یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپاکستان: له افغان خاورې ترهګرۍ نه زموږ په ګډون ۵ ګاونډیان اندېښمن...

پاکستان: له افغان خاورې ترهګرۍ نه زموږ په ګډون ۵ ګاونډیان اندېښمن دي

تاند (سې شنبه، د اسد ۲ مه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني نن په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ادعا کړې، چې د پاکستان په ګډون د افغانستان ۵ واړه ګاونډیان له دغه هېواد څخه د ترهګریزو خطرونو په اړه اندېښمن دي.

د هغه په وینا، چین، ایران، تاجکستان او ازبکستان هم د  دوی په شان اندېښمن دي چې له افغان خاورې به یې ترهګري وګواښي.

پاکستاني استازي ونه ویل، چې دغه ادعا د کومو اسنادو او مدارکو په اساس کوي.

تر دې مخکې تاجکستان هم وخت پر وخت له افغان خاورې د تروریستي خطرونو د ور پېښیدو اندېښنه ښودلې وه، خو نورو هېوادونو داسې څه نه وو ویلي.

پر افغانستان واکمنو طالبانو بیا داسې ټولې اندېښنې بې اساسه ګڼلي او ویلي، چې له افغان خاورې هیڅ کوم هېواد ته اندېښنه نه ده موجوده.

پاکستاني استازي په تازه څرګندونو کې دا هم ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان موضوع دوی ته سره کرښه ده او پر افغانستان له واکمنو طالبانو غواړي چې افغانستان کې ورته ځای ورنه کړي.

1 COMMENT

  1. ولې خلک غولوی، دا خو تاسې وی او یاستئ چه دغرب ترهګري او جنایاتو کور وۍ او یاستۍ، انګرېز تاسې یې همدې خاطره جوړ کړ او مینځ ته راوستل چه هم هندوستان ، ایران او افغانستان وران کړئ د اسنادو پر بڼسټ! ما سره مخامخ شئ! ستاسو د ترور مکتب او زدهکونکي مې د سویس زیوریخ د تلویزیون غړو سره ۱۹۸۵ کال کښې پښاور کې ولیدل او وغږېدلو او پوه شولو، سند سره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب