تاند (شنبه، د سنبلې ۱۷ مه) د اروپایي اتحادیې د اقلیم د څار اداره کوپرنیک وايي، د دې لپاره چې د ۲۰۲۴ کال دوبی، په ثبت شویو اوړو کې تر ټولو تود و، دا احتمال شته چې سږنی میلادي کال به په مجموع کې په تاریخ کې د ثبت شویو کلونو تر ټولو تود کال وي.
له ثبت شویو څخه مطلب دا دی چې له کله د تودوخې درجه ثبت پیل شوی دی.
د کوپرنيک متخصصانو د جمعې په ورځ (سپتمبر په ۱۶مه نېټه) وويل چې د بشري فعاليتونو تر اغېز لاندې د نړيوالې تودوخې د بهير تر څنګ، د «ايل نينو» اتموسفير پديدې هم د ځمکې د متوسطې تودوخې په زياتوالي کې مهم رول لوبولی دی او داسې ښکاري چې د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي چټک بهیر به ژر ونه دریږي.
د اروپايي ټولنې د اقلیم د څارنې ادارې د شمېرو له مخې، د سږني دوبي په درېیو میاشتو کې د شمالي نیم کُرې منځنۍ تودوخه د سانتي ګراد ۱۶،۸ درجې او د تېر کال د ریکارډ پرتله کابو په سلو کې یو توده وه. د دې ادارې له خوا د اقلیمي احصایې ثبت له ۱۹۴۰ راهیسې پیل شوی دی.
خو د امريکا، بريتانيا او جاپان د هوا پېژندنې ادارې احصايې چې د نولسمې پېړۍ له نيمايي راهيسې يې ثبت پيل کړی، ښيي چې وروستۍ لسيزه له هغه وخته تر ټولو ګرمه دوره وه او د ځينو اقليمي پوهانو اټکل دا دی چې د تیرو ۱۰ کلونو تودخه حتی په تېرو ۱۲۰ زره کلونو کې بې ساري وه.
د کوپرنیک د رییس کارلو بونټیمپو په وینا، د شمالي نیم کرې د تودوخې متوسط د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ په اګست میاشتو کې یو شان د سانتي ګراد 16.82 درجې وه، چې په دې میاشت کې تر ټولو لوړه ثبت شوې درجه وه.
د سږ کال په جولای میاشت کې د تودوخې ریکارډ مات نه شو، خو د دې لپاره چې د سږ کال د جون میاشت د تیرو کلونو پرتله ډیره توده وه، د ۲۰۲۴ کال د دوبي درې میاشتو په مجموع کې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.
د جرمني د پوتسدام د اقلیمي څیړنو انسټیټیوټ پروفیسر سټیفان ریمستورف وايي: «دا ناوړه ارقام او احصایې ښیې چې زموږ له لاسه نړۍ څنګه په تودېدو ده او اقلیمي بدلون راروان دی.»
د کوپرنیک رییس کارلو بونټیمپو وايي، د تودوخې د لوړېدا یوه پایله د رطوبت زیاتوالی دی چې د سږ کال په دوبي کې د نړۍ په ډیرو برخو کې د ریکارډ لوړې کچې ته نژدې و.
سږنی دوبی په افغانستان کې هم په تېرو شاوخوا ۵ لسیزو کې بې ساری و، له یوې خوا هوا توده وه او له بلې خوا پر له پسې بارانونه وو. د بارانونو له کبله د افغانستان په ډیرو سیمو کې سیلونه راغلل او د سرومال ډېر تاوانونه یې واړول.
د امریکا د میشیګان پوهنتون د اقلیم پېژندنې او چاپېریال د مرکز ريیس جناتن اورپک وايي:
“هر څومره چې د سختې ګرمۍ موده اوږده شي، په ځینو سیمو کې به د وچکالۍ او په نورو کې د سخت باران احتمال زیات شي. اقلیمي بدلون خورا ډیر څرګند شوی او تاوان یې ډېر ګرانه تمامېږي دی.»
د “وډ ویل” د اقلیمي څیړنې مرکز کارپوه جینیفر فرانسیس هم په دې باور دی چې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د سختو موسمي پیښو لکه وچکالیو، طبیعي اورونو او سېلونو په شان د شدیدو طبیعي پېښو زیاتېدا په یوه جدي خطر بدله شوې ده.