دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+مقدس سفر / عزت الله شمسزی

مقدس سفر / عزت الله شمسزی

له مسجدالاقصی تر مسجد الحرام 

(شلمه برخه)

د الوتکې د سیټونو شمېره مې لوستله. ده مې سپین پټو او لنګ (احرام) ته خواږه خواږه کتل،‌ ما ورته وویل:

کاکا، که اجازه وي هغه سیټ زما دی.

اوهو حاجي صیب، پښتون یې؟

په خوشالۍ له خپل سیټ‌ نه پاڅېد او لاره یې راکړه.

د خدای کارونه ګوره دی کاکا له افغانستانه او زه له امریکا نه د محبوب دیدن ته روان یو.  په ده ځکه ښه ولګېدم چې دواړه دیوې شمعې پتنګان یو او پر ما ځکه ښه ولګېد چې د ګران افغانستان بوی ترې راغی. دواړه په سیټ کې ناست یو او زړونه مو له خوشالۍ موجونه وهي.

زموږ الوتکه ماسخوتن د تل ابیب له هوایي‌ ډګر نه د ترکیې استانبول ښار ته ورسېده او له دې ځایه د مینې کور،‌ د دوست کور، د خدای غېږې ته سفر دی. پر شونډو مې [بسم الله مجریها و مرسیها] جاري شو.‌

په اردن او بیت المقدس کې د مختلفو مذهبونو د سپېڅلو ځایونو او د هغوی د مذهبي مراسمو تر لیدو وروسته مې دخدای جل جلاله مبارک کور ته تلوسه دومره زیاته وه چې د تل ابیب هوایي ډګر کې تر الوتنې څو دقیقې مخکې مې احرام وتړلو او دمینې طواف ته مې ځان تیار کړو. نه پوهېدم، بل ډول خوشالي‌ او هیجان مې پر زړه را خور و.

وعده وصل چون شود نزدیک

اتش شوق تیزتر گردد

 نورو ملګرو د استانبول هوایي ډګر کې احرامونه وتړل او نیتونه یې وکړل،‌ خو زما نیت له هماغه ځایه پوخ و. شیخ عمر راته وویل موږ میقات نه د هوا له لارې تېرېږو، احرام واجب او د عمرې له ارکانو څخه دی. څوک چې په الوتکه کې سیده جدې ته ځي هغه باید په هوایي ډګر یا الوتکه کې احرام وتړي، نیت او دوه رکعته نفل وکړي. ښه خبره خو داده چې د استانبول په هوایي ډګر کې یې د احرام تړلو لپاره ښایسته ځایونو جوړ کړي دي چې د غسل او اوداسه لپاره تشنابونه او جومات هم شته.

چې الوتکه هوا ته پورته شوه یو څو ایتونه مې تلاوت کړل، نور نو کاکا ته وزګار شوم. پخه شپه ده او وطني غورې شروع شوې. عوض خان نومېده. ساده کلیوالي سړی و، په ما یې خبرې خوږې لګېدې. اوله پوښتنه یې دا وه چې حاجي صیب ته په څو راغلې؟ په ژوند کې مې دا لومړی ځل دی چې ماته یو څوک حاجي صیب وایي. زما د خبرې مانا دا نه ده چې زه لکه ځينو ریاکارانو د حاجي کلیمې ته خوشاله شوم، ما خو لا حج نه دی کړی، خو خبره یې د بیت الله شریف د دیدن له خاطره خوږه وه. د خدای شکر مې وویست، له ځان سره مې وویل:

لبیک الهم لبیک لا شریکه لکه لبیک….

دکابل پوهنتون استاد پوهاند محمد اسمعیل یون به کله کله ویل چې کلیمه، مونځ، روژه، زکات او حج ټول فرض دي، خو خلک حاجي صیب وایي، روژه تي صیب، زکاتي صیب او لمونځي صیب نه وایي. زه هم بیت الله شریف ته ددې لپاره نه یم روان چې خلک دې ماته حاجي صیب ووایي، زما عقیده داده چې دعبادتونو او فریضو ادا کولو مکافات خالق تعالی راکوي.‌ اسلامکارۍ او پر نورو خلکو کلانکارۍ نه څو ګزه لرې تښتم. له بده مرغه په افغاني ټولنه کې دا یو تریخ حقیقت دی چې زیاتره خلک حجونه د نوم لپاره کوي. په دې اړه یوه مشهوره ټوکه هم شته وایي کوم سړی حج نه راغلی و، نو د کلي د وکاندار ته یې ویلي‌ وو چې هغه د قرضونو کتابچه راوباسه. دوکاندار خوشاله شوی و چې ګوندې پورونه خلاصوي، خو ده ورته ویلي وو هر ځای چې په کتابچه کې زما نوم لیکلی خوا کې ورسره حاجي ولیکه.

عوض خان راته ویل بختور یې چې په ځوانۍ کې د خدای کور ته روان یې. حج او عمره په ځوانۍ کې خوند کوي خو وایي تشه لاسه ته مې دښمن یې. یموږ د کلي ډېر خلک حاجیان شول. د اوقافو رئیس صیب مو کلیوال دی څلور حجونه یې وکړل، هر کال چې کوټه (سهمیه) ورکړي یا دی ځي یا یې خپل خپلوان لېږي. خدای مې دې غاړه نه بندوي عمرې ته خو هر کال روان وي. زما هم لوی ارمان دی. په دا وروستیو کې مې زامنو څه روپۍ برابرې کړې او څه مې له خپلو خپلوانو پور کړې، ښکته و پورته وګرځېدم، خو دحج پچه مې راونه وتله. پروسږ کال چې مې هغه د غزني ولایت نواب خان عاشق ولید چې په بایسکل حج ته تللو زامنو ته مې وویل چې نور نو که پچه راوځي او کنه زه هم په بایسکل ځم. اخر د کلي ملا صیب مشوره راکړه چې دواړه پښې دې په یوه موزه ننویستي‌ نو بیا عمرې ته لاړ شه، که خدای پاک وس درکړو او د حج پچه دې وختله بیا بل وخت حج ته هم لاړ شه.

عوض خان ته مې په ګپ ګپ کې وویل:

  • تا خو به ځان ښه ملا کړی وي چې عمره څنګه کېږي؟

 په خندا یې ویل:

  • زموږ مونځونه ټول ګډوډ دي خو هلته رهنما شته.

یوه ټوکه مې ورته وکړه، ما ویل ګوره د عمرې په احکامو او مناسکو ځان ښه پوی کړې، اورېدلې به دي وي چې کوم یوه هوښیار حاجي‌ له خپلې مور سره حج ته راغلی و، د ویښتانو خریلو په وخت یې د خپلې مور سر هم پرې خرییلی و. موږ دواړو یوه شېبه وخندل.

ماته یې ویل ته خپله کیسه وکړه. ما ویل زما کهاته بیخي‌ جدا ده. په دې کې هېڅ شک نه شته چې د بیت الله شریف دیدن،‌ حج او عمره د هر مومن مسلمان ارمان دی، ډېر کم مسلمانان به داسې وي چې په زړه کې یې د حرمینو دلیدلو هیله نه وي. خو کله کله بیا له ټولو خواهشاتو سره سره د انسان بې وسي، روغتیا، بودیجه او یا نور مسئولیتونه د لارې خنډ شي. زما قضیه هم همداسې وه.‌ ما چې به کله هم خپلې همیانۍ ته کتلې پوهېدم چې په ما حج نه کېږي او که د سیالۍ او تربورګلوۍ لپاره حج ته ځم دا به نو هغسې وي چې هندو ستړی او خدای ناراضه. هو؛ په دې مې پخه عقیده وه که د خدای پاک خوښه وه بیا هغه ته ډېر اسانه دی، نه میاشت ګوري او نه کال. لکه دا اوس چې یې غوښتی یم او زه هم ورته وایم:

لبیک الهم لبیک لا شریک لکه لبیک…

تېر کال مې په خیال کې هم نه و چې زه به سږکال عمرې ته راځم، مګر د خدای خوښه وه. داسې یو کار برابر شو چې اول اردن او بیت المقدس ته لاړم او دادی اوس عمرې ته روان یم.  خدای حاضر و ناظر دی کله مې هم په دې فکر نه دی کړی چې فلانی او فلانی حج ته لاړل او زه پاتې یم.‌ زه خو له هغوی نه کم نه یم، زه ولې حج ته لاړ نه شم.. کله چې يو حج د رقابت يا کومې بلې موخې لپاره ترسره شي، نه پکې خوند وي او نه هم ثواب.

په زړه کې ویرېدم چې زما او د عوض خان کاکا ترمنځ  د ملا نصرالدین او د حاکم ټوکه نه شي. وایي ملا نصرالدین د خپل کلي حاجیان ولیدل چې ډله ډله خلک یې ستړي‌ مشي. ته راځي، مېلمستیاوې یې کوي. د ښار حاکم ته لاړ چې ماته قرض راکړه حج ته ځم. هغه ورته ویل ملا صیب ته خو خپله پوهېږې چې د حج سفر په ټولو واجب نه دی.‌ حج پر هغه چا فرض دی چې وسه یې ولري.‌ وایي‌ ملا نصرالدین ورته وویل چې حاکم صیب ما له تاسې نه پیسې غوښتي فتوا مې نه ده غوښتې. کاکا ونه وایي‌ چې ما له تانه پوښتنه وکړه چې تا د عمرې لپاره څومره پیسې ورکړي، فتوا درنه چا غوښتې.

له استانبول نه تر جدې پورې شاوخوا څلور ساعته مزل ده. دا لاره مو څه په غورو، څه په خوراک او څه په خوب ووهله.‌ د شپې شاوخوا دوه نیمې بجې وې چې الوتکه د جدې په هوایي‌ ډګر کې ښکته شوه. لبيك، اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك …

عوض خان کاکا ته مې وویل زه له نورو خلکو سره په ګروپ کې یم، په هوایي ډګر کې ښایي سره بېل شو، خو پام دې وي چې دلته ډېرې کیسې دي. داسې فکر ونه کړې چې دا د پیغمبر علیه السلام وطن دی او دلته به ټولې پرښتې اوسي. که پیسې دې بدلولې ځان ډاډه کړه چې کمې درنه کړي او که په ټیکسي کې تللې هم کوم پښتون پیدا کړه چې دهوکه دې نه کړي.

اوس نو شپه ده، د څو ډسکونو (ځانګړو مېزونو) تر شا عرب ځوانان ناست دی، پر پاسپورټونو دخولي وهي. زموږ د کاروان امیر ورته عربي کې وویل چې زموږ ګروپ اتیا کسه دی او اکثره د امریکا او اروپا پاسپورټونه لري. موږ یې له نورو خلکو بېل کړو او ژر ژر یې کارونه پیل کړل. عوض خان کاکا او یو څو نور مسافر ها خوا ته په نورو ليکو کي ودرېدل. هغوی ته مې پام شو چې عرب ځوانانو په بې نهايته بې پروايي او غرور  ورسره خبرې کولې. کله به یې يو له بل سره خبري پیل کړې، کله به یې دوی مخکې او وروسته کول، خو زموږ په کتار کې یوه نجلۍ او یو نارینه و چې په ډېر احترام یې کارونه پرمخ بیول. خدای شاهد دی زه په دې کار خپه شوم چې عربان ولې دومره د غرب ذهني‌ غلامان دي. زما نوبت چې راغی هغې نجلۍ به راته ویل یوه ګوته پر سکرین کېږده ما به ټولې ګوتې کېښودې او هاخوا دیخوا به مې کتل. لږه مې وځوروله ما ویل پرېږده چې د هغو افغانانو بدل درنه واخلم، خو بیا مې ویل تکبر د شیطان کار دی، هسې نه خدای پاک ناراضه شي.

نیمه شپه وه چې بسونه مو د هوایي ډګر  له یوه څراغان واټ نه لوی سړک ته ووتل. د شپې دا وخت چې د نړۍ کم ښارونه په کې خلاص وي، دلته یو شمېر دوکانونه خلاص دي چې زیاتره دا دوکانونه د خوراکي موادو پلورنځي دي. مکه یو غرنیز ښار دی خو زه چې اوس د سړک دواړو غاړو ته ګورم سعودي بیخي ډېر اباد شوی دی. واټونه او سړکونه یې لوی لوی دي. دومره ډېر اسمانڅکي بلډینګونه په کې ولاړ دي چې سړی حیران شي په لږ وخت کې دې وطن څومره پرمختګ کړی دی.  سعودي عربستان په ۱۹۳۲ میلادي کال کې د عبدالعزیز بن سعود له خوا تاسیس شو. په ۱۷۴۷ کال کې چې محمد بن سعود له یوه اسلامي عالم عبدالوهاب سره ملګرتیا وکړه، په پیل کې سعودي یو بې وزله هېواد و، خو په ۱۹۳۸ کال کې د تېلو د زېرمو له کشف وروسته د دغه هېواد برخلیک بدل شو. نن ورځ سعودي عربستان د نړۍ یو له بډایه هیوادونو څخه دی. دلته سیاسي نظام د پاچاهۍ پر بنسټ ولاړ دی او دلته د هر ډول سیاسي فعالیت اجازه نشته.

بسونو موږ مسجدالحرام ته مخامخ د جبل عمر حیات ریجنسی هوټل ته بوتلو چې په مکه کې یو له غوره او خورا لوکس هوټلونو څخه دی. زموږ بیکونه یې لا دمخه هوټل ته وړي وو او کارکوونکو په دهلیز کې ایښي وو.‌ د ملګرو شوق او تلوسه دومره ډېره وه چې ویل یې هرڅومره ژر چې کېږي د عمرې مناسک ترسره کړي،‌ خو د کاروان امیر وړاندیز وکړ چې مناسک به د سهار تر لمانځه وروسته ترسره کړو.

ماته یې په څلورم پوړ کې کوټه راکړې وه، چې لاړم محمد اسلام تر ما دمخه کوټه خلاصه کړې وه، دده په لیدو خوشاله شوم. تاسې به‌ وایئ‌ اول دې ترې شکایت کولو اوس ولې خوشاله شوې؟ د محمد اسلام یادونه مې پخوا کړې وه،‌ په اردن کې راسره د کوټې ملګری و، په خپلو کارونو کې د خدای لټ دی کله کله خو به ډوډۍ ته هم نه وتلو خو لمونځونو کې یې ناغېړي نه کوله.‌ په اردن کې چې موږ کله پیټرا ته لاړو نو د عبدالجبار په نامه د ګانا هېواد یو تورپوستی راسره  دکوټې ملګری و. دا سړی د امریکې په کوم ایالت کې امام و خو داسې عجیبه خویونه یې لرل چې زما به یې زړه ګډوډ کړ. امام صیب نو داسې خوار امام نه و، دوه لوی لوی بکسونه یې ځان سره له کلیو ډک راوړي وو. خدای مې دې غاړه نه بندوي یو درځن د تیلو بوتلونه په کې و. تر خوب د مخه به یې ټول ځان یو ډول تیلو غوړ کړ چې ډېر نا اشنا نا اشنا غوړ بویونه ترې پورته کېدل. په موبایل کې به یې داسې خبرې کولې لکه په ثریا ټیلفون چې څوک له پل باغ عمومي نه پاکستان یا جرمني‌ سره خبرې کوي. کله کله خو به یې د موبایل اواز لوړ و داسې به یې مخې ته نیولی و لکه د قوماندانانو مخابره. یو وار مې ورته سودا شوه ما ویل عبدالجباره ګانا کې خو چېرته قوماندان نه وې،‌ ویل یې نه زه ډېر ماشوم وم چې امریکې ته راغلی یم.  خلاصه دا چې زما د ګاونډیتوب حقونه او اداب یې په لغته وهل او په یوه کوټه کې چا سره د اوسېدلو چلند یې له موږ شرقیانو نه بیخي‌ متفاوته و. ما بیا د اردن او اسرائیلو په لاره کې محمدرسول ته یوه دوستانه ګیله وکړه چې د کوټو د وېشلو په وخت که د خلکو کلتور او دودونه په پام کې ونیول شي ښه به وي. افریقا او اسیا بیخي‌ سره جلا کلتورونه لري، زه له عربو سره په کوټه کې ګوزاره کولی شم، له اسیایي‌ سره یې کولی شم خو د افریقايي‌ د غوړو تیلو بوی مې لیونی کوي.‌ هغه لکه چې زما په خبره پوی شوی و. بیت المقدس کې مې کوټه ځانته وه او دادی مکه معظمه کې یې بېرته محمداسلام سره کوټه راکړې چې هماغه دبد او بدتر ترمنځ دی چې دی تر هغه توري ملا بیا هم ښه دی. محمدرسول راسره په بیت المقدس کې ټوکې کولې چې تا به هم په هغو تیلو ځان غوړ کړی و هغه ډېر ګټور دي خو ما ویل په توبو مې دې ترې توبه وي.‌

د کوټې له کړکۍ مې مسحدالحرام ته وکتلې یوه نوراني رڼا پرې خوره وه. الحمدلله بیا هم الحمدلله، هغه کعبه چې تل به مې ورته سجده کولې، نن مې مخې ته ولاړه ده. کعبه مې مخکې په تلویزیون او یا په عکسونو کې لیدلې وه، خو دا لیدل بېل خوند لري.

کومو کسانو چې مکه مکرمه نه ده لیدلې او د یوه تاریخي او مذهبي ښار په ذهنیت کې ورته ننوتي وي، ښایي داسې تصویر کړي مکه کې به له تیږو جوړ زاړه دوه پوړیز کورونه، تنګې لارې وي خو داسې نه ده. پرته له یو څو ځایونو چې هغه هم ډېر تاریخي او لرغوني نه دي، تقریباً ټول ښار عصري دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب