پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+ډیپیکا پاډوکون روغتون ته انتقال شوه

ډیپیکا پاډوکون روغتون ته انتقال شوه

داودجبارخیل
ممبۍ: د بالیووډ وتلې ستورې ډیپیکا پاډوکون د فلم د شوټینګ پر مهال ناروغه شوې او روغتون ته وړل شوې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېژندل شوې اداکاره دا مهال د هند په حیدراباد ښار کې د فلم ‘ک’ ​​په شوټینګ بوخته وه چې وضعیت یې ناڅاپه خراب شو او زړه یې چټک ټکانونه پیل کړل او روغتون ته ولېږدول شوه.
راپور وايي، ډیپیکا پاډوکون په روغتون کې له معایتو او لومړنیو مرستو وروسته د شوټینګ سیټ ته راستنه شوه.
نوموړې اداکاره په لومړي ځل له ډایرکټر پراباس سره په «ک» فلم کې کار کوي، چې د ډیپیکا ترڅنګ به د بالیووډ د امپراتور امیتاب بچن هم د اداکارۍ جوهر نندارې ته وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب