جمعه, مې 3, 2024
Home+لوستل، خاطرې او يادښتونه

لوستل، خاطرې او يادښتونه

لیکواله: انې اېرنو، د ۲۰۲۲ کال د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکې

څو کاله پخوا مې یو تربور هغه ښار ته راغی چې زه پکې اوسېږم. دی مې له هغه راهیسې نه و لیدلی چې نوې پېغله شوې وم. د مور پوښتنې ته مې راغلی و چې په روغتون کې بستر وه. ورپسې زما کور ته راغی. د ناستخونې په وره کې شین شهید ودرېد. سترګې یې پر هغه دېوال وې چې د کتابونو په ډکې المارۍ پټ و. په بې باورۍ او ډارېدلي ډول یې پوښتلم: دا ټول دې لوستي دي؟ ورته مې وویل هو، تقریبآ هو. ده په پټه خوله سر وښوراوه. زما ټول تعلیم ته په پام او هغو کتابونو ته چې ما به لیکل، د ده دا سر خوځېدل حیرانونکي و. ده ښوونځی په ‍۱۴ کلنۍ کې پراېښی و، هر هغه کار یې کړی و چې پرې پېښ شوی و. کورنۍ کې یې کتابونه نه وو. د دوی کره مې یوازې د ټوکو کتاب ټارزن لیدلی و چې په مېز به یو خوا پروت و.

له هغه راهیسې مې ناستخونې ته نور کتابونه هم راغلي خو بل هیچا دغه پوښتنه له ما نه ده کړې. نورو خلکو ته به دا ‍پوښتنه اصلآ د پوښتنې وړ نه وي. هغه چې خ‍پله تل لوستل کوي هغوی ته له کتابونو سره زما شته والی طبعیي خبره ده. کله کله فکر کوم چې خبریالانو، کره کتونکو او محصلینو ته خو به سوال نه پیدا کېږي چې ولې لا ډېر کتابونه نه لرم.

له تربره سره خاطره چې تل رایادوم ناکراره شم. یوه بله لا وحشتناکه کیسه رایاده کړي. د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ وم. شاید پلار ته ورغلم چې د باریس نورماندې له ورځپاڼې ورهاخوا ولې بل څه نه لولي. عمومآ به دی د خپلې یوازینۍ لور د ګستاخۍ په وړاندې غلی و خو دغه ځل یې په ستوغه لهجه راته وویل: په تا یوازې کتابونه ښه لګېږي. خو زه د ژوند لپاره کتاب ته اړتیا نه لرم.

دغه کلمات د وخت په تېرېدو لکه یو درد او نه زغمونکی واقعیت لا پراخ شول او په ما کې دننه  ښخ شول. بیخي ښه پوهېږم چې د پلار مې مطلب څه و. د الکزاندر دوما، فلوبرټ او کامو لوستلو به له ده سره د کفې د یوه څښتن په توګه په کار کې یا له مشتریانو سره په مخامخېدو کې هېڅ عملي ګټه نه لرله. له بل پلوه ده زما د راتلونکي په تړاو ګومان کاوه، یا یې هیله درلوده چې کتابونه به ارزښت لري، د تیاتر، اوپرې او ژمنیو سپورتي لوبو په څېر په منلې ټولنیزې نړۍ کې مانا لري. په دې ټولو خبرو پوهېدم خو د منلو نه وې. ما ته کتابونه لکه خ‍پله مور تر هر څه ډېر ګران دي. د پلار دغه خبرې زما او د ده تر منځ د بېلتون علت دی. دی له ۱۲ کلنۍ بزګر و او ما له کمکیني زده کړې غوښتې.  د ده خبرې داسې وې لکه له ما چې یې لاس مینځلی وي. ده هغسې ځورولم لکه ما چې ځورولی و. لوستل زما او د ده ترمنځ ګډ ټپ و.

هر کله چې به مې د لوستلو لپاره دلايل راسره توږل د پلار خبرې به مې سملاسي په غوږو کې داسې انگازه وکړه لکه ډېر شخصي او نه حل کېدونکى بديل چې وي. د پلار خبره مې چې لوستل د ژوند په مانا نه دي حال دا چې ما تل له کتابونو سره ژوند کړى و. ما تل په حيرانتيا د لوستلو او نه لوستلو ترمنځ واټن ته کتلي، اهميت يې او ان د نورو پر ژوند کې د لوست پر بېخي نشتوالي مې غور کړى.  زه ځان د هغه چا غوندې نه شم احساسولى چې هېڅ لوست نه کوي. ان د ژوند په هغو تورو شپو ورځو کې لکه د وير او  بېلتون په وخت کې چې عمومآ کلمات پکې کافي نه وي.

له شپږ کلنۍ راهيسې  چې ما لوستل زده کړي تل ليکل شويو کلماتو ورکاږلې يم، که مې د پوهې وس هر څومره و، که  به ډکشنري وه يا به ديني ليکنې وې چې د ماشومانو لپاره ليکل شوې وې او مور به مې راکول. د هغې خپله  هم لوستل خوښېدل. په هغو  کلونو کې د کتابونو بيې لوړې وې او ډېر کتابونه مې نه لرل، هغه وخت مې ارمان دا و چې په يوه کتابپلورنځي کې کار وکړم چې په سلگونو کتابونو ته لاسرسى ولرم. لوستو لکه د ساعتيرۍ خوند کاوه. بله پکې لا دا وه چې کتابونه زما د لوبو برخه شوه ډېر کله به مې پر ځان د يوه کرېکټر گومان کاوه. کله به جېن اېر وم، کله اولېور ټوېست، ډېوېد کوپرفيلډ (د کلاسيکو انگليسي ناولونو څېرې) کله به د جرمن ناول وېبلې پښې عجيبې نجلۍ غوندې وم او دغسې ډېرې نورې څېرې. شايد په ناپوهېدلي ډول نه پوهېږم په کوم عمر مې پر ځان سانسور ولگاوه چې نور ځان دغسې کرکترونه ونه گڼم او ښوونځي ته په لار د هغه کتاب اتله ځان ونه بولم چې په لوست يې بوخته وم.

د پېغلتوب په لومړيو کلونو کې مې د پلار تېرو خبرو لا ډېره زهيره کړم ځکه چې دغه وخت لوستل راته يوه بله کيسه وه، له هغه بدله چې ما په ديني ښوونځي کې اورېده، له هغې هم بدله چې د کارگرې طبقې د چاپېريال وه او باورونه او خبرې يې د منل شوي نظم د درناوي په پار وې. په سربداله حالت کې مې پلټنه کوله چې کوم کتاب دې زه بل فکر ته هڅولې يم يا يې نوي افکار راکړي وي، داسې افکار چې منع شوي او په همدې دليل دې لا زړه ورته کېږي، هغه لوى اثار لکه د اندرې ژيد بد اخلاقه ناول يا د کامو باغي. دغه راز د بالزاک د مطلق په لټه، د سارتر  خپلواکۍ ته لارې، د ژن کاکتو د شته والي ستونزه هغه کتابونه وو چې د ژوند په پوهېدلو کې يې مرسته کوله. ما په معاصرو ناولونو کې د ژوند داسې لارې پسې کتلې او موندلې چې راتلونکي ته يې تيارولم. لوستلو هغه وخت راته وار دمخه د ژوند پوهېدو په چاره کې رول لاره، (شايد تر هغو لوستل تل دغه رول لوبوي چې انسان د ژوند وروستيو کلونو ته رسېږي او بيا د مرگ په وړاندې مبارزې باندې بوخت شي).

دا چې ښځه څه وي او څرنگه د ښځې غوندې ژوند وکړم، د دې خبرې د پوهېدلو  هيلې مې پام ښځينه ليکوالو لکه د سېمون دي بغوا او ويرجينيا وولف ته واړاوه. دا چې ښځوالى څه مانا لري او څرنگه د ښځې غوندې ژوند وکړم،  د دې خبرې د پوهېدلو  هيلې زما مخه ښځينه ليکوالو ته لکه سېمون دي بغوا او ويرجينيا وولف ته کړه. دا هغه وخت و چې د يادښتونو په يوې پټې کتابچې کې به مې غوره خبرې ليکلې، لکه د ځان په اړه حقيقت، او په دې ډاډه کېدل چې زه چې څه تجربه کوم پکې يوازې نه يم. دې خبرې خوښي رابخښله چې په دې احساساتو کې او په دې سخت ژوند کې بل څوک هم راسره مله دي. اوس چې ورته گورم هغه هره جمله چې ما کاپي کوله داسې وه لکه د خپل فکر تاييد چې مومم، لوستل او زرين اقوال يې زما د پلار د خبرو په مخالفت کې راته يو بل استدلال و. د بېلگې په توگه دا يوه جمله چې د جرم او سزا د ناول ده او زما په ټولو کډو کې لا هم راپاتې ده، زما پلار ډاراوه: “د پناه کېدو لپاره ژوند؟ ولې دى زر ځله د يوه نظر لپاره له سره تېرېده، د يوې هيلې لپاره ان د يوه خيال لپاره. تش ژوندى پاتې کېدل ده ته ډېر څه نه و، ده تل ډېر څه غوښتل.”

خو هغه وخت به ما د داستايوسکي له ناول پرته د يوه مجرم زړه او ذهن ته څرنگه لار موندله؟ زما د ژوند په هغه پړاو کې بې له دې چې پوه شم لوستلو د ضد او نقيض ژوند زړه ته وروستلم. زه يې له خپلو خلکو او د دوى له ژبې جلا کولم، ان زما له اوسني حالته يې جلا کولم چې اوس پکې د کلماتو په ليکلو ځان تشريح کولى شم. خو لوستو له نورو افکارو سره هم د کريکټرونو له لارې نښلولم له هغوى سره او ورسره له هغې نړۍ سره چې له ما پردۍ يا ليرې وه ما ځان پېژندوى احساساوه.

لوستل انسان هم جلا کوي او هم يې نښلوي. لومړى خو پوخ بېلتون دى. لوستل له ټولو خبرو اترو انسان جلا کوي، له شاوخوا دې بېلوي. ذهنآ دې هم جلا کوي. لوستل يعنې يوې نوې نړۍ ته لېږدېدل، دا چې هغه کاملآ تخيلي ده لکه د هري پاټر نړۍ يا يې برعکس د ټولنيزو او تاريخي واقعيتونو نړۍ ده لکه د ايوان دينسويچ په ژوند کې يوه ورځ ناول.

لوستل داسې دي چې د يوې شېبې لپاره څوک له ځانه جلا کېږي او د داستاني اثر يا د ليکوال “زه”  زموږ داخلي فضا کاملآ نيسي، د خپل برخليک په لور مو بيايي او احساسات مو پاروي. مانا دا بايد ومنو چې زموږ د شعور کور ته يو غږ راننوځي او زموږ د خپل غږ ځاى نيسي. تر ډېره وخته به زه ناوخته ويده کېدم. نو لوستل په دې مانا هم دي چې ځان په عذاب کړو، وخوځو او بالاخر بدل شو. خو په دې بهير کې لوستل موږ نورو خلکو ته ورنژدې کوي. موږ د مجرم راسکولينکوف او د اوښتي جاسوس مارتين ايدن سر ته ورننباسي او د مېرمن دالوې هغو افکارو ته مو ورولي چې په لندن کې د پلي تگ پر وخت يې په سر کې گرځي. لوستل د نورو خلکو د ژوند د بڼې په اړه حساسيتونه پيدا کوي او هغه خبرې چې دوى پرې پوهېدل يا پرې تېر شوي دي هغه راښيي. له کوچينوالي د نازيانو له کمپونو خبره وم خو د رابرت انيتمو پريمو ليوي کتاب او يا وروسته د امري کرتز کتاب و چې هغه نه مننونکي واقعيتونو ته مې پام ورواړوي او ويې منم. دغه راز د کريستا ولوف کتاب غوره ماشوموالي په دې وپوهولم چې څرنگه نازيان راپيدا شول او په ١٩٣٠ کلونو کې وغوړېدل. لوستل دا توان راکوي چې  له ټولې رنگارنگۍ او پېچلتيا سره يې په نړۍ وپوهېږو. په فرانسوي ژبه کې لوستل او وصلېدل له ورته کلماتو جوړ دي.

لوستل انسان ځان ته متوجه کوي. لوستل په دې نیت چې څوک ځان ولولي. زه خبره یم چې نن سبا لوستل هغسې د پوهې او پوهېدلو په مانا نه دي چې په تېرو وختونو کې زما او نورو لپاره و. د نورو غوندې اوس زه هم د ډیکشنریو پر ځای انیټرنټ پلټم، د ټولنې د مسایلو او لانجو په تړاو اوس تلویزیوني خپرونې او په سینما کې فلمونه او ډاکومنټرۍ ګورم. له کتابه زه پوهه، خوښي، احساسات او له نورې نړۍ تېښته مومم. خو ولې ما ته کتاب بدیل نه لري؟ لومړی خو یې شاید کارول اسانه دي. پاڼې یې اړولی شې، له پیله یې لوستل پیلولی شې یا له بل ځایه  پراوه نه کوي. په چټکۍ یې لوستی شې یا یې لوستل ورو ورو کولی شې، درولی یې شې او په جمله فکر کولی شې، یوه اوونۍ یې پرېښودلی شې او بیا یې را اخیستلی شې. لوستل له ټاکلي وخت سره سر او کار نه لري. تر ممکنه حده د خپل واک څښتن یې پکې، له کتاب سره اړیکه په خپل طبعیت کې ډېره شخصي ده، په خپل وخت او او خپله فضا کې کېږي، د ژوند له شېبو، ځایونو، ښار، هوټل، اورګاډي بل هېواد ته د سفر سره تړاو لري. لوستل هغه تجربه ده چې په نالیدلې توګه انسان کاملاً بوخت ساتي، تخیل دې ټول حواس څرخوي. څه چې ورک دي د کتاب غږ دی، یعنې ناول په پرده نشته، د غږ ټون، رنګ، پوستوالی یا وحشت یې یوازې په حافظه کې دی.

په یوه سینما کې چې ما تر ټولو ډېره بوږنونکې او ځورونکې صحنه لیدلې وه د فارنهایټ ۴۵۱ یوه برخه ده. ټول کتابونه یا منع و یا سوځول شوي وو، ښځې او سړي چې په ځنګله کې پټ و هره یوه یې یو کتاب په لوړ غږ لوست چې حافظې ته یې وسپاري.

ډېر کلونه پخوا ما د یادښت په خپلې کتابچې کې لیکلي و: ناهیلي، چې زه ورسره مخامخ شوې یم هغه باور دی چې فکر کوم هېڅ کتاب مې په هغه څه نه شي پوهولی چې زه ترې دغه شېبه تېرېږم. او دا فکر هم چې زه به د دغه ډول کوم کتاب لیکلو وس ونه لرم. په کمکیني یوه ورځ له عبادته وروسته زما پلار زه عامه کتابتون ته بوتلم چې د ښاروالۍ په ودانۍ کې و او د یکشنبې په سهار به پرانیستی و. دا لومړی ځل و چې موږ هلته تللو. دننه ډېره جدي فضا وه، خالي و ، غولی یې پاک و، د یوه مېز تر شا سړی ناست و، له موږ یې وپوښتل چې کوم کتابونه غواړو. موږ نه پوهېدو چې کوم کتاب غواړو. هغه سړي زما لپاره د مېرمې کتاب کولمبا او زما د پلار لپاره  د موپاسانت کتاب د مادام هوسان شاهي ګلاب کتاب غوره کړ. د پخلنځي مېز ته چې به مې پلار ناست و لیدلی مې دی چې همدا هغه یوازینی کتاب و چې ده ولوست.

په شل کلنۍ مې ليکل پيل کړل. د يوه ناول متن مې ايډيټر ته ولېږه هغه رد کړ. مور مې خپه شوه خو په پلار مې يې اثر ونه کړ بلکې پرې خوښ شو. زما د لومړني کتاب تر چاپ پنځه کاله وړاندې مې پلار ومړ. نه پوهېږم چې د ليکلو هوډ يا زما د هڅونې دليل خو به دا نه وي چې هغه کسان مې ولولي چې عمومآ څه نه لولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب