جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرکم زړی، په اورګاډي کې| ژباړن:استاد شپون

کم زړی، په اورګاډي کې| ژباړن:استاد شپون

انګلیس شاعر توماس هارډي (۱۸۴۰-۱۹۲۸)

د سهار په نهو بجو

کلیسا را نه تېره شوه

په لسو بجو سمندر رانه تېر شو

د غرمې په دوولسو

یو له دوړو او لوګو ډک ښارګوټی

په دوو بجو، د څېړیو او چندڼو ځنګل

او بیا د ټېسن په څنډه یوه نا آشنا نجلۍ،

یوه پړکا یې ختله، زه یې و نه لېدم

د ځان سره مې وویل

دومره زړورتیا به ولرم

چې له اورګاډي ورته ښکته شم؟

خو په چوکۍ کې کرخت پاتې شوم

د ځانه سره مې زارۍ کولې

بیا نو د اورګاډی ارابې روانې شوې

وا خدایه کاشکې داسې کېدلی

چې زه هلته کوز شوی وای!

چهارشنبه, 01.06.2011

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب