دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپاکستان له افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو پر ضد د اقدام غوښتنه...

پاکستان له افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه

تاند (شنبه، د سبنلې ۱۷ م) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون ادعا تکرار کړه او ویې ویل طالبان باید په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په وړاندې د اسلام آباد د حکومت دریځ روښانه دی.

دې همداراز وویل: «موږ په وار وار د دغو تروریستي ډلو د فعالیتونو شواهد وړاندې کړي چې په افغانستان کې پټنځایونه او ځالې لري. د افغانستان له خاورې د خپلو ګاونډیانو پر ضد د تروریستي بریدونو په اړه اندېښنه یوازې د پاکستان اندېښنه نه ده.»

اغلې بلوچ همداراز ادعا وکړه چې د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو ټینګار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه: “له همدې امله، موږ [ له طالبانو څخه] غوښتنه کوو چې د دغو ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا ترهګرې ډلې د پاکستان پر ضد بریدونه نه کوي.”

خو دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي چې پاکستان د خپلو ادعاوو هیڅ ثبوت نه لري او دوی ته یې تراوسه شواهد نه دي وړاندې کړي.

طالبان ټینګار کوي چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد پر ضد وکارول شي او پاکستانته پکار ده چې خپلې ستونره دننه په خپل هیواد کې حل کړي.

تر دې مخکې اسلام اباد ادعا کړې وه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د پاکستان د حکومت د مخالفو وسله والو قومانداناناو مشران مېشت دي.

3 COMMENTS

  1. تاسي خپله د ترهګرو. په روزنه کي ډيري ښي تجربي لري ښه مثال يي نني تالبان، افغان مجاهدين دي چي څلويښت کاله مو د افغانستان کر وندي، پلونه ، مکتبونه…… ور باندي وران او په آخر کي مو قدرت ته ورسول او له ياده د ونه وځي چي بن لادن مو هم د خپلي عسکري اډي په اړخ کي ساتلي وو اوځان مو ګونګ نيولي وو. تاسو ټ ټ پ د پښتون اولس د ځپلو لپاره کړي منځ ته راوستي او کومک ورسره کوي دا بي ځايه غوښتنه مو بيرته درواخلي او هغه مدرسي وتړي پښتانه، بلوڅ او نور ګاونډي مو په ارامه پريږدي.

  2. هههههه
    هغه له تاسې به چې د طالبانو په ضد همداسې غوښتنه کیده ولي مو اقدام نه کاوه، ولي مو یو وخت ترهه ګر بلل او بیا مو ساتل او د کراچۍ په شفاخانو کې به یې درملنه کیده او بردار به ورته د عیادت له پاره ور روان وو. او په مدرسو کې به یې روزنه کیدله. تاسې ولي نه منله. چاه کن در چاه است

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب