دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهپښتین په چمن کې له افغانانو سره د پاکستاني ځواکونو پر بد...

پښتین په چمن کې له افغانانو سره د پاکستاني ځواکونو پر بد چلند غبرګون وښود

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) د کندهار- چمن له لارې پاکستان ته د اوښتونکو افغانانو سره د پاکستاني پولیسو د سپکاوي ډک چلند په اړه راپورونه زیات شوي.

په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي ځینې تصویرونه ښيي، چې پاکستاني پولیس له افغان ښځو سره له سپکاوي ډک چلند کوي.

ويل کيږي، چې د سپکاوي ډک دا چلند د لسګونه زره هغو کلدارو له تر لاسه کولو سره- سره کیږي، چې پاکستاني پولیس او کمیشن کاران ېې له افغانستان څخه د اوښتونکو خلکو څخه د پاکستان د سفر په بدل کې تر لاسه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دې اړه په خپله فیسبوک پاڼه کې توند غبرګون ښودلی.

ښاغلي پښتین لیکلي:« ‏‏د چمن په ګیټ د ولسونو ځورول، ذلیلول بیخی زیات شوی. یوازې د افغانستان څخه د معدنیاتو راوړل اسان دي، نور د عام ولسونو د پاره تګ راتګ یا د ځايي مزدورکش خلقو کاروبار د لوی مشکل سره مخامخ دی.»

منظور پښتین زياتوي: «د اولسونو سره په جیب کې چې د مریض د علاج پیسې هم وي، هغه په ګیټ ځنې د رشوت په شکل کې سره د لوی ذلالت سېکورټي ادارې واخلي.»

د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر وايي دغه غورځنګ د خپلو ولسونو سره هر وخت ولاړ دی.

 هغه خبرداری ورکړی، چې د دې ظلم پر خلاف یاد شوي غورځنګ مخکې هم غږ پورته کړی او اوس به هم د دې خلاف حتماً غږ پورته کوي.

پاکستاني پولیسو او طالب چارواکو په دې اړه خپرو شويو راپورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنيدو سره ډېر خلک پاکستان ته په مختلفو دلايلو په تګ مجبور شوي.

پاکستاني چارواکو افغانانو ته ویزه ورکول ډېر کم کړي او ستونزمن کړي، چې ورسره په تور بازار کې د پاکستاني ويزو بيه تر يو نيم زر امریکايي ډالرو هم ختلې ده.

1 COMMENT

  1. له افغانانو سره د بد چلند په هکله باید په کابل کې له تورمکناټن نه پوښتنه وشي چې دا ولې دومره ظلم کوي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب