Homeخبرونهد ناکامورا د وژل کېدو پنځه کاله پوره شول

د ناکامورا د وژل کېدو پنځه کاله پوره شول

تاند:(پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۳مه) ‏نن د جاپاني الاصله خدمتګار ډاکټر ناکامورا د وژل کیدو شپږم تلین دی.

نوموړی ۵ کاله مخکې په جلال اباد کې د ناڅرګندو کسانو له لوري ووژل شو.

دغه جاپاني ډاکټر، چې د افغانستان په ختیځ کې ېې د اوبو د مدیریت لپاره مهمې پروژې عملي کړې وې، په وروستيو کې ېې د کونړ سيند د اوبو د مدیریت پروژې په پام کې وې.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار پخواني استازي حاجي عبدالظاهر قدير د نوموړي د وژل کیدو پړه هغه مهال پر پاکستان واچوله.

د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخیل ويلي، چې د ناکامورا د قتل په تور نیول شوي کسان د پاکستان د تحريک طالبان اړوند وو او افغان طالبانو هم مرسته ورسره کړې وه.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

وروسته په افغانستان کې د جاپان سفارت په يوه اعلاميه کې وویل:«که څه هم له بده مرغه هغه وفات شو، خو د هغه پروژې د هغه د افغان او جاپاني همکارانو له خوا دوام لري.»

د جاپان سفارت زياتوي، چې دوی به له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د جاپان سفارت په اعلامیه کې راغلي:«موږ غواړو د هغه طریقې د افغانستان نورو برخو ته هم ورسوو. د هغه روح هیڅکله نه مړ کیږي.»

 

1 COMMENT

  1. DOCTOR SHAHEED NAKAMORA KILLED BY ZAHEER QADEER BY DIRECTION OF I S I
    NANGARHARYAN MUST DO INVESTIGATE AND SERVE ABOUT THIS CRIME.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...