Homeخبرونهچمن- سپین بولدک، پاکستان: طالبان د بې ویزې کسانو د تګ راتګ...

چمن- سپین بولدک، پاکستان: طالبان د بې ویزې کسانو د تګ راتګ مخه نیسي

تاند (سې شنبه، د اسد ۲ مه) د پاکستان ډان ورځپاڼې نن ادعا وکړه چې د پاکستان حکومت له اعتراض کوونکو سره تر خبرواترو وروسته سوداګرو او کارګرو ته اجازه ورکړه چې په شناختي کارد او تذکرو د چمن – سپین بولدک ترمنځ تګ راتګ وکړي خو د طالبانو پوله ساتو بې پاسپورټ او وېزې افغانستان ته د هغوی د ننوتو مخه ونیوله. طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسي حال کې ده چې پرون د پاکستان د پوځ ویندوی وویل، افغانستان شپږ ګاونډیان لري او له پاکستان پرته له ټولو سره تګ راتګ په پاسپورت او وېزې کوي نو هیڅ جواز نه شته چې څوک د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم د بې ویزې تګ راتګ غوښتنه وکړي.

دغه موافقه د پاکستان د حکومت له خوا له څو مياشتو لاريونونو او د يو شمېر اعتراض کوونکو له نيولو وروسته شوې ده.

د ډان د راپور له مخې، له شاوخوا نهو میاشتو وروسته د پاکستان حکومت د چمن لاره بېرته پرانېستله او سمدلاسه یې ګڼ شمېر مسافر چې د دې اقدام په انتظار وو افغانستان ته ننوتل. د راپور له مخې، د لارې له پرانیستلو څو ساعته وروسته طالبانو د هغو کسانو مخه ونیوله چې پاسپورټ او ویزې یې نه درلودې.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې طالبان په چمن کې له مظاهره چیانو سره د پاکستان د حکومت له موافقې راضي نه دي او د دغې ډلې چارواکو ویلي چې په تړون کې ټاکل شوي شرطونه یو اړخیز وو او له دغې ډلې سره خبرې نه دي شوي.

دې ورځپاڼې نن د اسد په دويمه ليکلي، چې د طالبانو سرحدي ساتونکو هغو کسانو ته چې غوښتل يې د زوکړې په سند افغانستان ته ننوځي، له پولې هاخوا اجازه نه ورکوي.

طالبانو د پاکستاني ورځپاڼې د ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. وایی غله ته وایه غلا وکړه د کور خاوند ته وایه بیدار اوسه. دغه تور پنجابي هم خپل غلام طالب ته وویل اوس ته اجازه مه ورکوه 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...