یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه لومړي وار طالبانو په هیواد کې د بېکارۍ پر سترې ستونزې...

په لومړي وار طالبانو په هیواد کې د بېکارۍ پر سترې ستونزې کنفرانس دایر کړ

تاند (سې شنبه، د اسد ۲ مه) د طالبانو حکومت په لومړي ځل د کار ملي کنفرانس جوړ کړ او په هیواد کې یې پر پراخې بېکارۍ او اقتصادي ستونزو بحث وکړ.

په دې کنفرانس کې د طالب چارواکو ترڅنګ د خصوصي سیکتور او یوشمېر نړیوالو موسسو استازي ګډون لري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي په دې کنفرانس کې به د بې روزګارۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو د جوړلو د تګلارو په اړه بحث وشي.

ملاحسن اخوند: بې روزګاري د ۳ لسیزو جګړو میراث ده

د طالبانو ريیس الوزرا ملا حسن اخوند وايي، بېکاري د څلور نیمو لسیزو جګړو او بهرنیو مداخلو پایله ده چې د طالبانو رژیم ته په میراث پاتې شوې ده.

ملاحسن اخوند د کارګرانو په ملي کنفرانس کې له هېوادونو او مرستندويو ادارو وغوښتل چې د کارموندنې په برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

ده په یوه پیغام کې له خصوصي سکتور څخه غوښتي چې د دوی له خوا له رامنځته شویو شرایطو ګټه واخلي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار پیدا کولو او د فقر کمولو په موخه د کارګرانو ملي کنفرانس ته بیلابیلاو طالب چارواکو ویناوې وکړې.

متقي: نړۍ یوازې امر کوي، همکاري نه کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی په کنفرانس کې د وینا په مهال پر نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو نیوکه وکړه او ویې ویل دا مسخره ده، چې نړۍ یوازې امر کوی، خو همکاری نه کوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې نړیوالې ټولنې او د افغانستان ګاونډیو هیوادونو د افغانستان په وړاندې خپل مسوولیتونه نه دي ادا کړي.

ده زیاته کړه چې طالبانو امنیت برابر کړی، د داعش او نشه یي توکو پر وړاندې یې جګړه کړې، خو نړیوالې ټولنې هېڅ ونه کړل.

یو ملیون کارګر په کار بوخت دي

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير عبدالمنان عمري په دغه کنفرانس کې وویل چې اوسمهال په افغانستان کې تر يو ميليون ډېر کسان په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي.

هغه وويل چې د څو لسيزو جګړو د خلکو د ژوند سيستم او زيربناوو ته ستر زيانونه اړولي دي.

د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې دوی له مالي بندیزونو او د پیسو د منابعو له کنګل سره سره په هېواد کې د بې کارۍ ستونزې ته د حل لاره موندلې ده.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، طالبان له ګاونډیو او خلیجي هېوادونو سره یوې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې یې دغه هېوادونه په قانوني توګه مسلکي او نیمه ماهر افغانان ومني. عبدالکبیر دا هم وویل چې د دې تړونونو له مخې به غیر قانوني افغان کارګرانو ته اسناد ورکول کېږي او د دوی ستونزې به حل کېږي.

په راتلونکو پنځو کلونو کې پنځه سوه زره دندې

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر هم په دې کنفرانس کې وویل چې وزارت یې داسې پلان لري چې پر اساس به یې په راتلونکو پنځو کلونو کې په افغانستان کې تر ۵۰۰ زرو زیاتې دندې پیدا شي.

نورالدین عزیز د دغه پلان په اړه جزئیات ورنه کړل.

3 COMMENTS

  1. طالبان په خپله په تیرو دوو لسیزو کې د جګړې یو له اصلي لوری و. د جهادي تنظیمونو په شان دوی هم بې شمېره پلونه، پُلچکونه، سړکونه او نور اساسي تاسیسات ویجاړ کړي او د ډېرو نورو د جوړېدو مخه یې نیولې ده.
    ارمان

    • د عام المنفعه تاسیساتو تخریب او ویجاړولو ته خو دوې مقدس جهاد وایې. دا تاسیسات هم کافران سوي وو، ځکه بهرنیانو جوړ کړي وو. فتوا اسانه دی ، د کفر ټاپه او ژیړه بوشکه تري لاندي او یو درز کارتمام. نتیجه ګاونډیان خوشحاله اسلام او ملت ناراضه. خو له هیبتې ځناورو څخه د ملت د نارضایتي او عام المنفعه تاسیسات په ارزښت پوهیدل سهوه دئ. دغو ځناورو انسانان په چړو حلالول او الله اکبر ناری به یې هم وهلي.

  2. د دین او دنبا رټلو دښمنانو او د پنجاب نامحرم اولاده بیکاري ستاسو زیږنده ده. په دا تیرو شلو کلو کې مو هم کار ته نه پریښودل او د دولت، موسسو او خارجیانو سره د کار پنوم مو وژل او اوس هم تاسو غلو په هر څه ګیډه اچولې او درګرده افغانستان لوټوئ او پنجاب کې سرمایه ګذاري کوئ. تاسو د بشریت او دین دښمنانو سره دولت، د انسان سره کیناستل او د انسانیت خدمت نه ښایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب