دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد هنګري سختدریځي صدراعظم د کډوالو د مخنیوي لپاره د نویو قوانینونو...

د هنګري سختدریځي صدراعظم د کډوالو د مخنیوي لپاره د نویو قوانینونو غوښتنه وکړه

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۷ مه) د هنګري روس پلوه صدراعظم د جمعې په ورځ خپل مهاجرت ضد دریځ بیا تکرار کړ او ادعا یې وکړه چې مهاجرت د اروپايي اتحادیې پر قوانینو ناوړه اغیزه لري.

د یورو نیوز د راپور له مخې، د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان د جمعې په ورځ د ایټالیا په شمال کې د سیرنوبیو په فورم کې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره د نویو قوانینو غوښتنه وکړه.

«که تاسو له اوس څخه تر ۲۰۱۴ پورې مودې ته وګورئ، دا دوره د اروپایي اتحادیې د انحطاط د پروسې دوره ده.»

د هنګري صدراعظم، چې له اوږدې مودې راهیسې د مهاجرت ضد دریځونو له امله پرې نیوکې کېږي، کډوال “زهر” او “بې ضرورته” وبلل. ده دا څرګندونې: سیالي. په اروپا کې جګړه او مهاجرت په نوم د هنګري له لوري د اروپايي اتحادیې د شپږ میاشتني ریاست په لړ کې خپل لومړیتوبونه وبلل.

اوربان وویل، مهاجرت – همداراز جندر، کارموندنه او امنیت – یوه “مطرخ مسله” ده چې اروپايي اتحادیه ورسره مخامخ ده.

ده د غیرقانوني مهاجرت په اړه د هنګري چلند د جرمني د پناه له سخاوتمندې پالیسۍ سره د پرتله کولو په ترڅ کې وویل، “موږ هیڅکله دوی ته اجازه نه ورکوو.”

اوربان له وینا وروسته په ټولنیزو شبکو کې د کډوالو پر ضد خپلې څرګندونې لا توندې کړې او د حکومت نورو چارواکو پرې نوره مالګه او مرچ وشیندل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب