یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهجو بایډن ته د حامد کرزي سپینې خبرې، د امرالله صالح خاطره

جو بایډن ته د حامد کرزي سپینې خبرې، د امرالله صالح خاطره

تاند (سې شنبه، د اسد ۲ مه) د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال او د ملي امنیت ريیس امرالله صالح افغانستان ته د جو بایډن د یوه سفر او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې د توندو خبرو خاطره خپره کړې ده.

جو بایډن په ۲۰۰۹ م کال د امریکا مرستیال ولسمشر غوره شوی و خو لا یې د مرستیال ولسمشر په توګه دنده نه وه پیل کړې. نوموړي د لوړې تر مراسمو ویه اوونۍ مخکې کابل ته راغی او له حامد کرزي سره یې په ارګ کې ولیدل.

امرالله صالح چې هغه مهال د ملي امنیت ريیس و، لیکلي چې بایډن په ارګ کې حامد کرزي ته وویل چې په افغانستان کې د امریکا حضور دایمي نه دی او د واشنګټن لپاره پاکستان تر افغانستان ۵۲ ځلې مهم دی.

صالح چې په دې مجلس کې ناست و، وايي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جوبایډن د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې افغانستان د امریکا له راتګ راتګ سره نه دی پیدا شوی، او نه به د امریکا په وتلو پای ته ورسیږي.

ښاغلي صالح زیاته کړه چې جو بایډن په 2009 کې په دې مېلمستیا کې “د دود خلاف او سختې کلمې وکارولې.

ښاغلي صالح په خپله ایکسپاڼه کې د ښاغلیو کرزي او بایډن لفظي شخړې ته په اشارې لیکلي:

جوبایډن په دې مېلمستيا کې حامد کرزي او د هغه د کابینې غړو ته په خطاب کې وویل: «ښاغلي کرزی، تاسو زموږ حضور ازاد او دایمي ګڼلی دی. که اړتیا وي، موږ به هغه څه وکړو چې موږ یې غواړو. موږ د پاکستان په نوم یو متحد لرو چې د افغانستان په پرتله ۵۲ چنده مهم او غوره دی.

د صالح په وینا، د جو بایډن خبرو ښاغلی کرزی په غوسه کړ او ښاغلي کرزي بایډن ته په ځواب کې وویل: “تاسو ته موږ او زموږ هېواد مهم دی او که نه، دا مهمه نه ده. زموږ وطن موږ ته تر پاکستان ۵۲ زره چنده مهم دی. افغانستان ستاسو په راتګ سره نه دی پیدا شوی او نه به ستاسو په وتلو سره مړ شي.”

کرزي زیاته کړه: “ستاسو خبرې زما هغه ادعا تاییدوي چې بیا بیا یې کوم او هغه دا ده چې تاسو به په هیڅ ډول له پاکستان سره له مصلحت او پټ جوړجاړي څخه تېر نه شئ. تاسو ښه پوهیږئ چې اصلي ترهګر د پاکستان پوځ او استخبارات دي او تاسو په ناحقه زموږ د خلکو د ځورولو هڅه کوئ.»

ښاغلي صالح همداراز لیکلي چې ښاغلي کرزي زیاته کړه: “پر پاکستان مو زور نه رسیږي او تاسو دلته راغلي یاست او د ترهګرۍ په نوم مو شورماشور جوړ کړی دی. د ترهګر نوم د کوټې شورا ده. ستاسو پوځ هيڅکله په کوټه کې يو بم هم نه دی غورځولی. ملا عمر او ملګري یې د آی اس آی په کورونو کې شین چای څښي او تاسو د دوی د کندهار په شاوخوا کې تعقیبوئ.”

د امرالله صالح په وینا ښاغلي کرزي بایډن ته دا هم وویل: «ستاسو خبرو ماته یوه خبره روښانه کړه: زموږ ګډې ګټې لږې دي یا شاید هیڅ نه وي. موږ ستاسو له مرستې منندوی یوو، مګر د دې مننې معنا دا نه ده چې موږ له خپل تاریخ او غروره تېر شو. تاسو باید دا ډول چلند د تاریخ له تصادفونو سره وکړئ. دا ملت تاریخ لري، ویې لولئ.»

ښاغلي صالح دا خاطره د ولسمشرۍ له کاندیدۍ څخه د جو بایډن له تېریدو وروسته لیکلې ده. پخوا هم د دې موضوع په اړه ځیني مطالب خپاره شوي وو خو ښاغلي صالح جریان په تفصیل راخیستی دی.

2 COMMENTS

  1. دغه هر څه د طغوتي جهاد له برکته.که خبیثو مرتدو جهادیانو د نجیب الله د ملي روغې جوړي له اعلان سره افغانستان ته راستانه سوي وای او سوله یې کړې وای دغه بې ننګي به موږ ته په میراث نه پاته کیدله. نن هم د طالب په باچایی کې کافرستان تورغری پنجابی افغان ولس ته داسي پیغور ورکوي. دغه د ابلیسي جهادي داړو او طغوتي جهاد برکت ده سي هم یې مړه کړلو هم یې پړه ☹️

  2. زه دا باور نه لرم سي کرزي د دومره ستوغي ورته ویلې وي ! کرزی هغه څوک سي د بوش په ټټر یې د امان الله خان مدال وروټومبل، کرزی هغه څوک وه سي ویل یې والله ما واده نه کول زه امریکایی دوستانو مجبوره کړم سي واده وکړم. کرزی او غنی دواړه بې د امریکې له اجازې غولتون ته هم نسوای تللای.☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب