جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد پوتين استازی: لویدیځوال د پنجشېر مقاومت ډلې او کورنۍ جګړې ملاتړ...

د پوتين استازی: لویدیځوال د پنجشېر مقاومت ډلې او کورنۍ جګړې ملاتړ کوي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۲۶ مه) ‏‏‏د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې کورنۍ- قومي جګړې ته په لمن وهلو تورن کړي دي.

د هغه په وينا، لویدیځ هېوادونه د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ په وسیله په افغانستان کې د خپلې ماتې د غچ اخيستو په هڅه کې دي.

ضمیر کابلوف د کوم مشخص هېواد له يادولو پرته ‌لويدیځوال د طالبانو خلاف د پنجشېر مقاومت ډلې په مادي، معنوي او استخباراتي ملاتړ تورن کړي دي.

د روسیې ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې د داعش ډلې خلاف د طالبانو هڅې صادقانه او د ستاینې وړ ګڼلي او ټینګار یې کړی، چې دوی د طالبانو د مخالفانو ملاتړ لازم نه بولي.

معلومه نه ده، چې له لویدیزو هېوادونو څخه په دې تورونو کې د روسیې د ځانګړي استازي مشخص هدف څوک دي؟

په وروستيو کې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د طالبانو خلاف د پنجشېر مقاومت ډلې په ملاتړ ټینګار کړی، خو په رسمي ډول د افغانستان په چارو کې د امریکا د حکومت استازي ټام ويسټ بيا- بيا ټينګار کړی، چې دوی د طالبانو خلاف وسله وال مقاومت نه حمايه کوي.

امريکايي چارواکو په پر له پسې ډول طالبانو سره په تعامل ټینګار کړی، خو د دې لپاره یې خپل شرایط په ډاګه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب