Homeخبرونهد سلمابند اویه د ۵ ولسوالیو کروندو ته خوشي شوې

د سلمابند اویه د ۵ ولسوالیو کروندو ته خوشي شوې

تاند (سې شنبه، د اسد ۲ مه) د طالبانو حکومت وايي چې په هرات ولایت کې یې د سلمان بند اوبه د پنځو ولسوالیو د کرنیزو مځکو د خړوبولو لپاره خوشي کړي دي.

سلما بند، چې د جمهوري حکومت په مهال د هند په مرسته جوړ شو، اساساً د اوبه خور لپاره جوړ شوی او یوه اندازه برېښنا هم تولیدولی شي.

باختر خبري اژانس نن د طالب چارواکو له خولې راپور ورکړ چې د دغه بند اوبه د اوبه (اوبې)، چشت شریف، پښتون زرغون، انجيل او ګذرې ولسواليو ته پرېښودل شوې دي.

د خبر پر اساس، د هریرود- مرغاب د سیندي حوزې مسوولانو وویل چې په دغو ولسوالیو کې د اوبو له درې بندونو څخه په هره ثانیه کې ۶۰ متر مکعب اوبه کروندګرو ته رسېږي.

ویل شوي چې د سلما بند اوبه د کروندګرو د هوساینې او د خلکو په سلا خوشې شوې دي.

د سلما بند د افغانستان په لوېدیځ کې د هریرود او مرغاب په سیندي حوزو کې د هېواد له مهمو بندونو څخه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...