دا ډېر وخت وشو چې غواړم د احمد شاه بابا د واکمنۍ د وروستیو میاشتو زمانه کې د څو قومي مشرانو په رول ناول ولیکم. د دغه داستان مکان کابل دی، دغه مشران له پلازمېنې کندهاره لیرې، د ټولواک له سترګو پناه د عیش او عشرت ژوند کوي. خو خبرېږي چې پاچا مړ شوی او زوی یې شاید پلازمېنه کابل ته راولېږدوي. دا خبر دوی اول ځوروي او بیا مني چې له پېښې تېښته نشته نو پلان جوړوي چې له نوي واکمنه څرنګه کړۍ راتاو کړي. دغه ناول به اصلآ دا راته وایي چې د وړو شخصي ګټو لپاره څرنګه لویې ملي ګټې خرابوو یا ولې شخصي ګټې په ملي ګتو کې نه وینو.
دغه ناول مې نه دی لیکلی او نه یې شم لیکلی، خو ولې؟ د تاریخي داستان لیکلو لپاره ګڼو معلوماتو ته لیکوال اړتیا لري چې زه یې نه لرم. ځینې خبرې یې شاید په اسانۍ وموندل شي خو یو څو برخې یې ما ونه موندلې.
د ډېرو باور دا دی چې ټول تاریخي ناول باید د هغه زمان له رښتینو پېښو جوړ وي. دا خبره سمه نه ده. په داستان کې باید د وخت واکمن، یا نورې رښتینې مشهورې څېرې، ښارونه، دودونه، خواړه، جامې هغسې وي چې هغه وخت وو خو نور کرېکټرونه او پېښې کېدای شي خیالي وي.
زما په نا لیکلي ناول کې به قومي مشران خیالي وو، د هغوی ژوند او کارونه به د خیال زېږنده وو، خو د هغه وخت کابل، د هغه وخت کابلی ژوند، د خلکو جامه، له کندهاره تر کابله د حال احوال رسېدا بڼه به هغسې وه چې د اتلسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې دود وه. د هغه وخت لویې تاریخي پېښې، سیاسي حالت، ټولنیز جوړښت او دودونه به رښتیتي وو. کابل او کندهار به د هغه وخت غوندې وو، که کوڅو نومونه لرل، که خلکو ځانګړي خواړه لرل که یې د ژوند بڼه هر ډول وه هغسې به مې انځوروله.
د هغه وخت ژبه به څرنګه وه؟ د احمد شاه بابا دېوان، د پير محمد کاکړ دېوان او د هغه پېر ځینې نور دېوانونه شاید د ژوند، دودونو او ان ژبې ځینې نخښې راکړي خو طبعآ شعرونه به سل په سله کې د وخت د مکالمې ژبه رانه کړي، مهمه به دا وي چې تر خپله وسه یې د هغه وخت غوندې کړم.
د ناول څېرو به مې د هغه وخت پښتو ویله. مننه او هیله کوم به پکې نه و، یعنې هغه اصطلاحات به نه و چې له هغه وروسته پیدا شوي او دود شوي دي. د دربار قزلباشانو ته په پام به مې د هغه وخت د ایراني پاړسۍ ځینې تشریفاتي کلمې کارولې.
د ناول د کرېکټرونو خوی او عمل باید د هغه وخت له ژوند سره دومره سم وي چې د باور وړ شي. د هغه وخت داستاني څېره به مې د رواني تکلیف خبره نه کوي، د سرطان ناروغي به نه لري او د کورونا له ډاره به یې ماسک نه وي تړلی. د قومي مشر لپاره په کار بوخت بڼوال او بزګر به هغه وسایل کاروي چې په هغه وخت کې و.
څه ډول خواړه او څښاک هغه وخت دود و؟ شتمنو څه خوړل او غریبو ته څه ورسېدل؟ هغه وخت چای نه و، مېلمه ته یې څه ورکول؟ هغه وخت بوره نه وه، که چا خواږه غوښتل، څه یې خوړل؟ جامه څرنګه وه؟ کمیس پرتوګ په څه بڼه و؟ ښځو څه ډول کالي او ګاڼې کارولې؟ څپلۍ وې که کپۍ وې، څه یې په پښو کول؟
د کیسې مکانونه به د هغه وخت و. غالۍ به په خونو کې ویړې وي که ګېلم؟ کړکۍ به هیندارې لري که نه، د شپې به کور په څه شي روڼ وي؟ جامې به په څه راځوړندې وي که به یو ځای غوټه پرتې وي؟ کورونه به په څه بڼه جوړ وي؟ پخلنځي به څرنګه وي؟ د لاس مینځلو لپاره به اوبه له کومه را اخلي.؟ طبعیت څرنګه و، د کورونو په حویلۍ کې چا ګلان کرل؟ څه ډول ګلان؟ کومې ونې وې؟ کومې مېوې پیدا کېدې؟ کوم مرغان په ونو کښېناستل؟ په کوڅو او کورونو کې څه ډول بوی و؟ دوکانونه څه ډول و؟ څه یې پلورل.؟ خلکو له هټیو څه رانیول؟ په تاریخي ناولونو کې د زمان او مکان ښه انځورونه لوستونکی هغه وخت ته ورولي او د رښتیاغوندیتوب احساس پیاوړی کوي.
زما لپاره په داستانونو کې د څېرو رواني حالت مهم دی. خو د اوسنۍ کیسې او د تاریخي ناول د کرېکټرونو فکر طبعآ توپیر لري. څه شی به یې ځوروي؟ خوب به یې څه شی ورخرابوي؟ ټولنیز ارزښتونه په کلونو کې بدلېږي، زما نا لیکل شوی ناول خو لا د درې پېړۍ پخوا کیسه ده. زما د ناول اصلي څېرې له واکمنو سره نژدې کسان دي، یعنې د وخت له بیروکراسۍ او د سیمې له پېښو او سیاستونو سره بلد کسان یادوم. د هغوی نظرونه، فردي او ټولنیز ارزښتونه او پوهه یې باید له هغه وخت سره سمه وي. د اصلي او فرعي کرېکټرونو ټوکې ټکالي باید د هغه وخت وي. د ورځني ژوند عادتونه او کارونه یې، ستونزې یې، ویرونه او ښادۍ یې د هم هغه پېر وي.
زه د ۱۷۷۶ کال د کابل په ژوند، د هغه وخت په دودونو، خوړو، ټوکو ټکالو، د کورونو په معمارۍ، په ګلانو، په ونو، په مرغانو د کوڅو په بڼې نه پوهېږم. دغه راز د ۱۷۷۲ کال له کندهاره نه یم خبر، که چیرې زموږ تاریخونه یوازې د شاهانو له فتوحاتو نه وای ډک او نور ژوند یې هم راښوولی، زما ناول ښايي لیکل شوی وای، خو اوس نه پوهېږم چې دغه ټول معلومات به له کومه کوم، دغه دی چې وایم زه دا تاریخي ناول نه شم لیکلی.
پسرلی صاحب ستاسو خبره تر ډېره حده پر ځای ده.
خو زموږ د ډېرو کارونو مخه کمالګرایي نیولې وې. یعني که موږ یو نړیوال شهکار لیکو شاید دا ټول څه په کې لحاظول ضرور وي. اما یو عادي ناول لیکل کیدای شي. عملا موږ وینو د جرجي زیدان او نسیم حجازي ناولونه د ډېرو پخوانیو زمانو دي خو د ادب شهکارونه ګڼل کيږي