یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه کونړ کې د زړې مرمۍ چاودنې د یوې کورنۍ ۵ غړیو...

په کونړ کې د زړې مرمۍ چاودنې د یوې کورنۍ ۵ غړیو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (سې شنبه، د اسد ۲ مه) د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ په چاودنه کې د یوې کورنۍ پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ناړۍ ولسوالۍ د بهادر مشال کلي په یوه کور کې د هاوان زړه مرمۍ چاودلې چې له کبله یې د یادې کورنۍ یو دوولس کلن ماشوم وژل شوی او د مور په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

ټپیان د اسعداباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي او ډاکټرانو يې روغتیايي حالت له خطر وتلی ښودلی دی.

ځايي اوسیدونکي وايي: ماشومانو د هاوان ناچاوده ګولۍ له غره څخه کورته راوړې وه او لوبې یې پرې کولې چې وچاودېده.

پرون د ملګروملتو وویل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۹۲ کسانو ته د ماینونو او مهماتو په چاودنو کې مرګ‌ژوبله رسېدلې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر “OCHA” ویلي چې د قربانیانو ۸۸ فیصده ماشومان دي.

له‌دې ډلې د راپور له‌مخې ۵۵ فیصده د لوبو پر مهال او ۱۵سلنه یې د اوسپنې د راټولولو پر مهال مړه او ټپیان شوي.

کابل، ننګرهار، هرات، غزني او کندهار د ماینونو د چاودنې له لحاظه تر ټولو زیان منونکي ولایتونه پېژندل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب