دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر /  شعر او  تخیل /  راپور...

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر /  شعر او  تخیل /  راپور (۵۳) / کامله عزیزي 

ځای: انلاین 

نېټه:  2024/8/4

ګډونوالې: 21 

وړاندې کونکې او راپور: کامله عزیزي

څرنګه د شعر لپاره تخیل روزلی شو؟ ولې په شعر کې تخیل مهم دی؟ تخیل او تصویرونه شعر څومره ښه کولی شي؟ د دې اوونۍ په غونډه کې پر همدې پوښتنو بحث وشو یا هم حل شوې.

شفیقه خپلواک: 

شعر پوهان تخیل د شعر اساسي برخه ګڼي، له تخیله پرته شعر نیمګړی دی، نو اول باید پر دې بحث وشي چې تخیل څه دی؟

زه په دې اړه ډېر علمي معلومات نه لرم، خو زما لپاره تخیل عموماً د لاشعور هغه تصویرونه دي چې مانا لېږدوي. هغه مفاهیم چې په متفاوته بڼه د تصویر، ژورې معنا، سمبول او نورو اړخونو په مرسته بیانېږي. د تخیل په مرسته ممکن یوه کلیمه او یو تصویر ګڼې بېلابېلې معناوې ومومي. د مثال په ډول د استاد پسرلي د شمعې په اړه مشهور غزل چې یوه شمعه یې په ګڼو بېلابېلو مفاهیم کې تشریح کړې ده. یا یې ګڼ مفاهیم د یوې شمعې په واسطه بیان کړي. 

خیر دی که مې ویلي شي تن واړه لکه شمع

ټیټه مې دې بل ته نۀ شي غاړه لکه شمع

ښکلو ته اظهار د مینې زړۀ اوبۀ کول دي

ګرانه ده ښکلا ته د عشق ژباړه لکه شمع

مینه کې چې وکړي څوک اودس پۀ خپلو اوښکو

لمونځ یې ادا کیږي پۀ ولاړه لکه شمع

اوس چې مې د خپلو جلوو خوا کې لیدی نۀ شې

بیا مې د تیارو پۀ زړۀ کې غواړه لکه شمع

نورو ته بۀ ښایې تماشې کړې د نازونو

زۀ او زړۀ مې اور اوبۀ شوو دواړه لکه شمع

دې غزل کې تر ټولو لوی کمال لوړ تخیل دی چې یوه تکراري کلیمه یې هر بیت کې نوې کړې. د تخیل  یو کار دادی چې زړو مفاهیمو ته له نوې زاویې وګورې او نوې خبر پکې وکولای شې.

د کاملې عزیزي یو بیت دی چې:

د آیینو وطن دي څنګه را ذره ذره کړ

پر پټو سترګو یې پر خوا لکه ډبره لاړې

دغه په ډبره آیینې ذره کېدل ډېر زوړ مفهوم دی ښایي په ډېرو شعرونو کې دا خبر بیا بیا شوې وي،  زړه له آیینې سره تشبیه شوی، ارمان یا زړه ذره ذره شوی. خو په دې بیت کې وطن لکه آیینه داسي دی، دښمن لکه ډبره پرې ورځې او ذره ذره یې کوې، دا زما لپاره یو نوی مفهوم دی او د دې ټول کمال تخیل دی چې زوړ مفهوم یې په نوی اړولی.

د دې یو بل بیت یې چې: 

خلک یې خوږ بولي، خو چا یې مینه و نه لیده

موږ کم نصیبو ته د درو بنو سړی دی وطن

عموماً پر وطن ټول خلک سر قربانوي، وطن خوږ بولي، کله چې ښځو وطن یاد کړی هغوی هم دې ته چمتو دي چې یار پرې قربان کړي مور و پلار پرې قربان کړي، مګر دلته له تخیله په استفادې موږ ته یو ډېر ورځنی تصویر “د دریو بنو سړی” پر شعر بدلوي. نو تخیل یوازي د ګلانو، د ونو، د لمر او یوازي د ښکلو شیانو تصوریونه نه دي، تخیل له ډېرو عادي او وروځینو تصویرونو مفهمونه جوړول دي.

څنګه کولای شو  په شعر کې تخیل وروزو؟ څو شیان مهم دي، یو خبره دا چې جزییاتو ته پام وشي، که همدغه بیت ته تم شو، د ژوند ورځني تصویر او ډېر خشن تصویر “ د دریو بنو سړی” ته پام پکې شوی دی. “د دریو بنو سړی ” ډېر یو عمومي حالت دی، مګر د تخیل پر مټ ته هغه له یوڅه سره پرتله کوې، تحلیل ورته لرې او د شعر لپاره ترې استفاده کولای شې.

د استاد غضنفر یوه مقاله وه عنوان یې دا و چې  لیکنو ته څرنګه موضوعات پیدا کړو؟ هلته یې لیکلي و کله چې بهر ووځئ، شاوخوا ګورئ ډېر زیات شیان لیکلو ته شته او باید د خریدار په سترګه ورته وګورئ، هغه که د طبیعت تصویرونه دي او که د ورځني ژوند واقعیتونه دي. 

دویمه  مهمه خبره دا چې هغه شاعران ولولئ چې درته نوي وي، کله کله موږ د یوه شاعر له شعره سره عادت شو، خو د تخیل د پاللو لپاره د بېلابېلو شاعرانو لوستل مهم دي، د مختلفو ژبو، د مختلفو تاریخي دورو، د نويو، د پخوانيو شاعرانو لوستل، ښځینه او نارینه شاعران، فلکلور، بېلابېل خلک لوستل او بېلابېل ژانرونه کله غزل، کله نظم او کله سپین شعر لوستل مهم دی.

بله مهمه خبر د تحلیل قوه ده، زه ډېر شعرونه په پښتو کې لولم، خو په پښتو کې ډېر داسي شعرونه شته چې ډېر ښایسته تصویر او تخیل به وي خو دا تخیل به هیڅ مفهوم نه لري یاني څه؟ ممکن د ښکلي تصویر شعر ولولو خو بېرته چې فکر کوې چې دا شعر اخر کې څه وایي؟ هيڅ پرې ونه پوهېږو فقط یو بې تحلیله تصویر وي. 

د شعر که یو اړخ تخیل، خیال او انځورونه دي، نو بل اړخ یې مانا ده چې ته دا انځورونه څنګه مانادار کوې؟ په شعر کې له تخیل سره سره د تحلیل قوې ته پام مهم دی چې نوی مفهوم پیدا کېږي او نوی شعر لیکل کېږي.

د تحلیلي قوې لپاره ځيرکتیا پکار ده او د هغه لپاره د بېلابېلو علمو لوستل پکار دي چې مختلفې تصویر سازي جوړه کړئ او یوه مانا پیدا کړي. نو که هر ډول تخیل وي، که مانا نه لري هیڅ په درد نه خوري فقط لکه ښایسته رنګونه مو سره ایښي وي.

بله دا چې کله چې لوی شاعران لولئ یوازي د خوند لپاره مه لولئ، دوی کولای شي یوه کلمه په څو څو طریقو وکاروي، دې ته ځېر شئ چې دوی کوم  تخنیکونه کاروي، د شعر ذرې ذرې کول مهم دي چې پر پیوند یې وپوهېږئ.

بله خبره ما د ایملي ډیکنسن په اړه ما لوستي و، دې چې به شعر لیکه د لغاتونو قاموس به ورسره ایښی و او مختلفې کلمې به یې کتلې. د لغاتونو زده کېده ډېر مهم دي، ځکه شعر دی کلمې له کلمې پرته خو نه فلم دی چې تصویر کې یې بیان کړې نه عکس دی، څومره چې د کلمو زخیره ډېره وي هغومره ښه تخیل پنځولای شو.

کله کله د انسان په زړه کې تصویرونه راځي خو که د دې لپاره مناسب کلمات نه وي هغه تصویر غلط یا نیمګړی لېږدول کېږي؛ نو د نویو کلمو زدکول ډېر مهم دي، هغه  که له ډیکشنري، که له کتابونو، که له اناګانو او نیکونو، که له لنډیو او که له کیسو وي، مهمه داده چې نوې او ډېرې کلیمې زده شي. مثلاً د پروین ملال په شعر کې هم صوفیانه کلمې، هم فارسي، هم عربي، هم کندهارۍ لهجې کلمې او حتا په دې لهجه کې هغه کلمې چې یوازي د ښځو ترمنځ رواج دي شته.

په شعر کې باید د کلمو په برخه کې ځان ته حدود و نه ټاکل شي چې دا سوچه ده که نه، د میرمن ملال شعر په دې هم بریالی دی چې له هرې ممکنې ژبې ګټه اخلي چې خپله خبره او فکر پرې بیان کړي.

د افغان ښځو خصوصاً د پښتنو ښځو لپاره شعر یوه قوي وسیله چې د خپل ځان لپاره درېدای شي، خپلې خبرې کولای شي او زړه تشولای شي. نو هیله لرم چې له کیسو، ناولونو او نورو هنرونو سره سره شعرونو ته هم شا نه کړو او ویې پالو.

هیله پسرلی: 

 د شعر په هکله حتا د ارسطو له وخته هم چې کومې نظریې پاتې دي همدا وايي چې تخیل د شعر مهم بنیاد دی. د شعر تعریف پرته له تخیله شاید نیمګړی وي البته دا په دې معنا نه ده چې د ټولو شاعرانو په شاعري کې به تخیل ډېر عالي وي. قوي تخیل، سوچه تخیل، نوی تخیل، د ځینو شاعرانو د سبک برخه وي لکه د هندي سبک په شاعري کې موږ پیچلی تخیل ډېر وینو. البته، ډېر نور شاعران دي چې کوم فوق العاده تخیل نه لري خو لا هم عالي شاعري کوي. په پښتو کې زما د خوښې د ځینو شاعرانو تخیل ډېر فوق العاده نه دی خو شاعري یې عالي ده. 

تخیل په خیال کې د یو شي انځورول دي، مثلاً که زه سپوږمۍ وینم، بیا سترګې پټوم او سپوږمۍ ګرده، روښانه، ونې او باراني ماښام انځوروم دا ساده تخیل دی ځکه په دنیا کې هم سپوږمۍ، هم باراني موسم او هم ونې شته. خو که زه د باراني ماښام سپوږمۍ له یو بل شي سره تشبېه کوم دا نوی تخیل شو. نو  تخییل یعنې دوه یا ډېر انځورونه ( خیالونه) سره یو ځای کول او یو نوی انځور ترې جوړول. تشبیه استعاره او سمبول د تخیل عمده طریقې دی.

زموږ په شاعري کې ډېر کله یوازې د باصرې حس تخیل وي. خو د نورو حواسو تخیل هم مهم دی. هغه دوستانې چې غواړي خلاقیت وکړي زما په نظر پرته له سترګو نورو حواسو ته دې هم پام کوي.‌ 

یو وخت مې د خلاقیت یو تمرین لوستی و. ویل یې د خلاق ذهن د روزلو لپاره خپل تخیل چلنج کړئ. مثلا،‌ سپوږمۍ زموږ په اساطیرو، ذهن او خیال کې ښکلې ده، سپینه ده، په دې فکر وکړئ که سپوږمۍ ابي، ګلابي، زرغونه یا بل رنګ شي څنګه به وي؟ پر ابي سپوږمۍ ښايي اوس څه ونه لیکئ، خو دغه فکر ستاسو له شعور نه لاشعور ته ځي او  ښایي یو بل وخت له یو بل فکر سره یو ځای شي او نوی تخیل ترې جوړ شي.

هغوی چې پښتو شاعري کوي ډېره مهمه ده چې پښتو شعر ولولي، ګومان کوم څومره چې یوه شاعره خپلو اساطیرو او شعري کلتور ته نژدې وي هغومره دا چانس ډېرېږي چې نوې او عمیقه خبره وکړي. ابتکار دې ته نه وايی چې کاملا سوچه خبره وکړو خلاقیت دا دی چې شته مفهوم ته له نوې زاویې وګورو. 

له نورو هنرو نو سره نږدېوالی هم د تخیل له روزلو سره مرسته کوي، لکه نقاشي، موسیقي، خطاطي.. په ګوګل کې د دنیا مهمې نقاشیانې سرچ کړئ ورته تم شئ، دقت وکړئ. 

شبانه پوپلزۍ:

 په تخیل کې طبیعت هم ډېر مهم دی، هغه کسان چې طبیعت ته نږدې دي د هغوی شاعري او په شعر کې تخیل پیاوړی دی، نسبت هغو کسانو ته چې دومره نه ګرځي. زموږ استاد پوښتنه کوله چې ولې د نړۍ شاعري ښه ده او علت یې همدا و چې د دوی زیاته ګرځېدا او پراخ فکر دی چې تخیل پیاوړی دی. زموږ ښځینه شاعرانې ډېرې محمدودې دي فکر یې ډېر محدود شوی وېره لري ځکه خپل تخیل ازاد نه شي بیانولای یا هم په طبیعت کې ګرځېدلای نه شي ښايي ځکه یې تخیل نسبت نارینه‌ وو ته کمزوری دی. یو علت یې چې لنډۍ ډېرې کامیابې دي دا دی چې کله ښځې لنډۍ وايي یا یې جوړوي ځان محدود نه احساسوي خو کله چې یوه ښځه زموږ په ټولنه کې په خپل نوم شعر لیکي ډېر کله ځان سانسوروي. د طبیعت ښکلا او بدرنګي ته کتل ښه خلاقیت راکولای شي، که نثر وي که نظم ښه تخیل پکې لرلای شو.

 په لنډیو کې تر هر څه تخیل ډېر پیاوړی دی، هلته ښځې محدودي نه دي دوی ازاد فکر وړاندي کولای شي، ښکلی او بدرنګ تصویر فرق نه کوي له هغه یو فکر را ایستل مهم دي.

ولوله دهقان: 

د شعر نړۍ ډېره ښکلې ده، تخیل په شعر کې ډېر مهم دی، زه خپله د شعر لوستونکې یم، دې ګروپ کې مې ډېرې شاعرانې پېژندلې او د هغو شعرونه لولم کومه چې توقع ده، د خیالي نړۍ ښکلاوې او ټول انځورنه چې پکې ډېر ښه بیان شوي وي هغه لولم، کوم احساسات چې دوی لري د شعر په بڼه یې ښکلي بیانوي او زما خوښېږي دغسي شعر چې احساسات راپاروي، خو تخیل تر احساساتو هم مهم دی کوم څه چې لري په زړه کې او ویې لیکلای شي.

استاده ږلۍ سهاند: 

ډاکټر احسان الله درمل د تخیل په اړه وایي:  کله چې د شعر په اړه فکر کوو اوله کلمه چې ذهن ته راځي د تخیل ده، تخیل یوه قوه ده، کار یې له تصوره سره دی، زموږ په حافظه کې تصورات موجود دي د تخیل کار دی چې په حافظه کې د  تصوراتو ترمنځ اړیکې پیدا کړي، دا اړیکي که د شبهات او که د تضاد له مخې وي.

کوم تصورات چې مو په حافظه کې پراته دي، دا خام مواد دي د دې تر منځ اړیکه چې کشف شوه یو تصویر راجوړ شو، نو توپیر سره لري.

بله دا چې  تخیل دوه رقمه دی، ډاکټر درمل د کالریج له خولې لیکي چې یو اولي دویم دویمي تخیل لرو، 

د دې دوو تخیلونو په تفکیک شعر او نظم هم بېلولای یا پېژندلای شو.

اولي تخیل د حسي شیانو او درک تر منځ اړیکه قوي کړي، مثلاً موږ یوڅه پر پنځو حواسو حسوو دا 

حسونه د درک مرحلې ته رسول د اولي تخیل کار دی، او دا د ټولو انسانانو مشترکه ذهني قوه ده.

څه چې شاعر ته ځانګړي ده هغه دوهم ‌ډول تخیل دی. د تصوراتو اړول په تصویرونو یا د تضاد له لارې یا د ورته والي له لارې. مثلا، که موږ د رباب نغمه او د مرغۍ غږ اورو د دې دواړو تفکیک د اولي تخیل کار دی.

مثلا: ماته په سترګو کې حال وایه، په سترګو کې حال ویل سترګې هم شته او خبرې هم خو له سترګو د ویلو کار اخیستل دویمي تخیل دی. یا هدیرې له خاموشۍ چيغې وهلې، دلته د خاموشي چیغي د تضاد له مخې اړیکه چې رامنځته شوې ده  ښکلی تخیل دی.

د دویمي تخیل کار بیا جوړونه ده، هغه تصورات چې د اولي تخیل له لاري زموږ حافظې ته راغلي د نورو قوو چې مخیله قوه هم ده په مرسته یې نوي تصورونه جوړولای شو، د نظم و شعر تر منځ فرق همدا تخیل دی.

شعریت له همدې دویمي تخیله پیدا دی. تصویر رامنځته کول که د کنایي که د شباهت، که د مجاز له لارې وي، له بېلابېلو لارو موږ تخیلي قوه پیاوړې کولای شو، ډېر کم شیان به وي چې لا هم نوي دي، باید زړو او تکراري شیانو ته له نوې زاویې وکتل شي شباهتونه او توپیرونه یې پیدا شي بیا دغه توپرونه سره یوځای کړو چې دا د تخیل دنده ده.

پر تخیل له بحثه وروسته مشاعره وشوه چې شفیقې خپلواک، امنې فنا، معصومې غرنۍ او میمونې کامران پکې شعرونه دیکلمه کړل.

پای، 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب