دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد‌ کرزي وزیر صدیق چکري: مخکینی نظام د « اشغال» او «...

د‌ کرزي وزیر صدیق چکري: مخکینی نظام د « اشغال» او « غیر اسلامي» واکمنۍ دوره وه

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ سلاکار او د حج او اوقافو وزير محمد صديق چکري پرزول شوی جمهوري نظام د « اشغال» او « غیر اسلامي» واکمنۍ په نوم یاد کړی.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل ټلویزیون سره د مرکې پر مهال هغو پوښتنو ته توند غبرګونونه وښودل، چې هېواد ته د طالبانو په بلنه د نوموړي د ستنیدو په تړاو کېدې.

ښاغلی چکري، چې د برهان الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي ګوند مرستيال او د هغه په واکمنۍ کې د اطلاعاتو او کلتور وزير پاتې شوی، تازه له لندن څخه کابل ته ستون شوی.

ويل کيږي، چې نوموړی د بریتانیا تابعیت هم لري او د برهان الدين رباني زوم هم دی.

صديق چکري په خپله دې ټلویزیوني مرکه کې پر ځان د سلګونه زره ډالرو د مالي فساد هغه تورونه ردکړل، چې ګواکې د حج او اوقافو وزارت پر مهال یې د حاجیانو د لېږد له بهير څخه غلا کړې وې.

نوموړي په دې اړه ور پورې شوي تورونه بې بنسټه ګڼلي او ويلي، چې په هغې اړه حساب ته چمتو دی.

صديق چکري د طالبانو واکمني د سراسري امنيت، ملي يووالي او اسلامي نظام تامينونکي وګڼله او د خپل پخواني رهبر برهان الدين رباني په اړه يې وويل، چې دی د هغه لاروی نه، بلکې د « اسلامي نظام او ارزښتونو» لاروی دی.

نوموړي په دې اړه ننګونکو پوښتنو ته له غوسې ډک او له پوښتنو تښتيدونکي ځوابونه ورکړل، چې افغانستان ته د خپلو شتمنيو د پلور لپاره راغلی او اولادونه يې ولی ورسره نه دي راوستي.

ښاغلي چکري ټينګار وکړ، چې هېواد نه بيرته نه وځي، ځکه په وینا یې هغه اسلامي نظام، چې ده غوښتل اوس حاکم شوی دی.

4 COMMENTS

  1. دا او دیته ورته وزیران کوم چې د بن د مصیبت پیداوار بلل کیږی ،هغه د جاهلی متعفنو تعصباتو مبتکرین دی،او ډدوی د انحصار او فساد له کبله شل کلن جنګ تحمیل شو،او دا ارذل الناس ورکی
    میلیونران شول؛هرڅه یی خرڅ کړل،که مکتبی وو یا ملا،ملت تری ښه خاطره نلری،دملت ریښتونی
    خادمان نه وو ؛اوسنی ژوندیی،پرونی فساد ثابتوی،د شعار او الفاظو اخوانی او ملایی تجربه لری
    دوی ته رب العزت ښه تعریف لری؛یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم
    ډدوی دجاهلی تعصباتو له تعفن څخه ،پرون هر پښتون طالب،زندانی او وژل کیدو،او ڼن هم هغسی
    افغانان وژل کیږی
    نو ځکه هرغل او خاین حاکم چی په جاهلی تعصباتو ملوث وی ،زموږ دملت په وړاندی ارذل الناس بلل به یی مناسب تعریف وی

  2. چکری بړوه!
    ممکن د لومړی ځل لپاره ( هغه هم ستا او طالب سره د ضدیت او مخالفت پخاطر ) دا خبره تر خولې را باسم:
    د جمهوریت او حمارت تر منځ توپیر دا دئ چی :
    ۱ – د جمهوریت په وخت کی هر چا امریکائیانو او د حکومت چارواکو ته کنځاوی کولای سوای خو نن ورځ ( د حمارت او امریکائیانو د دښمنانو! ) په سیوری کی هیڅوک امریکائی ته د کنځاوو جرئت نلری.
    ( زموږ د تاریخ د جالبو صحنو څخه یوه دا ده چی انګریزانو ته تر ماتی وروسته هیچا انګریز ته کږه خبره نه سوای کولای، د شورویانو تر ماتی وروسته هیڅ مجاهد! شورویانو ته کږه خبره نه سوای کولای او نن طالبان چی ځانونه مجاهدین او د امریکا فاتحین ګڼی امریکائیانو ته کږه خبره نه سی کولای ) دا کړنه به د زمانې او سیاست اقتضاء وی خو خواشینوونکې خبره دا ده چی هر فرصت طلب او خیرن کس ځان سپین سپین او د اشغال او تجاوز دښمن ګڼی حال دا چی کلونه کلونه ئې په هغه فضاء کی تنفس کړیدئ کوم چی نن ئې غندی.
    ۲ – په تېر حکومت کی د ټولنی عمومی دینی – مذهبی روحیات آرام او متوازن او راضی وه خو نن ورځ د حمارت د حاکمیت د تُری په سیوری کی د عام وولس دینی احساسات د طالب د غلطو کړنو له امله سخت زیانمن سوی دی.
    ۳ – نه سوې پوه چکری کُسمادره! !!!!

  3. په واقعیت کښی صادق مسلمانان د انسانی رفتارونو خاوندان دی اما په افغانستان کښی د قاتلو غلامو کمونیستانو له خیانت څخه وروسته د تنظیمونو او طالبانو تر نام اجنبیو دا فاسدی غیری اسلامی تربیه شوی مکروبونه راپیدا کړل چی داسی تخریبکارو نه یوازی اسلام مقدس دین جهان کښی بدنامه کړ بلکه افغان ملت ئی له هری خوا د بدبختی سره مخامخ کړۍ دی او د افغانستان خاوری تمامیت او ازادی کاملآ په سوالیه کښی اچول شوۍ دی ، پاک رب د ا فغان ملت ته ددی روحیه او طاقت ورکړی چی ځانونه ددی وحشیانو له پنجو خلاص کړی او افغان ملت په وحدت سره ددی مضرو مکروبونو محوه کیدو لپاره راپورته شی !!!!!!

  4. منافقت کښی ساختګیو خرڅ شوو تش په نامه مجاهدو تنظیمونو او طالبانو په ډیره لوړه درجه کښی قرار لری او ددوی هر حرکت په فتنو او درواغواو دوه مخه ټګماریو کښی ډیر واضح لیدل کیږی ولو چی دا مضر مکروبونه هڅی کوی چی دوی خپله چټلی د جهاد ، ږیرو او قدیانی آیاتونو کښی پټ کړی بیا هم افغانانو دداسی مضرو مکروبونو چټلی څیری ډیری ښی پیژندلی دی او ددوی زوال لپاره به متحد راپورته کیږی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب