دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهطالبانو له جرمني څخه ایستل شوي افغانان له بنده خوشی کړل

طالبانو له جرمني څخه ایستل شوي افغانان له بنده خوشی کړل

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۸ مه) د طالبانو حکومت هغه ۲۸ تنه افغانان، چې په جرمني کې په جنايي جرمونو بندیان شوي او بیا افغانستان ته استول شوي وو، خوشی کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پرون (جمعه) د جرمني ډي پي اې خبري اژاتس ته وویل، دا کسان، چې د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ کابل ته واستول شول،  وروسته له هغه خوشې شول چې کورنیو یې په لیکلې بڼه ضمانت ورکړ چې دوی به نور هېڅ ډول جرم نه کوي.

جرمني ویلي وو چې دا کسان یې په خپله خاوره کې د قتل، جنسي تجاوز او نورو لویو جرمونو په خاطر نیولي وو.

د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې، دا ۲۸ کسان وروسته له هغه افغانستان ته ولېږل شول چې قطر د طالبانو او جرمني چارواکو منځګړتوب وکړ.

جرمني د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته نه یوازې دا چې هیڅ افغان بېرته افغانستان ته نه و استولی بلکې لسګونه زره نور افغانان یې ومنل. خو په وروستیو کې د دغه هیواد په منهایم ښار کې د یوه افغان کډوال له خوا د یوه جرمني پولیس له وژل کېدو وروسته د افغان کډوالو د استولو موضوع په دې هېواد کې پر یوې داسي تودې موضوع بدله شوه چې حتي د جرمني سیمه ییز انتخابات یې تر اغېز لاندې راوستل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب