دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+افراط، تفریط | زهير سپېڅلی

افراط، تفریط | زهير سپېڅلی

موږ بايد هر څه په حد کي وپالو/وساتو او په دوستۍ و دښمنۍ کي هم حد ولرو.
ډېر کله دوستان، دښمنان او دښمنان، دوستان شي.
وايي:
«مه له دوست سره دومره ښه کوه، چي سبا دي دښمن شي؛ پر خپلو ښو ارمان درځي او مه له دښمن سره دومره بد کوه، که سبا دي دوست شو؛ بيا پر خپلو بدو پښېماني کوې.»
موږ بايد منځلاري واوسو.
حتا که  مينه هم تر حد واوړي؛ نور لېونتوب دی.
ځيني وختونه له حده زياته مينه، په وينه بدله شوې ده.
موږ بايد حد او اندازه وپېژنو.
هيڅکله چا ته دومره زړه نژدې نه کړو، چي بيا ئې په ليري کولو ستړي شو.
هيڅوک دومره زړه ته تېر نه کړو، چي بيا بغير له هغه ژوند راته ګران او تياره  شي.
داسي هم و نه کړو، چي له څه/چا سره دومره سرسري او برسېرن چلن وکړو، چي بيا وروسته ځان ته ملامت شو، ځان ته ځواب نه لرو  او پر خپل کړي چلن پښېمانه يو.
موږ په داسي زمانه کي اوسو، چي ډېر ښه هم درته بد شي.
خپلي نېکۍ، بدۍ راته وزېږوي.
خپل اخلاص راته پېغور شي.
پر خپله دوستۍ پښېمانه شو.
په هر څه کي اخلاص مهم او شرط دی، خو دا ياد لرئ! که مو ځيني ځايونه/وختونه زيات اخلاص کاوه؛ شايد وواياست، چي دومره اخلاص نه و پکار.
دا ئې ښه ويلي دي:
«ډېر اخلاص مه کوئ، بيا مو خلک يا پر عقل شک کوي، يا پر نيت.»
ښه دا ده، چي
له افراط او تفريطه ځان وساتو.
موږ ډېری وخت په افراط او تفريط ځان برباد کړی دی. حتا کله- کله مو له ځان سره نورو ته هم ضرر رسولی وي.
کله-کله په افراط او تفريط کي دې حد ته ورسېږو، چي يا نه غواړو يا نهه سره زامن غواړو.
افراط او تفريط لکه مالګه که کمه شي که ډېره، د ښو خوړو خوند خرابوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب