پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت شورا د دفتر پخوانی مرستیال حکيم نورزی کابل ته...

د ملي امنیت شورا د دفتر پخوانی مرستیال حکيم نورزی کابل ته ستون شو

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) ‏‏‏له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړيکو کميسيون مسوولين وايي، چې د پرزول شوي جمهوري نظام د ملي امنیت شورا دفتر مرستيال عبدالحکیم نورزی نن کابل ته ستون شوی.

د دغه کمېسيون وياند احمدالله وثیق وويل، چې طالب چارواکو هېواد ته له ستنېدو سره د نورزي هرکلی کړی دی.

عبدالحکیم نورزی، چې د حنیف اتمر د ملي امنیت د مشاوريت پر مهال د نوموړي د ولسي چارو مرستيال و، د افغانستان د ولسي تحريک په نوم یو سیاسي حرکت هم درلود.

هغه په ملي امنیت شورا دفتر کې له څه مودې دندې وروسته استعفا کړې او ډېره موده د رسنيو له نظره ليرې و.

له تېرو دوو اونیو راهیسې د جمهوري نظام يو شمېر چارواکي لکه: فاروق وردګ، صديق چکري او امان الله غالب د طالبانو په بلنه هېواد ته را ستانه شوي دي.

د طالبانو د اړيکو کميسيون بيا د را ستنو شویو کسانو شمېر څه باندې ۱۰۰ تنه ښودلی او ویلي، چې لسګونه نور سياسي شخصيتونه هم هېواد ته په لاره دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغو څېرو د را ستنیدو منتقدین‌ را ستانه شوي اکثره کسان د فساد په قضيو کې ککړ او بې اغېزې بولي او زياتوي، چې راستنیدل يې نمايشي بڼه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب