یکشنبه, مې 19, 2024
Home+هنر او احساس/ اسدالله غضنفر

هنر او احساس/ اسدالله غضنفر

که په تیرو پنځوسو ، شپیتو کلونو کې د هنر په اړه د افغانستان د شاعرانو، سندرغاړو او نورو هنروالو مرکې او لیکنې ولولو، ډیرځله به ورکې په مختلفو الفاظو دا ټکی ووینو چې اصیل هنر د خپل ایجادوونکي  احساسات نورو ته رسوي.

  دا خبره د هنر د فلسفې په دنیا کې نورو کسانو هم کړې ده چې یو ډیر مشهور پکې تولستوی دی.

 د تولستوی په نظر، که یو ماشوم د لیوه لیدلو ویرولی وي او وروسته بیا دی د همدې پیښې د بیان په وخت د نورو په زړونو کې د ویرې احساس پیدا کړي، د ده بیان هنري ماهیت لري.

 خو اکثر وخت هنرمند دغسې تجربه نه لري، بلکې یوازې خپل تخیل اوریدونکو ته رسوي، چې تولستوی به په دې کې څه وایي؟ د تولستوی په نظر، که هنرمن خپل خیالي احساس د نورو په زړونو کې را ژوندی کړی،  بیا یې هم هنر کړی دی.

  د هنر په اړه د روسیې د دغه لوی لیکوال دا خبره مشهوره ده چې :«هنر یو داسې انساني فعالیت دی چې بنیادم په شعوري ډول او د ځینو خارجي نخښو په مرسته، هغه احساسات چې خپله یې تجربه کړي دي، نورو ته ولیږدوي.» په موسیقي کې اوازونه، په انځورګري کې رنګونه، یا مثلا په شاعري کې کلمې خارجي نخښې او وسیلې دي. د شعور له یادولو د تولستوی منظور دا دی چې په ژوند کې ډیر ځله ممکن یو غمجن کس خپل زړه راته تش کړي او موږ غمجن کړي  خو ، هنري فعالیت یې ځکه نه بولو چې د نوموړي کس هدف د هنر ایجاد نه بلکې د زړه تشول وو.

 په شلمه پیړۍ کې د هنر په باب د تولستوی په نظریې ډیرې نیوکې وشوې. یوه نیوکه خو دا ده چې د یوه شي د زیږیدو له علت او سرچینې سره د هغه د ارزښت او ماهیت غوټه کول، منطقي مغالطه ده. که هنر په رښتیا هم د احساس پیداوار وي، اهمیت یې ورنه نه معلومیږي. د یوه هنري اثر اهمیت باید پخپله په اثر کې ولټوو. موږ د یو چا  علم په دې نه شو اندازه کولای  چې پلار یې عالم دی.

  بل دا خبره هم پوره سپینه نه ده چې هنرمن سړی یو څرګند احساس لري او هماغه بل ته لیږدوي. کله کله خو یوه څرګنده عاطفه مثلا له وطنه د لرې والي درد، د مور د مړینې غم یا له ماشوم سره د مینې احساس په شاعر، انځورګر، سندرغاړې یا بل هنرمن باندې یو اثر وپنځوي، خو همیشه داسې نه وي. په تیره بیا شهکارونه ډیر پیچلی جوړښت لري. مثلا د تولستوی په شهکار ناول جنګ او سوله کې په زرګونو غمونه، دردونه، فکرونه، تجربې، معلومات، اندیښنې او ولولې سره غاړه غړۍ شوې دي.

 تاسې به ځینې کم عمره ځوانان لیدلي وي چې ځینو بازاري رومانتیکو فلمونو ته ژاړي. حال دا چې نه دغه کم عمره ځوانان د هنر لوی ناقدان دي او نه هغه فلم اصیل هنر دی. هټلر په خپلو احساساتي ویناوو په میلیونونو تعلیم یافته جرمنان د ځان ملګري او ان جګړې او سرښندنې ته تیار کړل. ده ته د مخاطبانو په زړونو کې د جذبې د پیدا کولو ډیر ښه چل ورته، خو هیڅوک حاضر نه دي چې د هنري نبوغ څښتن یې  وبولي.

 د احساس له بیانولو سره د هنر د ماهیت غوټه کول، مشهوره خبره ده خو ژوره خبره نه ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب