جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد فرانسې ولسمشر، افغان ښځې او نجونې د امریکا د وتلو بیه...

د فرانسې ولسمشر، افغان ښځې او نجونې د امریکا د وتلو بیه پرې کوي.

تاند (سې شنبه، د اسد ۲ مه) د فرانسې ولسمشر وايي، افغان ښځې او نجونې له افغانستانه د امریکا د وتلو د پرېکړې قیمت ادا کوي.

ایمانویل مکرون د افغانانو پیاوړتیا ته په اشارې له افغان مېرمنو او نجونو وغوښتل چې “راتلونکې ته هیله منې واوسي.”

د فرانسې ولسمشر نن سې شنبې ازادي راډیو ته وویل، «موږ هغه څه وکړل چې د کډوالو د منلو او له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د دې پرېکړې او د هغې له پایلو وروسته یې د خلکو د ساتنې لپاره کولای شو.»

هغه ومنله چې افغان ښځې او نجونې له دې پرېکړې اغېزمنې شوې او هره ورځ يې بيه پرې کوي.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته بې دلیله له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړي او په اکثره سیکتورونو کې یې د هغوی د کار په لاره کې یې خنډونه جوړ کړي دي.

د ښځو او نجونو له حقونو سره د زیاتي له کبله د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

ډیری هیوادونه او حتي امریکايي چارواکي پر ولسمشر بایډن انتقاد کوي چې په غیرمسوولانه ډول یې ځواکونه له افغانستانه وایستل.

تېره اوونۍ د امریکا پخواني ولسمشر او د راروانو انتخاباتو کاندید، ډونالډ ټرمپ د جمهورپال ګوند ملي کانګرس ته په وینا کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي جدي نیوکې کوکړې.

د ډونالډ ټرمپ په وینا له افغانستانه د دوی د بې‌پلانه وتو له امله په دغه هېواد کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شول.

5 COMMENTS

  1. دې ښاغلي ته باید اوویل شي چې، افغانان ستا مشوره ته اړتیا نلري. افغانان هم تا پیژني او هم هیبتې ځناور.
    خو دا خبره باید پاتې نسي چې، په فرانسه کې تاسو هم مسلمانانو میرمنو او انجونو ته د حجاب د اغوستلو اجازه نه ورکوئ. د هیبتې ځناورو او ستا ترمنځ توپیر په افراط او تفریط کې دي. هیبتې ځناور افراط کوي او تاسو تفریط او دواړه په غلطه یاست.

    • د هیچا پر کمینټ مو محدودیت وضع کړی نه دی. تاسو ټولو له (لوپره) شکایت درلود. د تبصرو په سیستم کې مو تغییر راوست چې په اتومات ډول خپرې نه شي. له دې کبله به ستاسو د تبصرې تر هغو نه خپرېږي چې لیدلې مو نه وي.
      له همدې کبله به ځنډ پکې راځي.
      هیله ده چې حوصله وکړئ. مخکې تر مخکې مو د حوصلې مننه

  2. لوپر برناحقه پء مقدساتو لګېده او هغه تعرض يې پر طالب نه، بلکې سيده پر اسلام او پر ځينو مواردو کې د الله تعالی پر پېغمبر صلی الله عليه وسلم او د هغه پر بیبيانو وو او دا يو نامسبه لګېدنه وه. لوپر ښه پوهيږي چې له موږ هر څه له اماني پيره تر دې دمه زاړه او نويو ښکېلاکونو اخېستي او غصب کړي يې دي. تاسې محترم ته روښانه ده چې ارواښاد باچا د نجونو د مکتب پر سر زندان ته واچول شو او دومره سخت وهل شوی وو چې پښتۍ يې ماته شوې وه. امان الله خان پرې له هېواده پرېښوولو ته اړ شو او ان افغان سيد جمال الدين له خپل هېواده ترکيه او مصر ته پرې تبعيد او دا ټوله ځمکه ورته له زاړه ښکېلاکه اور ګرځېدلې وه. دا زاړه زخمونه دي چې لا تر اوسه ترې وينه بهيږي، خو لوپر ايمانا او اخلاقًا هغه څه کول چې د طالب لپاره يې غيرمسؤولانه سپکاوی دين، محمد صیل الله عليه وسلم او د هغه بيبيانو ته کولو چې اخر ولې؟
    ولې او په کوم موجب يې سپکاوی کولو او پر مقدساتو لګېده، نو دې ملت له کمونېزم څه خير ليدلی دی؟ دا يو نيم ميليون نه زيات شهيدان مو څه ته ورکړل او له دوو ميليونو زيات مو زخميان کړل، نو اوس دی د دې ټولو ناخوالو سره سره بيا هم بې موجبه پر دين (اسلام) لګېده او دومره جرئت يې ځانته ورکولو چې د ده د کمونېزم له دې ټولو ناخوالو سره بيا هم پېغمبر صلی الله عليه وسلم او د هغه بيبيانو پورې به لګېده.
    د ده د کمونېزم له لاسه ما يوولس کسه شهيدان ورکړي دي او اوس به دی راپورته کيږي او هماغه د کمونېزم ببولالې او عُقدې به پالي، نو اخر زموږ ايمان واسلام او مکلفيت مو څه شو. ده ته موږ په کراتو کراتو وويل چې پر مقدساتو مه لګېږه او پر طالب نيوکې کوه، خو ده عناداً د ټول مسلمان ملت له احساساتو سره بېباکانه چلند کولو او بيا به يې نامناسب توري وکارول، نو ځکه مو تاسې ته بار بار شکايت وکړ او تاسې خو د آواره ګۍ له پيره مو پېژنو چې تاسې يوه اديبه او شاعرانه کورنۍ ياست او د ده په څرګندونو تاسې ته د خلکو مخ دراوړي او ښه به دا وي چې د ده دا څرګندونې بندې او يا سانسور شي. لوپر قصداً د مقدساتو توهين کولو چې دا يې ښه کړنه نه وه.

  3. دا خو تاسې یاستی چه سترګې مو له ۳۲۰۰ کاله را هيسې په نننئ افغانستان تړلي دي او پر له پسې او نه یواځې امریکا، ستاسو ګډ برید پر ننی افغانستان او له زر کاله جنګ انګریز سره په دې منطقه کې:https://en.wikipedia.org/wiki/France%E2%80%93United_Kingdom_relations
    1177 B.C.: The Year Civilization Collapsed
    دا خو تاسې وی او یاستی چه نړۍ کې مو له ۳۲۰۰ کلونو را هيسې اور بل کړی!اور بل کړی! تاسې غونډ غرب ما پېژنئ چه مخامخ تاسو خنزیرانو ته مې ویلي دي:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب