سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبشعرګوربت او زمری/ عبدالباري جهاني

ګوربت او زمری/ عبدالباري جهاني

یوه ورځ ګوربت زمري ته ویل وروره
زه او ته یو په قانون له یوه کوره
تا پا چایې د ځنګلونو او د غرونو
زه سلطان یم د هوا تر آسمانونو
په ځنګله کي چي دي هره ورځ غړومبی سي
حیوانان له وهمه تښتي خپل پردی سي
دا به څوک وي چي ستا مخي ته دریږي
ژوند به نه غواړي مرګی به یې خوښیږي
څوک چي ستا په قلمرو کي کړي ښکارونه
په لوی لاس به ورانوي د ژوندون خونه
ته پاچا یې خدای درکړی سلطنت دی
در بخښلی په ازل کي یې قدرت دی
زه غښتلی یم له مځکي تر اسمانه
نه مي ویره له بریښنا نه له توپانه
چي شهپر مي تر اسمان لاندي را خپور سي
په کهاله کي د مارانو شور ماشور سي
زه هوسۍ ل لوړو څوکو پرزومه
زه سینې د حیوانانو څیرومه
خدای راکړي تیزي سترګي غټ منګول دی
په مشوکه کي مي زیری د اجل دی
زه او ته چي پیدا سوي پاچاهان یو
موږ په اصل او نسب سره خپلوان یو
زما او ستا دي له دې وروسته شراکت وي
تر مابین مو دي په ویش کي عدالت وي
چي مي ښکار وي په هر ځای کي پیداکړی
په هغه دم به مي تاته وي راوړی
له هوا به پر هوسۍ حمله کومه
څو یې ستا تیره منګول ته سمومه
چي له مځکي تر اسمانه پاچاهان یو
لکه وروڼه په قسمت به شریکان یو
زمري وویل خوږې کوې خبري
په قیمت لکه سیپۍ او مرغلري
خو باور ستا په وروۍ به څنګه وکړم
زه به څنګه ستا ښکارونو ته زړه ښه کړم
خدای درکړي دي غښتلي وزرونه
تر نګین لاندي پراته درته لوی غرونه
چي دي هر ګړی زړه وسي په هوا سې
زه دي نه وینم د خپل زړګي پاچا سې

چي ستا ګیدي او بچیو ته په کار وي
زه یې نه سمه لیدلای چي ستا ښکار وي
موږ په خټه او په اصل پاچاهان یو
پیدا کړي خدای له اصله ظالمان یو
زما او ستا ترمنځ یو نوم د شراکت دی
بیګانه مو په مابین کي عدالت دی
پاچاهان لویه ګوله غواړي خپل ځانته
نه پر مځکه چاته ګوري نه اسمان ته
چي شریک یې په قدرت سي په ښکارونو
پرې کوي غاړي د خپلو اولادونو
نه خاطر ګوري د وروڼو نه خپلوانو
نه حیا له رقیبانو نه سیالانو
زه او ته به څنګه ښکار په شراکت کړو
څنګه ټینګ به په خپل منځ کي عدالت کړو
شراکت خو له کمزورو سره ښایی
ورور ګلوي له مظلومانو سره وایی
چي له ویري راوتای نه سي له کوره
هره ورځ یې وي مرګی زموږ له زوره
یو او دوه په سمه نه سي ګرځیدلای
تر بچیو ګوله نه سي رسولای

ځکه ډلي جوړوي د شریکانو
سره جمع وي په کور کي د خپلوانو
ستا شهپر دي په اسمان کي بریالی وي
زما دي دلته په ځنګلونو کي غړومبی وي
ته سینې څیره له پاسه د مرغانو
زه به دلته قتل باسم د خپلوانو
په اساس کي بس همدغه شراکت دی
چي منګول ته مو جوړ کړی عدالت دی
پاچاهان نه د چا وروڼه نه خپلوان دي
ځان یې خپل دی نور د هر چا دښمنان دي.

د جون د میاشتي نولسمه ۲۰۱۳ ویرجینیا

3 COMMENTS

  1. دير خوندور او د مانا دك شعر دي او د أفغانستان او امريكا د شراكت سره يوشانته بيان دي.

  2. الله دې جهاني صيب راته ژوندی لري په ډېره ښه او سمبوليکه توګه يې ورته اشاره کړې.
    همدغه پاچاهان چې نن په اسمان له لارې يو راددرومي او سېنې مو څيري کوي او بل خو د ملا په جامه تور راغلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب