جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: د ټرمپ حکومت د افغانانو ایستلو ته لومړیتوب ورکړی

نیویارک ټایمز: د ټرمپ حکومت د افغانانو ایستلو ته لومړیتوب ورکړی

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۳ مه) له هغه وروسته چې په واشنګټن ډي سي کې پر د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو ډزې وشوې، د ډونالډ ټرمپ حکومت پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او د هغوی ایستلو لړۍ ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې د راپور له مخې، د ټرمپ اداره د هغو افغان وګړو ایستلو ته لومړیتوب ورکوي چې مخکې له امریکا څخه د وتلو وروستی حکم صادر شوی و.

دې ورځپاڼې د داخلي اسنادو په حواله لیکلي چې د ټرمپ حکومت د واشنګټن له پېښې وروسته د افغان کډوالو د سمدستي ایستلو بهیر په اجنډا کې شامل کړی دی.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې د نوومبر په ۲۹مه د یوه داخلي برېښنالیک له لارې خپلو بېلابېلو څانګو ته ویلي چې شاوخوا ۱۸۶۰ افغان اتباع، چې د اخراج وروستي او قطعي حکمونه لري، باید «په بېړني ډول وپېژندل شي او ونیول شي».

د اسنادو له مخې، د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د تابعیت او کډوالۍ د ادارې ټول محلي دفترونه مکلف شوي چې د دغو افغان وګړو موندلو او نیولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هم‌مهاله، د ټرمپ حکومت وروسته له هغه چې تېره اوونۍ سپینې ماڼۍ ته نژدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو غړو ډزې وشوې، د ۱۹ هېوادونو د وګړو د مهاجرت ټولې غوښتنې، پرته له مخکیني اعلان څخه، په پراخه کچه ځنډولې دي. په دې هېوادونو کې افغانستان، میانمار، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتیریا، هاییټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شامل دي. همداراز پر برونډي، کیوبا، لاؤس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا محدود بندیزونه هم لګول شوي دي. امریکايي چارواکي وایي چې ښايي دا نوملړ تر ۳۰ یا ۳۲ هېوادونو پورې پراخ شي.

دا اقدامات وروسته له هغې شوي چې څرګنده شوه د ملي ګارد پر دوو غړیو د برید تورن کس یو افغان پناه‌غوښتونکی و، چې په ۲۰۲۱ کال کې د جو بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته داخل شوی و او د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې، د ټرمپ تر بېرته واک ته رسېدو وروسته، د پناه حق ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب