دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهریجارد بینیټ د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه راپور...

ریجارد بینیټ د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۷ مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ به د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ۹) د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا اووه پنځوسمې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړي.

بینیټ تېره میاشت د طالبانو له لوري افغانستان ته له سفر کولو منع شو خو د افغانستان د بشري وضعیت په اړه لا هم له بهره څېړنو ته دوام ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد د ریچارډ بینیټ راپورونه له مبالغې ډک بللي دي او ویلي یې دي چې هغه کوچیني مسایل لویوي چې له همدې امله یې افغانستان ته پر سفر بندیز لګیدلی دی.

ښاغلی بینیټ تیره اوونۍ ترکیې او قطر ته ولاړ او هلته یې له یوشمیر افغانانو سره د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د ښاغلي بینیټ په تازه وړاندې کېدونکي راپور کې به ډېر تمرکز د طالبانو د امریالمعروف پر نوي قانون وي چې حتي د ښځو پر غږ هم بندیز لګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب