دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهط- الب قوماندان د کابل په چیک پاینټونو کې پر خپلو پوليسو...

ط- الب قوماندان د کابل په چیک پاینټونو کې پر خپلو پوليسو یونیفورم جبري کړ

تاند( پنج شنبه، د جوزا ۲۶ مه) د کابل ولايت لپاره د طالبانو امنیه قومندان ولي جان (حمزه) خپلو منسوبینو ته د نوي یونیفورم د کارولو امر کړی.

هغه په یوه امنیتي غونډه کې ويلي، چې د مشرانو له خوا يې ټاکل شوی یونیفورم باید له وېشلو وروسته په جدي توګه تطبیق شي.

د طالبانو امنیه قوماندان ویلي دي: « هېڅ پولیس نور حق نه لري چې د یونیفورم د وېش لړۍ له بشپړېدو وروسته، د پولیسو په «چک پاینټ» کې په شخصي جامو کې ودرېږي.»

 د طالبانو کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ، خپلو پولیسو ته د نوي یونیفورم د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.

طالب چارواکو ويلي، ټاکل شوې ده دا لړۍ لومړی د کابل او کندهار او وروسته د هېواد په نورو ولایتونو کې پيل شي.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندان تازه څرګندونې د خلکو هرکلي سره مخامخ شوي دي.

دوی د دغو خبرو په عملي کیدو ټینګار کړی او خلکو ته ېې د تطبيق په صورت کې پایلې ګټورې ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب