جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبماربوټی (زړه کیسه) د الحاج مولوي زین الله منلي ېباړه

ماربوټی (زړه کیسه) د الحاج مولوي زین الله منلي ېباړه

یو بوډا او بوډۍ په یوه کلي کې اوسېدل چې زوزات یې نه درلودل. دوی د زوزات د درلودو ډېر تونګ وو خوچاره څه وه؟ ډېري هلې ځلې یې وکړې، خو زوزات یې ونه زېږېده. کله چې یې هیله په ناهیلۍ بدله شوه او د هیلو مراندي یې وشلېدې نو بوډۍ ناڅاپي توګه احساس کړه چې څه یې شته اوشتمنه ده.

ترڅه مهال وروسته یې یوښکلی زوی پیداشو. دوی ډېر زیات خوښ شول اود هیلو غوټۍ یې وغوړېدې.

هغه مهال چې داهلک وزېږېد سوکړه او وچکالې وه، وګړي زیات ځورېدلي وو خود اورښت پته نه وه او وچکالي روانه وه.

داکوچنی ژرژر لویېده او وده یې کوله. په لږ وخت کې په خبرو راغی او ډېر ښه غږېده. څرنګه چې داکوچنی د کړاو او زحمت په کال پیداشوی ؤ، نود نېکپالۍ له پاره یې نوم پرې رحمت کېښود.

وچکالۍ ادامه مونده. رحمت غټکی شو. یوه ورځ یې له مور څخه پوښتنه وکړه چې دا ولې وچکالي ده او دا وګړي په کړاو دي؟ مور ځواب ورکړ چې اورښت نه اورې او د اورښت د نه اورېدو علت هم دا دی چې یوښامار وریځي خوړلي دي اوتر څو چې دا ښامار ژوندی وي، دا بدمرغي به د وګړو تر غاړه وي.

رحمت مور ته وویل چې دا بلا چېرته ده؟

مور ورته ځواب ورکړ چې په خپله ماڼۍ کې ده او دا ماڼۍ په یوه ډنډ کې ډوبه پرته ده اوهلته هیڅوک نه شي ورتلای.

رحمت مورته وویل زه پسي ځم او تر څو مې چې دا وګړي له دې بلا څخه ژغولي نه وي بېرته نه راځم.

مور یې وویل: هغه داسي بلا ده چې ژوي اومرغان ژوندي ترستوني تېروي اونغري یې نوکه ته ورشې تا به هم ونغري.

رحمت مورته وویل: زه ډارن نه یم. ډارن خلک خدمت نه شي کولای. ځکه خو نوم ورکي هم له دنیا درومي. زه نه غواړم چې نوم ورکی شم. زه ژوند غواړم او هغه څوک ژوندی پایي چې په زړورتیا په ژوندانه کې وګړو ته ستر خدمتونه وکړي. زه ډاډه یم چې دا ښامار به له منځه یوسم او وګړي به له دې غمه وژغورم.

کله چې د رحمت مور د خپل زوی ټینګار اوکلک هوډ ولید نو خوښه یې راغله او رخصت یې ورکړ.

رحمت له مور اوپلار څخه رخصت واخسیت، رهي شو اوپه میاشتو، میاشتو یې مزلونه ووهل، د لویو دنګو، دنګو واورینو غرونو په منځ کې یې یو لوی ډنډ ولید، د ډنډ په شاوخوا کې ډېرۍ، ډېرۍ، سپینې، سپینې واورې پرتې وې اویوه ډاروونکي منظره یې جوړه کړې وه.

دا غرونه ګڼو ځنګلونو پټ کړي وو چې دروند وهم ترې زېږي اوزړونه په لړزه راولي. په دې ډنډ کې دننه د ښامار ځای دی او په کې استوګنه کوي اوهیڅوک هلته ورتلای نه شي. رحمت چې دلته راورسېد نو د یوې وني ډډ ته وخوت. ډنډ ته یې کتل خولاره یې ونه لیده چې څرنګه د ښامار ځای ته ورشي. هک پک پاتي و.

په پای کې اوبوته ورکوز شو. په تلوتلو کې ویده شو اوچې سترګې یې لوڅې کړې نو یو ښکلی خوب یې ولید: ګوري چې یوې ډېري ښکلي ماڼۍ ته ورننوځي، یوه ښکلي پېغله په نخرو د ده لور ته راروانه ده. د سرو، سپینو او جواهرو ګاڼې پرې پرتې دي او ورېښمینې جامې یې اغوستي دي. ښکلې کوښې یې په پښودي. د هوسۍ سترګې لري اود سپوږمۍ په څېر ځلېږي.

دې پېغلي په رحمت غږ کړ چې که غواړې د ښامارځای ته ورشې، لومړی باید د ښامارځای وپېژنې چې چېرته دی؛ او باید ژر ورشې چې راویښ نه شي او په ویدو ورباندي حمله وکړې.

دې پېغلې رحمت ته ښامار ته د ورتلو ځای ورپه ګوته کړ اوورته یې وویل چې په لار کې به ډېري دروازې په مخه درشي. پېغلې لا خپله خبره پای ته نه وه رسولي چې یوه څپه راغله اورحمت یې راویښ کړ. د پېغلې په ښودل شوې لار یې خپل کار ته ادامه ورکړه او لټونه یې پیل کړه. په اړو پېچ لارو روان و اوهغې ماڼۍ ته په اوبو کې ور ورسېد چې ښامار په کې استوګنه درلوده. خو د ښامار ماڼۍ اغزنه دروازه دلوده، کلکه تړلي وه او چاپېره په تېرو، تېرو مېخونو ډکه وه. رحمت غوښتل چې دروازه پرانیزي، خوپه مېخونو سوری، سوری شو. وینې یې له زخمونو رواني شوې، خو دروازه خلاصه نه شوه او بند پاتې شو.

کله چې رحمت هک پک او حیران شو نو بیا یې د پېغلې غږ تر غوږه شو. شاوخوا ته یې وکتل پېغله یې ونه لیده.

«که غواړې چې ښامار ووژنې لومړی باید ماربوټی ومومې. تادي کوه چې همدا یې وخت دی!»

دا د پېغلي غږؤ چې رحمت ته وشو. رحمت په تعجب شو او له ځان سره یې وویل چې: «ماربوټی له کومه ځایه راپیداکړم؟».

بیاغږ ورته وشو چې «په دغه سترغره کې ماربوټی موندلی شي، د دې په هغه بله خوا کې نیلی رنګی ډګر دی چې په دې ځای کې هرڅه نیلی رنګ لري. په همدغه ځای کې یوبوټی دی چې، د مار د خولې په شان ګل لري، همدغه ماربوټی دی او د همدغه ګل په مرسته د ښامار د ماڼۍ بنده دروازه پرانیستلای شې.»

رحمت چې دا واورېده رهي شو. په وینو لت پت د ماربوټي په لټه کې شو. څو ورځي په غرو،ځنګلونو او تړو کې سرګردانه وګرځېده. په پای کې یوې سیمي ته ورسېد او بې سده ولوېده. چې راپه سد شو ګوري چې، هرڅه نیلی رنګ لري نوله ځان سره یې وویل: چې ماربوټی لکه چې همدلته پیدا کېږي. نو یې د یو ملنګ نه چې، په دې سیمه کې یې استوګنه درلوده پوښتنه وکړه چې ماربوټی شته؟

ملنګ ورته په ځواب کې وویل چې: هو! شته ماربوټی څه کوې؟

رحمت ملنګ ته د ښامار د ظلمونو اود وچکالۍ کیسه وکړه او ورته یې وویل چې د ماربوټي په مرسته زما ټولي اړتیاوي اسانېږي. زه به د ماربوټي په مرسته ښامار وژنم اورښتونه به پیل شي او وګړي به د وچکالۍ او سوکړې له غمه او کړاوه خلاص شي.

چې بوډا داخبره واورېده نو ډېر خوښ شو. رحمت ته یې وویل: ګرانه زویه که په بې پروایی سره ماربوټی راوشکوې نو ړوند به شې.

رحمت بوډا ته وویل:

– څه وکړم؟

بوډا ورته وویل چې کله دې ماربوټی راشکاوه نو خپلي سترګي پټي کړه!

سم دواره له رحمت سره بوډا ځنګل ته ولاړ، د ماربوټي ګلونه غوړېدلي وو رحمت ماربوټی راوشکاوه او ډېر خوشحاله شو.

کله چې،رحمت بیا د ډنډ غاړي ته ورسېد نو ګوري چې ښامار د ډنډ اوبه تیږه کړې دي او په ډنډ کې د تیږو پراخه څادر غوړېدلی، په هیڅ ځای کې د ورننوتو امکان نه شته.

رحمت د تیږي د ماتولو زیات کوشش وکړ،خو یوه ټوکړه یې هم بېله نه کړای شوه. دا تیږه تر پولادوهم زیاته کلکه وه. کله چې رحمت کومه لاره ونه مونده، ناامیده او مایوسه شو. بوډا رحمت ته وویل:

په ژوند کې هغه څوک بریالی دی چې د بریالیتوب وړتیا لري. که له هوډه کار واخلې ارومرو لار پیدا کېږي. ناڅاپه د رحمت له لاسه د ماربوټي لوښی په ځمکه ولوېد او په کومه تیږه چې ماربوټی لګېدلی و هغه تیږه سورۍ شوه او ژور ګوړ په کې پیداشو. چې دا حال یې ولید، نو بوډا او رحمت دواړه خوښ شول او پوه شول چې اوس لار پیدا کولای شي. ماربوټی په تیږه اغېزه کوي او څیرې کوي یې.

که د ماربوټي اوبه د ډنډ په ډبرین څادر وڅڅول شي دا څادر څیرې کېږي او کار اسانېږي.

کله چې دوی د ماربوټي اوبه په ډبرین څادر وروڅڅولې په ریښتیا تیږه سورۍ شوه او ګوړ په کې پیداشو.

د ماربوټي اوبوبه تیږه د موم په څېر ویلي کوله. رحمت د ماربوټي په مرسته د ډنډ تیږه اوبه کوله او په وړاندي ته. هغه ځای ته ورسېد چې ښامارپه کې استوګنه درلوده. چې ماربوټي یې په دروازه وسولاوه نو دروازه د اوبو په څېر ویلي شوه او رحمت د ښامار ځای ته ورننواته. د ښامار ځای یوه ډېره ښکلې ماڼۍ وه. رنګ رنګ څراغونه په کې لګېدلي وو. په لویه خونه کې ښامار پروت و. پر سر یې د الماس یوه دانه ځلېده چې رڼایې په هر لوري خپره کړې وه.

پېغلي رحمت ته ویلي وو چې کله دې دا دانه ولیده نو د واره ورټوپ کړه او ژریې ترستوني تېره کړه!

رحمت هم داسي وکړل،ښامار له خوبه راویښ شو خوله یې وازه کړه اوپه سورو یې پیل وکړ او ویې ویل چې الماس چا پټ کړ؟ رحمت ته یې مخ ور واړاوه او ورته یې وویل چې الماس راکړه او که نه نو…

چې په رحمت یې حمله کوله رحمت په توره وواهه او ټوټه یې کړ ښامار مړ شو او رحمت له کوټې نه راووته او ورسره سم په خلکو بارانونه پیل شول.

(دا لیکنه د «ز.م. طاهري» په مستعار نامه د ۱۳۵۳ لمریز کال د زېري په ۲۲ مه او ۲۴مه ګڼه کې خپره شوې ده)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب