یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهملا متقي: په نشته همکارۍ کې موږ نه د نړۍ غوښتنې خندوونکې...

ملا متقي: په نشته همکارۍ کې موږ نه د نړۍ غوښتنې خندوونکې دي

تاند (سې شنبه، د اسد ۲ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي پر نړیوالې ټولنې له نیوکو سره ویلي، چې دوی سره د نه همکارۍ په صورت کې ورڅخه کېدونکې غوښتنې د ده په ټکیو خندوونکې دي.

ملا متقي په کابل کې د کار ملي کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي، چې نړیوال د دوی له رژیم څخه هم د نشه یي توکیو له منځه وړل، هم د امنیت تامین، هم له افغان خاورې د تروریستي خطرونو ختمول او هم نورې غوښتنې لري، خو په مقابل کې یې همکاري ورسره صفر ده.

په  همدې حال کې، د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بیا دغې غونډې ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه، چې نړۍ سره یې د رژیم اړیکې مخ په پراختیا دي.

د هغه په وینا، د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې افغان سفارتونه دوی سره په اړیکه دي او بهرنیانو سره د دوی تعامل په زیاتیدو دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو منتقدان بیا دوی د لویدیزوالو او خاصتاً د امریکا لخوا پر افغانانو واکمن کړل شوي ګڼي.

دوی په ښکاره او پټه طالبانو ته د امریکا د ډالري کڅوړو د استولو ادعا لري، خو طالب چارواکي دوی سره د مرستو داسې ادعاوې بې اساسه ګڼي.

3 COMMENTS

  1. ولې خندونکي دي، خندا خو تاسو هم په ملت او هم نړیوالو ته په دروغو ویلو کوي. دا هره اونۍ ۴۰ میلونه ډالر چیرته ځي، د هوایی حق العبور پیسې چیرته ځي د ګمرکونو عاید او د کانونو د استخراخ ګټه چیرته روانه ده. ولې نه وایی چې پنجاب کې سرمایه ګذاري کیږي ځکه تاسو خو افغانستان د پاکستان په پنځمه صوبه بدل کړی.

  2. مستقل او خپلواک دولتونه باید خپل وجایب د خپل ملت او نړیوالو په مقابل کې سرته ورسوي . په هغه جمله کې د نشه یي توکیو له منځه وړل، کورنی امنیت تامینول ، له افغان خاورې د تروریستي خطرونو ختمول هم شامل دي .
    تاسو د خپل ملت حق چې خدای ، رسول ، افغان ټولنې او نړیوالو منل شویو حقوقو ورکړي دي ، نه ورکوئ .
    د ژوند حق الله تعالی هر انسان ته یوځل ورکړی ، په دې دنیا کې بیا راژوندې کېدل نشته . نو ولې بې موجبه ستاسو رژیم له بې ګناه انسانانو نه اخلي ؟
    هرکاسب د الله تعالی حبیب ده ، مګر تاسو کار خپل اهل ته نه سپارئ ، میم زرما ټوله د ملا . تاسو وزارت تر پیاده ټول ملا ، چړې او خپلو بېسواده ملګرو ته ورکړي دي ؟
    د تحصیل حق د هر نارینه او ښځینه وګړي حق ده ، د ښوونځیو دروازې یې پرمخ خلاصې کړئ، له خپل ملت سره نور ظلم مه کوئ . نه شرعي ممانعت شته او نه کلتوري . که ملایان دا حق نه ورکوي ، نور د ولس پرمخ دې د تعلیم دروازې خلاصې کړي .
    د ملګرو ملتونو د سازمان منشور کې دا راغلي دي ، چې د نورو په کورنیو چارو کې باید مداخله ونکړل شي ، د چا امنیت باید تهدید نه شي . په تېر ځل کې تاسو د بن لادن په ساتلو سره ځانونه او ټول افغانستان نړیوالو ته ملامت کړ او شل کاله پرمونږ جنګونه تحمیل شول . ملامت تاسو یاستئ .
    بنا لومړی له خپل ولس نه مشروعیت ترلاسه کړئ او بیا نړیوال قوانین ، کنوانسیونونه مراعات کړی چې نړیوال هم له تاسو سره رسمي اړیکې ټینګې کړي او د ضرورت په وخت کې درسره مرستې وکړي .

  3. ښاغلی متقي له نورو ګيله مه کوه. ګيله له خپله ځانه وکړه چې تاسې دومره د واک وږي واست او د پنجاب د نفوذ لاندې وئ چې د پاکستان په نغوته مو له امريکا سره خبرې کولې او ولسمشر محمد اشرف غني سره مو نه کولې چې دا ولې؟
    ښه به دا وي چې ته ښه په غور د ښاغلي افراسياب خټک دا وينا واورئ چې غوږونه مو در خلاص شي.

    https://www.youtube.com/watch?v=x1hxZdflMt4

    تاسې دومره وړانده واست چې ضمانت مو هم تاسې ورکړی چې وخت او نېټه هم پکې روښانه نه ده، نو هسې ….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب