاظ ده. د زیات معلومات لپاره زما دا کتاب ولوله. ketabton.com/book/14701
دا چې د افغانۍ مې رواج او کلدارې بندې کړلې، د پاچا خان مقبره او مرکز چې د ډاکتر نجیب په وخت پیل شوې و چا نه تکمیلوه، هغه جوړ کړ، د امان الله خان مقبره مې جوړه کړله، د پښتونستان څلې مې جوړ کړ، داعش جغرافیه او د طالبانو نفوذ تقریبا ختم و، او په سل ګونو نورې پروژې پیل او تګمیل کړلې، چا شاباسې راکړ. دلته خبره هماغه ده چې د افغانانو په ژوندو کې ښه نشته او په مړو کې خراب څوک نشته. د افغانستان د دښمنانو او بې فکره ولس یو لوی کار همدا دی ګې څنګه شخصیت وژنه ومړي.
پاچا خانه ته چې لا د جمنوري ارزښتونو او طالبي فکر توپیر نشي کولې نو ملامت نه یې. بې له جمهوري ارزښتونو په طالبي فکر ثبات او سوکالي هم نشي راوستلې. هدف د بیا دندې اخستلو نه دی. ما پنځوس کاله کار کړیدی چې یوازې څلور کاله مې په حکومت کې تیر کړیدي او کار مې هم معلوم و. نور به زما څومره عمر وي چې بیا د چوکۍ لپاره کار وکړم. هو! افغانستان کې مې سوکالي، ابادي او د یو قانونمند او مشروع حکومت رامنځته کیدل چې ټول افغانان په د فکرونو په تفاوت سره ژوند، کار او سیاست وکړي. دې هړف لپاره خپلې هلې ځلې کوو او په چا احسان هم نه کوو. د ډیرو نورو غوندې مونږ هم په سوړه ننوتلې شو، خپلې برګې خوړلې شو خو دا مو وجدان نه مني.دا هم ومنه چې په وچو ویالو ببا اوبه راځي. طالبان چیرته و چې بیا راغلل.
چاري مو دروند ښاغلي مياخيل ښي
ستاسو له ليکنو سره سل په سلو کي همغګی يم ، رښتيا هم چي د فرانکفورت احساساتي حرکت د پښتون ژغورني غورزښت ته سخت تاوان ورساوه او پاکستان خو دا غورځنک په د توروي چي په پاکستان کي نا ارامي را ولي او منظور پښتين تل همدا دا ناري وهي چي موږ خپل حق غواړو ليکن نه په داسي اساساتي اعمالو.