Home+چرګې په ۶ ساعتونو کې ۲۴ هګۍ واچولې

چرګې په ۶ ساعتونو کې ۲۴ هګۍ واچولې

داودجبارخیل

کیرالا: په هند کې، یوې چرګې په شپږو ساعتونو کې 24 هګۍ اچولي او د چرګانو د متخصصانو په ګډون یې ځايي خلک حیران کړي دي.

د کیرالا ایالت په یوه کلي کې د چرګانو متخصصان هغه مهال حیران شول چې یوې چرګې د یکشنبې په ورځ د سهار د اته نیمو او د ماسپښین د دوه نیمو بحو ترمنځ په شپږو ساعتونو کې ۲۴ هګۍ واچولې. د څارویو پالونکي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د چرګانو له پاللو سره سروکار لري، وايي چې دا غیر معمولي ده.

د سیمه ییزو رسنیو له راپور سره سم، کله چې چرګې د هګیو په اچولو پیل وکړ او دې بهیر دوام وکړ او د هګیو د اچولو سرعت یې د ډیرو لپاره د نه منلو ښکاره شو.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دا چرګه اوس ډیره مشهوره شوې او له همدې امله یې په ټولو رسنیو کې خبرونه خپرېږي او تبصرې پرې کیږي.

تر دې مخکې د هند له کرناټکا ایالت څخه هم یو په زړه پورې خبر راغلی و، چې له مخې یې چرګې د کاجو په شکل هګۍ اچولې وې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...